Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

کابل کې لسګونو کورنيو سره د خوراکي توکيو مرسته وشوه

کابل کې لسګونو کورنيو سره د خوراکي توکيو مرسته وشوه

By
On
Jan 11, 2019 - 15:13

کابل (پژواک، ۲۱ مرغومی ۹۷): قمر خیریه بنسټ، کابل ښار کې د معيوبينو او کونډو پر لسګونو کورنيو خوراکي توکي ووېشل، خو دغه کورنۍ وايې چې نورو مرستو ته هم اړتيا لري.

د ياد کورني بنسټ مسوول الماس مهمند پژواک خبري اژانس ته وويل چې يادې هرې کورنۍ ته ٤٩ کيلوګرامه اوړه، يوه کڅوړه ورېجې، ۱۸ ليټره غوړي، يوه اندازه لوبيا، مۍ، ګوړه، چاى، مالګه او د کاليو وينځلو صابون ووېشل شول.

د ده په وينا، يادې اړې کورنۍ د سيمې د ملاامام او خلکو په مرسته په نښه شوي وې.

د مهمند په وينا، دغه بنسټ په هېواد او بهر کې له مېشت افغان سوداګرو او شتمنو کسانو مرستې تر لاسه کوي او بيا يې په اړو کورنيو ويشي.

د زرمينې په نوم يوې کونډې مېرمنې چې اته ماشومان لري او د مرستې ياد توکي يي نن تر لاسه کړل، له ياد بنسټ څخه د دغې مرستې له امله مننه وکړه او ويې ويل کېدای شي دغه توکي يې د کورنۍ د يوې مياشتې اړتيا پوره کړي.

هغه چې د سړک پر سر خير ټولي وايي: "نه پوهېږم څه وکړم او کومې خوا ته لاړه شم؛ اوس څوک د کور مزدوري هم نه راکوي، ناچاره يم او خير ته لاس اوږدوم."

 

 

 

 

Related Article

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update