Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

اترا: د مخابراتي شبکو په تړاو شکایتونو ته رسېدګي کېږي

اترا: د مخابراتي شبکو په تړاو شکایتونو ته رسېدګي کېږي

By
On
Feb 20, 2019 - 20:48

کابل (پژواک، د کب لومړۍ نیټه ۹۷): د مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې (اترا) وروسته له هغه چې د "اترا چېرته ده؟" تر سرليک لاندې په فيسبوک کې کمپاین ترسره شو، د مخابراتي شبکو په تړاو د شپږ زرو شکایتونو له ثبت څخه خبر ورکړ او ویې ویل چې دې شکایتونو ته به لاسرسی کېږي.

له تېرې یوې اونۍ راهیسي د فیسبوک ټولنیزې شبکې یو شمېر ګډونوالو د "اتر چېرته ده؟" په نوم کمپاین ترسره کړ.

د دې کمپاین ګډونوالو د مخابراتي شبکو له لوري له لګښت څخه د زیاتو پيسو اخیستل، د مخابراتي خدمتونو په ځانګړې توګه د انټرنټ ټيټ کیفیت، د ځینو پروګرامونو په خپل سر فعالولو او له استفادې پرته د ګډونوال د پیسو حساب صفر کېدلو په اړه شکایتونه کړي وو.

د مخابراتي خدمتونو تنظیم اداري مشر نجیب الله عزیزي، نن په کابل کې د خبري غونډې پرمهال وویل چې دا ډول شکایتونه په ورین تندي مني. هغه له دا ډول شکایتونو هرکلی وکړ او ویې ویل چې شکایتونه دا اداره ستونزو او د حل لارو ته یې لا متوجه کوي.

نوموړي د مخابراتي خدمتونو د ټیټ کفیت په اړه وویل، هېڅ شرکت حق نه لري چې د دوه اړخیز تړون له مخې، بې کیفیته خدمتونه وړاندې کړي؛ له دې پرته به د تېر په څېر درنې جریمې پرې وضع شي.

هغه د ګډونوالو د کریډېت ضایع کېدو په تړاو وویل چې ځینې ګډونوال د ټکنالوجي کارولو په اړه بشپړ معلومات نه لري، نو ځکه له دا ډول ستونزې سره مخامخ کېږي.

هغه زیاته کړه: ((د دې لپاره چې د لګښت کوونکي حق ضایع نه شي، ټولو مخابراتي شبکو ته  لارښوونه شوې چې له دې وروسته دوه مورده امکان نه لري؛ یو دا چې د ګډونوال له اجازې پرته دې کوم پروګرام کې ګډون نه ورکول کېږي او دویم ځیني پکیجونه چې له ګډونوالو سره شریکوي، باید د لغوه کېدو میتود یې د پیغام (مسیج) له لارې ورسره شریک کړئ.))

بل شکایت دا چې مخابراتي شبکې، ګډونوالو ته د خدمتونو په برخه کې هم له ګډونوالو پیسې ګرځوي.

عزیزی په دې اړه وویل چې تر دې وړاندې یو ګډونوال اونۍ کې له شبکې سره درې وړیا اړیکې ټینګولی شوې؛ خو اوس پرېکړه شوې چې په یوه اونۍ کې اووه وړیا اړیکې ټینګولی شي او که له دې څخه ډېرېږې، نو د ګډونوال له حساب څخه د هرې اړيکې پر سر یوه افغانۍ وضع کېږي.

هغه زیاته کړه چې له اوه څخه  د زیاتو زیاتو اړیکو پر ټینګولو له دې امله پیسې وضع شوي چې د وړیا په صورت کې ښايي ځیني خلک د شبکې کارکوونکو ته مزاحمت وکړي.

نوموړي په ټینګارسره چې ژمنې يې شعار نه دي او تطبقیږي، وویل چې له سرغړونو سره به قانوني چلند وشي.

عزیزي زیاته کړه چې روان کال کې له مخابراتی شبکو څخه څه باندې شپږ زره شکایتونو اترا اداره کې ثبت شوي دي.

نوموړي له جزئیاتو پرته زیاته کړه چې ډېر شکایتونو د کريډېت ضایع کېدو په تړاو شوي چې زیاتو ته یې لاسرسی شوی دی.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دمګړۍ په افغانستان شپږ مخابراتي او ۵۰ انټرنټي شرکتونه فعالیت کوي، اتیا سلنه افغانان مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی لري چې تر پنځو راتلونکو کلونو به دا کچه سل سلنې ته لوړ شي.

هغه وویل چې د مخابراتو په سکتور کې، نږدې درې میلیارډه ډالره پانګونه شوې ده.

Related Article

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update