Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

پر ټاکنو د څار بنسټونه: د کابل حوزې ټولې رایې باید نه وای لغوه شوې

پر ټاکنو د څار بنسټونه: د کابل حوزې ټولې رایې باید نه وای لغوه شوې

By
On
Dec 06, 2018 - 19:42

کابل (پژواک، ۱۵ ليندۍ ۹۷): ځینو نوماندانو د کابل حوزې د رایو له باطلېدو سره مخالفت کړی او وايي، د شکایتونو کمېسیون باید د هغو مرکزونو رایې لغوه کړې وای چې په اړه یې شکایت موجود وو.

دغه راز پر ټاکنو د څار بنسټونه وايي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ټاکنیزو حوزو د باطل اعلانېدو صلاحیت لري، خو د ټولو رایو لغوه کېدل پوښتنې را ولاړوي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون نن په کابل کې اعلان وکړ چې د ټاکنو قانون د ۲ مې او ۵ مې مادې د ۲ بند د تحقق په خاطر او د ټاکنو قانون د ۹۴ مې مادې د ۵ فقرې په اساس د اسنادو، مدارکو او د دغې پرېکړې د استناد په دلایلو د ولسي د کابل ولایت د ولسي جرګې د ۱۳۹۷ کال د تلې د ۲۸ مې او ۲۹ مې ټاکنې باطلې دي.

د یاد کمېسیون د معلوماتو له مخې، دغه پرېکړه د ټاکنیزو شکایتونو د سیمه ییز او مرکزي دفتر له خوا تر هر اړخیزو ارزونو وروسته کړې ده.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېشنر غلام دستګیر هدایت پژواک خبري اژانس ته وویل، د کوچیانو هغه رایې چې په کابل کې کارول شوې، باطلې دي؛ په کابل کې د کوچیانو په حوزه کې پراخ تقلب هغه څه و چې د کمېسیون د دې پرېکړې سبب شوی دى.

نوماندان

په کابل کې د ولسي جرګې نوماند قاضي میر افغان صافي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پرېکړه هېڅکله نوماندانو ته د منلو نه ده، ځکه نوماندانو ډېر لګښتونه کړي او خلک هم د قربانۍ په ورکو تیار شول چې د خپلې خوښې نوماندانو ته رایه ورکړي او که باطلې شي، هېڅوک نه حاضرېږي چې دویم ځل د رایو صندقونو ته ولاړ شي.

هغه زياته کړه: ((که کمېسیون شک لري چې د کابل په ټاکنیزه حوزه کې درغلي شوې، هغه مرکزونه دې باطل او رایې یې دې بیا وشمېرل شي چې شکایت ترې شوی دی.))

هغه وايي، د ټولو رایو باطل اعلانول د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون صلاحیت نه دی او له خلکو او نوماندانو سره باید پرې مشور شوې واى.

له کابله ولسي جرګې ته نوماند مولانا محمد پیمان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پرېکړه له نوماندانو او د کابل له اوسېدونکو سره ظلم بولي او زیاتوي: ((دا ملنډې وهل دي، که درغلي شوې وي، په هر مرکز چې شوې، د هغه رایې دې باطلې اعلان شي، چا چې درغلي کړې او یا یې درغلۍ ته لار هواره کړې، باید و پېژندل شي او جزا ورکړل شي، نه دا چې د ټاکنو کمېسیون د ناکامه مديریت له امله ټولې رایې باطلې اعلان شي.))

هغه وايي، که د ټول کابل رایې باطلې اعلانېږي، د ټاکنو کمېسیون باید د کمزوري مديریت له امله ټولو نوماندانو ته تاوان ورکړي.

د هغه په خبره، د ټولو رایو د باطل اعلانېدو غوښتنه یو شمېر هغو نوماندانو کړې چې رایې نه لري.

پر ټاکنو د څار بنسټونه

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ (فیفا) اجرایوي رییس یوسف رشید وايي، د ټاکنو قانون د ۹۴ مې مادې د ۵ مې فقرې له مخې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د رایو د لغوه کېدو صلاحیت لري او په راتلونکې یوه اونۍ کې تازه ټاکنې ترسره شي.

د ټاکنو قانون په ۹۴ ماده کې راغلي: ((په یوه ټاکنیزه حوزه کې د ټاکنو د عدالت، پټوالي او مستقیم والي اصولو ته د زیان زسېدو په صورت کې د ټاکنیزو شکایتونو مرکزي کمېسیون کولای شي د یادې حوزې ټاکنې لغوه کړي. په دې صورت کې باید د ټاکنو کمېسیون په راتلونکې یوه اونۍ کې تازه ټاکنې ترسره کړي.))

رشید د کابل ولایت د ټاکنو د باطل اعلانېدو د هرکلي ترڅنګ د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون څخه وغوښتل چې په ټولو ټاکنیزو حوزو کې عدالت او شفافیت په پام کې ونيسي.

د افغانستان د ازادو او عدالانه ټاکنو د بنسټ (ټیفا) رییس محمد  نعیم ایوب زاده، سره له دې چې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون پرېکړه قانوني ګڼي، خو وايي، د ټولو رایو باطل اعلانول پوښتنې راولاړوي.

هغه وویل: ((د رایې ورکونې په ټولو مرکزونو کې درغلي شوې او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون باید له ناپاکو رایو څخه پاکې رایې جلا کړې وای، نه دا چې ټولې رایې یې باطلې اعلان کړې وای.))

د هغه په خبره، عادلانه تصمیم نیول د ټولنیز عدالت له ټینګښت سره مرسته کوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون

خو د ټاکنو کمېسیون مرستیال ویانده کبرا رضایی وايي، ټاکنو کمېسیون تر اوسه د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د پرېکړې په تړاو تصمیم نه دی نیولی او همدا اوس «د ماسپښين ۱:۴۵»  بجه به د ټاکنو کمېسیون دریځ او خبرې روښانه شي.

بلخوا د روڼتیا څار بنسټ هم د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له خو د کابل ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو د لغوه کېدو د پرېکړې هر اړخیر ملاتړ کړي.

دغه خبر په د یاد بنسټ له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلی دی.

Related Article

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update