Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

د بامیان په یکاولنګ ولسوالۍ کې شاتو کوتل د ترافیکو پرمخ وتړل شو

د بامیان په یکاولنګ ولسوالۍ کې شاتو کوتل د ترافیکو پرمخ وتړل شو

By
On
Jan 10, 2019 - 14:21

بامیان (پژواک، ۲۰ مرغومی ۹۷): د بامیان سیمه ییز چارواکي وایي چې د دغه ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د درنې واورې ورښت له امله د شاتو کوتل چې د دې ولایت دوه ولسوالۍ له مرکز سره نښلوي، تړل شوی دی.

د یکاولنګ ولسوالی عبدالاحد مبارز پژواک خبري اژانس ته وویل، د واوري ورښت او توپان د تېرې شپې له نیمايې راهیسي دوام لري چې له امله يې د شاتو کوتل تړل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه: ((د واورې ورښت او توپان دومره شدید دی چې قراردادي شرکت نه شي کولی سیمې ته لاړ شي او دا لار پاکه کړي.))

هغه، د سیمې له اوسېدونکو او مسافرو غوښتنه وکړه چې تر بیا ځل خبرتیا له دې لارې تګ راتګ ونه کړي څو له ستونزو سره مخ نه شي.

د نوموړي په خبره، تېز باد او توفان کار ستونزمن کړی خو د توفان له کمېدو سره سم به د دې لارې پاکولو لپاره لاس په کار شي.

هغه یادونه وکړه چې شاتو کوتل د بامیان ولایت ورس او پنجاب ولسوالۍ د دې ولایت د مرکز له لارې کابل سره نښلوي.

د پنجاب – کابل په لویه لار موټرچلوونکي محمد حسین وویل که چې نن سهار ۱۲ موټر له شاتو کوتل څخه بېرته د پنجاب مرکز ته راستانه شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: ((کوتل بند و، مسافرو ته د زیان نه اوښتو له امله بېرته پنجاب ته راستون شوم.))

د بامیان والي ویاند عبدالرحمن احمدي تایید کړه چې د شاتو کوتل د ترافیکو پر مخ تړلی دی، خو نورې لارې خلاصې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د هوا پېژندنې ریاست ویلي دي چې د مرغومې له ۲۰- ۲۱ په بدخشان، تخار، کونړ، نورستان، پنجشیر، کاپیسا، لغمان، پروان، بغلان، سمنګان، سرپل، بامیان، وردګ، غزني، دایکندي، غور، بادغیس، بلخ، لوګر او سالنګونو کې د واورې ورښت دوام وکړي.

سرچينې یادونه کړې چې په مرتفع سیمو کې له ۱۵- ۲۵ سانتي مترو د واورې ورښت وړاندوینه کېږي.

د هوا پېژندنې ریاست ګواښ کړی چې په ننګرهار، غور، بادغیس او هرات ولایتونو کې له ۱۵- ۲۰ ملي متر ورښت له امله له وخت څخه مخکې د سیلابونو راوتو وړاندوینه کېږي.

Related Article

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update