Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

په هرات کې د لاجورد لارې غړو هېوادونو د کارپوهانو غونډه جوړه شوه

په هرات کې د لاجورد لارې غړو هېوادونو د کارپوهانو غونډه جوړه شوه

By
On
Dec 06, 2018 - 18:08

هرات ښار (پژواک، ١٥ لیندۍ ٩٧): په هرات ولایت کې د لاجورد لارې د هوکړه لیک غړو هېوادونو د کارپوهانو دویمه غونډه جوړه شوه .

 په دغه دوه ورځنۍ ناسته کې د افغانستان، ترکمنستان، ازربایجان، ترکیې او ګرجستان هېوادونو یو شمېر کارپوهانو ګډون لري.

 د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو رییس حسن سروش وویل، په دې ناسته کې هڅه کېږي چې د لارجورد لارې د ریل د ترانسپورټ د «پروتوکول» متن وروستی شي.

 نوموړي زیاته کړه، دغه راز به په یاده ناسته کې له لاجورد لارې  څخه په عملي ډول د استفادې هڅه وشي.

 هغه ټینګار کوي چې د سوداګریزو توګو یو بار به له لاجورد لارې د هوکړه لیک غړو هېوادونو ته ولېږدول شي څو د یادو غړو هېوادونو تر منځ د همکاریو فرصتونه او ګواښونه په عملي ډول وپېژندل شي.

 نوموړي زياته کړه: ((نن د دویمې ناستې شاهدان یو چې د لاجورد لارې د هوکړې د اجرا بهیر د چټکتیا لپاره جوړېږي، او زموږ د نننۍ ناستې تمرکز د ریلیست ترانسپورټ پروتوکول دی چې نن او سبا به د دغه پروتوکول متن وروستى کړو.))

 د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو رییس وویل، د لومړنیو ارزونو په اساس د لاجورد لارې د زیربناوو جوړول شاوخوا دوه میليارد ډالره لګښت غواړي.

 خو د ترانسپورټ وزارت مرستیال امام محمد وریماچ هم وویل، حکومت هڅه کوي چې د لاجورد لارې مسیر پر یو ترانسپورټي رقابت بدل کړي او په افغانستان کې د نورو ترانزیټي لارو بدیل وي.

 هغه ټینګار وکړ چې راتلونکې اوونۍ د سوداګریزو توکو لس کانتینره بار د هرات ښار له تورغونډۍ بندر څخه د لاجورد لارې پر مسیر د لاجورد غړو هېوادونو ته لېږدول کېږي.

 هغه زياته کړه: ((د افغان حکومت وروستۍ هڅې د بېلا بېلو بدیل لارو رامنځته کول دي چې په یوه یا دوو مسیرونو کې د ستونزو پر مهال بدیل لارې ولرو.))

 په ورته وخت کې، د هرات والي محمد اصف رحیمي د لاجورد لارې د فعالیت د پیل لپاره له هڅو د خوښۍ تر څنګ وايي، د دې لارې له پیل وروسته به افغانستان د سیمې له هېوادونو سره وصل شي.

د هرات د صنایعو او سوداګرۍ خونه هم وايي چې په دغه ولایت کې خصوصي سکتور له لاجورد لارې څخه د ترانزیټي توکو د بار لېږد ته لازم تیاری لري.

Related Article

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update