Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

الهام: حکومت ځوانانو ته د کاري فرصتونو لارې چارې برابروي

الهام: حکومت ځوانانو ته د کاري فرصتونو لارې چارې برابروي

By
On
Jan 10, 2019 - 17:38

کابل (پژواک، ۲۰ مرغومی ۹۷): د افغانستان د ملي تدارکاتو ادارې مشر وايي، حکومت ټولو افغانانو ته کاري فرصتونه نه شي برابرولی خو د کاري فرصتونو لارې چارې ورته برابروي.

د افغانستان د ملي تدارکاتو ادارې مشر محمد عمر الهام هوتکي په کابل کې د ايسک نړيوال سازمان له خوا "ځوانان د سوداګرۍ په لور" تر عنوان لاندې په جوړه شوې ناسته کې وويل، هر ځوان بايد له ځان سره يو سوداګريزه نظريه ولري.

هغه زياته کړه، د ايسک ټولو هغه ګډونوال چې سوداګريزې نظريې لري له هر ډول شرط پرته تړونونه ورکوي او ځانګړي امتيازات ورته په پام کې نيسي.

دی وايي: "ځوانان بايد سوداګريزې نظریې ولري، حکومت ژمن چې د دوی سوداګريزو چارو ته لارې چارې برابرې کړي، که موږ ځير شو نو په ټوله نړۍ کې حکومت خلکو ته کار نه پيدا کوي، بلکې د کاري فرصتونو رامنځته کولو ته لارې چارې برابروي."

هوتکي د ايسک هغو کسانو ته چې کاري نظريې لري، وويل د تدارکاتو کمېټه به درې هغو کاري نظرونو ته چې د نننۍ ورځې په پای کې ټاکل کېږي، ملاتړ يې کوي څو دغه کاري نظريې له اجرايي پلوه په خپلو پښو ودريږي.

په افغانستان کې د محصلانو د نړيوال سازمان ايسک (AIESEC) مشر عبدالباسط موج په نننۍ ناسته کې وويل چې ايسک د "ځوانان د سوداګرۍ په لور" تر عنوان لاندې غواړي هغه کسان چې کاري نظريات لري مالي ملاتړ ورته پيدا کړي.

هغه ځوانانو ته په خطاب کې وويل: "دولت نه شي کولى، ټولو کسانو ته کاري فرصتونه پيدا کړي، بلکې دولت د کاري فرصتونو لارې چارې برابروي  او موږ بايد داسې کاري نظريات ولرو چې هم خپلو ځوانانو  ته منځنى او يا کوچني کار پيدا او هم خپلو نورو هېوادوالو د کاري فرصتو د رامنځته کېدو لامل شو."

ده زياته کړه: "په نننۍ ناسته کې له ټول هېواد څخه ۲۲۴ کسان راغلي وو چې هر يو یې يوه کاري نظريه لري، موږ دغه کسان پر لسو ګروپونو ووېشل او د نن ورځې په پای کې درې کاري نظريې زموږ د مالي ملاتړ کوونکو له لارې غوره او مالي ملاتړ به يې وشي."

د ښځو د سوداګرۍ او صنايع خونو مشرې منيژې وافق هم وويل، ځوانان بايد سوداګريزې نظريې ولري څو وکولای شي منځنی او کوچني کاروبار ولري.

هغې وويل: "موږ بايد په خپله هڅه وکړو، يا له متوسط او کوچنيو متشبسينو څخه و اوسو او د دې وړتيا ترلاسه کړو چې نورو هېوادوالو ته هم کاري زمينې برابرې کړو."

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستيال محمداسماعيل رحيمي وايي، حکومت هم د کاري فرصتونو په رامنځته کېدو کې ملي او سيمه ييزې پروژې پلې کړې دي.

هغه وويل: "په تېرو پنځو کلونو کې پر لوړو سيمه ييزو پروژو لکه ټاپي، کاسا۱۰۰۰، ټاپ، د لاجوردو لاره او کاسا ډيجيټل او نورې ورته برنامې پيل کړي او په دې موده کې ګڼ قوانين تعديل او نوي کړي دي. خصوصي سکټور ته ډېره ونډه ورکړل شوى؛ دا کار د دې لامل شوی چې موږ نور په يو هېوادو منحصر ونه اوسو."

دی وايي: "زموږ د هېواد هغه نفوس چې د کار وړتيا لري، ۵۴.۶ سلنه دی او له ۳۱ ميليونه نفوسه چې موږ يې لرو نږدې ۱۶ ميليونه يې هغه کسان دي چې بايد کار وکړي يا کاري ځواک دی چې تر راتلونکو درېیو کلونو کې به نږدې څلور ميليونه نور کاري ځواک کاري بازار ته وړاندې شي؛ يعنې دا هغه کسان دي چې له ۱۵ تر ۶۵ کلونو عمر لرونکي دي."

د ده په وينا، له نږدې ۱۶ ميليونه کسانو څخه ۸.۵ ميليونه هغه کسان دي چې د کاري فرصتونو په لټه کي دي او کار نه لري چې له دې کسانو څخه ۶.۴ ميليونه يې نارينه پاتې يې نجونې دي او د هېواد له نفوسو څخه ۷.۲ ميليونه هغه کسان دي چې کار نه لري او د کار په لټه کې هم نه دي او ۱.۵ ميليونه يې نارينه دي.

رحيمي زياتوي، په اوزګار کسانو کې ۴۲ سلنه هغه کسان دي چې عمرونه يې له ۱۵ تر ۲۵ کلونو پورې دي او ټولو هغو کسانو چې کاري فرصتونه لري ۴۴ سلنه يې په کرنيزو چارو بوخت دي.

ايسک يو غير انتفاعي نړيوال سازمان دى چې اوسمهال ١٢٦ هېوادونه په کې شامل دي او د محصلانو له خوا اداره کېږي، سازمان د شاملو ځوانانو لپاره په انتفاعي او غير انتفاعي سازمانونو کې د مشرۍ پراختيا او نړيوالې کار زده کړې زمينه مساعدوي.

همداراز افغانستان په ٢٠٠٢ زېږديز کال کې د دغه سازمان غړيتوب ترلاسه کړ چې له پيله تر اوسه يې د هېواد د څه باندې ۱۲۰۰ فارغ التحصيلانو او محصلانو ته په کابل او ولايتونو کې د مسلکي او فردي ظرفيتونو د لوړولو په موخه  د مشرتابه، سوداګرۍ او کارموندنې کنفرانسونه جوړ کړي دي.

Tags: 

Related Article

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update