Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

ننګرهار کې د ٥٩،٥ ميليونو افغانيو په لګښت د دوو ښوونځيو ودانۍ جوړېږي

ننګرهار کې د ٥٩،٥ ميليونو افغانيو په لګښت د دوو ښوونځيو ودانۍ جوړېږي

By
On
Jan 11, 2019 - 12:09

جلال اباد (پژواک، ۲۱ مرغومی ۹۷): د ننګرهار مومندرې او غني خېلو ولسواليو کې د ٥٩،٥ ميليونونو افغانيو په لګښت د دوو ښوونځيو د بنسټ ‌‌‌‌‌‌ډبرې کېښودل شوې، چې د سيمې زرګونو زده کوونکو ته به د سرپناه اسانتيا برابرې کړي.

د مرغومي په ۲۱مه د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر څخه پژواک ته راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په تورخم ښارګوټي کې شمشاد دنګ غر ته نږدې د څلوېښت کلن ځنډ وروسته د لومړي ځل لپاره د نږدې څلور دیرش نیم میلیونه افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي د جوړولو چارې پیل شوې.

ننګرهار والي حیات الله حیات په دغو مراسمو کې وويل چې د ولسمشر د ژمنې له مخې د مومندرې ولسوالۍ تورخم ښارګوټې کې شمشاد غره ته نږدې له څلوېښت کلن ځنډ وروسته د يوه ښوونځي د جوړيدو چارې پيل شوې.

هغه زیاته کړه، ډیر ژر به په مومندرې ولسوالۍ کې د نورو ترڅنګ د لمریزې برېښنا شبکو جوړولو چارې هم پیل کړي،خو په دې ولسوالۍ کې پوهنیز بهیر پیاوړتیا ورته تر هر څه لومړیتوب لري .

د ننګرهار د پوهنې رئيس حسیب الله شینواري وویل، سږ کال په دې ولایت کې یوسلو نوي ښوونځیو ته ودانۍ او د احاطې دیوالونه جوړوي،چې له یادې جملې څخه یې شپږ په مومندرې ولسوالۍ کې جوړیږي او نن یې د لومړني ښوونځي د بنسټ ډبره کېښوده.

هغه د سیمې له خلکو څخه هیله وکړه چې خپل اولادونه ښوونځیو ته د زده کړو په موخه واستوي او د ښوونځیو د ودانیو په ساتنه کې مرسته وکړي .

د ننګرهار د ښار جوړونې رئيس عبدالقهار حیدري وویل، د یاد ښوونځي ودانۍ چې په شاوخوا درې نیم جریبه ځمکه کې د جوړولو چارې پیل شوې،په دوه پوړونو کې د ۳۴ میلیونه او څلور سوه زره افغانیو په مالي لګښت د شاوخوا څلورو میاشتو په موده کې جوړیږي.

هغه وايي چې دغه ښوونځى به اتلس خونې، احاطه،د اوبو څاه او نور ضروري محلقات ولري .

د يو بل خبر له مخې د ننګرهار ولايت غني خېلو ولسوالۍ کې د مرغومي په ۲۰مه د څه باندې پنځه ويشت ميلیونه افغانيو په لګښت د غازي محمد افضل خان شينواري په لېسه کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دوه پوړیزې ودانۍ د جوړولو چارې پیل هم شوې .

ننګرهار والي حیات الله حیات وویل، یاده ودانۍ چې په شاوخوا پنځه جریبه احاطه کې په دوه پوړونو کې د ۲۵ میلیونه او دوه نیم سوه زره افغانیو په مالي لګښت د شاوخوا څلور میاشتو په موده کې جوړیږي.

ده وويل چې دغه ودانۍ به د احاطې ترڅنګ لس خونې،د اوبو ژوره څاه،د ساتنې خونې، د اوبو ذخیره او نور ضروري ملحقات ولري.

هغه زیاته کړه، د ولسمشر د ژمنې له مخې په شینوارو ولسوالۍ کې اووه ښوونځي جوړیږي چې له یادې جملې څخه یې د یوه ښوونځي د بنسټ ډبره نن ماښام ناوخته کېښوده .

ټاکل شوې سږ کال په ننګرهار کې یوسلو نوي ښوونځیو ته ودانۍ او احاطې جوړې شي.

Related Article

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update