Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

د ډيورنډ کرښې دواړو خواوو قبايلو د پاسپورټ ختمولو غوښتنه وکړه

د ډيورنډ کرښې دواړو خواوو قبايلو د پاسپورټ ختمولو غوښتنه وکړه

By
On
Jan 20, 2019 - 15:39

جلال اباد (پژواک، ۳۰ مرغومی ۹۷): د ډيورنډ پر کرښه مېشت پښتانه قبايلي خلک وايي، دوی ته دې پر تورخم دروازې له ويزې او پاسپورټ پرته د تګ راتګ زمينه برابره شي.

دوی ګواښ وکړ، که يې دغه ستونزه حل نه شوه نو د تورخم دروازه به د سوداګرۍ او ترانسپورټ پر وړاندې وتړي.

د دواړو لورو مومندو، شينوارو او اپريدو قومونو نږدې ۴۰۰ قومي مشران او ځوانان د مرغومي په ۲۹مه له غرمې وروسته د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ اړوند په تورخم ښارګوټي کې جرګه شوي وو او خپلې ستونزې يې له رسنيو سره شريکې کړې.

دوی ويل، دواړو لورو خپلو کې خپلوۍ کړې او تګ راتګ يې ډېر دی او اوس چې له پاسپورټ پرته د تګ راتګ مخه نيول شوې، نو دوی له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

قومي مشرانو ويل، يوه شل کسيزه کمېټه د دواړو لورو له قومي مخورو جوړوي او د پاکستان او افغانستان حکومت ته به خپل دغه وړانديز کوي چې له پاسپورټ پرته پر تذکره د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

د کوزې پښتونخوا له خيبر درې راغلي قومي مشر شاکر افريدي وويل، دوی ته ټول مشکلات د کابل او اسلام اباد حکومتونو له خوا رامنځته شوي؛ ځکه هر کله چې د دوی اړيکې خرابې شوې، نو زور يې له ولسونو ايستلی دی.

هغه غوښتنه وکړه چې د دواړو لورو حکومتونه دې بېرته دې ته زمينه برابره کړي چې دواړو خواوو ته پراته پښتانه له پاسپورټ پرته په تذکرو او شناختي کارډونو تګ راتګ وکړي.

د کوزې پښتونخوا د لواړګي اوسېدونکی زر رقيب شينواری هم وايي، پر کرښه د تېرېدو پر مهال ورته ډېرې ستونزې موجودې دي چې له امله يې د دواړو لورو پښتنو ترمنځ مړي ژوندي او خپلوۍ پاتې شوې دي.

هغه ګواښ وکړ: ((که دا ستونزه حل نه شي، نو موږ به دې ته مجبوره کېږو چې دواړو خواوو ته پښتانه را پورته شي او خپل حق وغواړي، نو که په رضا را له دا حق نه راکوي، ورانه خو چا وړې نه ده.))

د ننګرهار د اچين ولسوالۍ قومي مشر عبدالحکيم شينواري وويل، دا د دواړو لورو پښتنو حق دی چې پرته له پاسپورټه د تګ راتګ زمينه ورته برابره شي.

دی وايي، د پاکستان او افغانستان حکومتونه دې دواړو خواوو ته مېشت پښتانه دې ته نه مجبوروي چې د حق غوښتنې پسې راپورته شي او لاره بنده کړي.

دغه راز د دوربابا ولسوالۍ اوسېدونکي رڼاګل شينواري وويل، نورو ولايتونو کې پښتانه يوازې په تذکره تګ راتګ کوي؛ خو د ننګرهار او تورخم دروازې نه هاغې غاړې ته پراته پښتانه له پاسپورټ پرته نه پرېښودل کېږي.

هغه پر افغان حکومت هم غږ وکړ چې له پاکستاني غاړې سره دا موضوع شريکه او ستونزه حل کړي.

د يادولو ده، پخوا د تورخم له لارې هم خلکو له پاسپورټ پرته تګ راتګ کاوه، خو وروسته له هغه چې شاوخوا څلور کاله وړاندې تورخم کې د دواړو لورو د ځواکونو ترمنځ نښته وشوه، پر تورخم له پاسپورټ پرته تګ راتګ باندې بنديز ولګېد.

 

Related Article

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update