Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

مزار کې د لاسي صنايعو نندارتون جوړ شو

مزار کې د لاسي صنايعو نندارتون جوړ شو

By
On
Dec 06, 2018 - 17:28

مزار شريف (پژواک ۱۵ ليندۍ ۹۷): د بلخ په مرکز مزار شريف ښار کې د شمال زون د سمنګان، جوزجان، سرپل او بلخ ولايتونو د مېرمنو د لاسي صنايعو نندارتون جوړ شو.

د بلخ د سوداګرۍ او صنايعو خونې اجرائيه مدير نصير احمد قاسمي د نندارتون د پرانيستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ياد نندارتون کې د سوداګرو مېرمنو لاسي صنايع په ۶۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي دي.

هغه زياته کړه چې دغه نندارتون د يوې ورځې لپاره جوړ شوی او بل هدف په کې دا دی چې د شمال زون د بېلابېلو ولايتونو سوداګرې مېرمنې له يو بل سره وصل شي.

نوموړی زياتوي، په وروستيو کلونو کې د کورنيو توليداتو د کچې ډېرېدو تر څنګ د خلکو لېوالتيا هم زياته شوې ده، څو له داخلي توليداتو څخه استفاده وکړي.

د هغه په خبره، ورځ تر بلې په بلخ ولايت کې د ښځينه سوداګرو او متشبثينو شمېر زياتېږي، چې ورته نندارتونونه يې خلکو ته د ورپېژندنې او توکو ته د بازار موندنې ښه موقع ده.

قاسمي په خپلو خبرو کې وويل چې د بلخ  د سوداګرۍ او صنايعو خونه هڅه کوي څو د بېلابېلو روزنيزو پروګرامونو له لارې بلخي مېرمنو ته د تشبث او سوداګرۍ چارې ور زده کړي.

نوموړی له خلکو هم غوښتنه کوي چې اړتيا پر مهال له کورنيو توليداتو څخه استفاده وکړي.

د سرپل ولايت د سوزمه قلعه ولسوالۍ اوسېدونکې رابعه چې د مزار شريف په نندارتون کې يې لاسي صنايع نندارې او پلور ته ايښي، وايي چې له پخوا څخه يې سوداګري  ښه شوې ده.

هغې پژواک ته وويل، څو کاله مخکې يې د کليوالي مېرمنو د لاسي صنايعو د پلور کار پيل کړ، چې اوس تر ډېره له اقتصادي پلوه هم پر ځان بسيا شوې  ده.

رابعه زياتوي، په لاس د اوبدل شويو، وړو غاليو، سرتوشکي، روي پاکونو او د کور د تزئيني وسايلو تجارت کوي.

هغې وويل: ((يو وخت زموږ سيمه کې ورو ورو لاسي صنايع د ورکېدو په حال کې وو، ځکه بازار يې نه درلود؛ خو اوس وختونو کې ډېرې کليوالې مېرمنې لاسي توکي توليدوي او بيا يې موږ سوداګرې مېرمنې د خرڅلاو لپاره بازارونو ته انتقالوو.))

دغه سوداګره مېرمن زياتوي، په بازارونو کې د خلکو له خوا د داخلي توليداتو او لاسي صنايعو په اخيستلو سره به له يوې خوا اصيل افغاني صنعت ژوندی پاتې شي او له بل پلوه به ورسره کليوالي مېرمنو ته د کار زمينه برابره شي.

رابعه وايي، لوی مشکل يې د خپلو لاسي صنايعو او توليدي توکو لپاره د مناسب ځای نشتوالی دی.

هغه په دې برخه کې له حکومت او سوداګرۍ وزارت څخه غوښتنه کوي، چې ښځينه سوداګرو ته د فعاليت مناسبه زمينه برابره کړي.

د مزار شريف اوسېدونکې حميرا چې د ياد نندارتون ليدو ته راغلې، وايي، هېڅ بارو يې نه کېده چې دومره مېرمنې دې په سوداګرۍ بوختې وي.

هغې زياته کړه چې له ډېر وخت راهيسې په کور کې له داخلي توليداتو او لاسي صنايعو څخه ګټه اخلي، ځکه په وينا يې چې هم يې قېمت مناست دی او هم يې کيفيت لوړ دی.

حمېرا زياتوي، د لاسي صنايعو په ودې سره ډېرې هغه مېرمنې هم کاروبار پيدا کوي، چې دمګړۍ وزګاره دي.

د بلخ ولايت د ښځو چارو ورييسې شهلا حديد پژواک ته وويل، چې د ورته نندارتونونو جوړولو د داخلي توليداتو او د مېرمنو د لاسي صنايعو بازار موندنې ته ګټور دي.

د هغې په خبره، په کورنيو کې د مېرمنو پر وړاندې ډېرى تاوتريخوالی د اقتصادي ستونزو له امله هم رامنځته کېږي، چې په وينا يې له اقتصادي پلوه د مېرمنو په ځان بسيا کېدو سره د تاوتريخوالي کچه هم راټيټېدای شي.

حديد له سوداګرۍ خونې او افغان حکومت څخه هم غوښتنه وکړه، چې د ښځينه سوداګرو پر وړاندې شته موانع له منځه يوسي او همدا راز دې سوداګرۍ ته د ښځو د هڅونې لپاره دوی ته يو لړ امتيازات ورکړل شي.

Related Article

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update