Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

د خوست هوايي ډګر ترمینل جوړولو تړون او ځینو نورو برخو کې هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د خوست هوايي ډګر ترمینل جوړولو تړون او ځینو نورو برخو کې هوکړه لیکونه لاسلیک شول

By
On
Feb 20, 2019 - 18:21

کابل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٧): د څه باندې ۹۹۱ میلیونه افغانیو په لګښت د خوست هوایي ډګر ترمینل جوړولو او د څه باندې ٧٠ ميليونه يورو په لګښت په درېیو نورو برخو کې توافقنامې لاسلیک شوې دي.

له ارګه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې يادې توافقنامې د ولسمشر محمد اشرف  غني په حضور کې نن غرمه د اقتصاد عالي شورا په غونډه کې په چهارچنار ماڼۍ کې لاسلیک شوې.

سرچينه زياتوي، په یادو توافقنامو کې د خوست ولایت د هوایي ډګر د ترمینل د جوړولو قرارداد، د هرات د وسپنې پټلۍ د څلورمې برخې- دویم پړاو جوړولو لپاره د پور توافقنامه، په افغانستان کې  د احصایوي سیستم د پیاوړتیا لپاره د ملي احصایې او معلوماتو له ادارې سره د ایټالیا مالي توافقنامه او په هرات، فراه، غور او بامیان ولایتونو کې د نفوسو د جامع او دوامدارې پراختیا لپاره  مالي توافقنامې شاملې دي.

سرچينه کاږي، د خوست ولایت د هوایي ډګر ترمینل، د اې ټي اېم ودانۍ او د وسایطو پارکېنګ جوړولو توافقنامې تړون چې د ملکي هوایي چلند ادارې او د هریرود ودانیز شرکت ترمنځ لاسیک شو، چې له ۹۹۱ میلیونه افغانیو څخه ډېر لګښت پرې راځي او د افغانستان حکومت له پراختیایي بودجې ورکول کېږي، په ۲۴ میاشتو کې به بشپړ شي.

دغه راز د هېواد د مالیې وزارت سرپرست او د ایټالیا سفیر د ۶۵ میلیونه یورو په ارزښت د هرات د وسپنې پټلۍ د څلورمې برخې- دویم پړاو د جوړولو لپاره د پور د ورکړې موافقنامه، د یو میلیون او ۲۹۸ زره یورو په ارزښت په افغانستان کې د احصائیوي سیستم د پیاوړتیا لپاره د ملي احصایې او معلوماتو ادارې سره د ایټالیا د مالي مرستې موافقتنامه او په هرات، فراه، غور او بامیان ولایتونو کې د نفوسو د جامع او دوامداره پراختیا لپاره د مالي مرستې موافقتنامه د څلور میلیونه یورو په ارزښت لاسلیک کړه.

Related Article

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update