Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

د کابل دولتي پوهنتونونو استادانو لاریون وکړ

د کابل دولتي پوهنتونونو استادانو لاریون وکړ

By
On
Mar 13, 2019 - 14:45

کابل (پژواک، ۲۲ کب ۹۷): په کابل کې د دولتي پوهنتونونو استادانو د کاري اعتصاب په دوام نن لاريون وکړ او د اعتراض په توګه يې د لنډ وخت لپاره د کابل پوهنتون مخې ته غځېدلى سړک د ترافيکو پر مخ وتاړه.

د افغانستان دولتي پوهنتونونو اتحاديه وايي، تر هغه به خپلو اعتراضونو او کاري اعتصاب ته دوام ورکړي چې د استادانو تنخواګانې او امتيازات له قانون سره سم اجرا شي.

لاريون کوونکو د کابل پوهنتون مخې ته لاريون وکړ او له ځان سره په لېږدوونکو شعارونو کې يې د لوړو زده کړو قانون د ٣٥مې مادې د پلي کېدو غوښتنه کوله.

په ياده ماده کې راغلي: "د لوړو زده کړو موسسې د علمي کادر د غړو معاش، په جلا مقرره کې تنظيمېږي."

خو لاريون کوونکي وايي چې تر اوسه په دې اړه کومه مقرره نه ده جوړه شوې او  له ۱۳۹۴ کال راهيسې د پوهنتون د استادانو تنخواګانې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د فرمان له مخې د ولسمشرۍ له "خيراتي کود ۰۹۲" څخه اجرا کېږي.

د افغانستان پوهنتونونو د استادانو ټولنې فرهنګي مسوول عارف بهرام د لاريون پر مهال وويل چې استادانو د افغانستان په ټولو دولتي پوهنتونونو کې کاري اعتصاب کړی.

د لغمان پوهنتون د استادانو ټولنې مشر شاه محمود کډوال په ننني لاريون کې وويل: "موږ د معاش زياتوالى   نه غواړو، خو تر اوسه معاشونه په غير قانوني ډول اخلو، موږ غواړو دغه امتيازات قانوني شی."

د معلوماتو له مخې، په پنجشېر، بغلان، ننګرهار او کندهار  ولايتونو کې هم د دولتي پوهنتونونو استادانو کاري اعتصاب کړى، خو د بلخ پوهنتون يوه سرچينه وايي چې په دغه پوهنتون کې تر اوسه اعتصاب نه دى شوى.

د لوړو زده کړو وزارت وياند فيصل امين پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پوهنتونونو د استادانو  د يادې غوښتنې په اړه له ماليې وزارت سره د دغه وزارت خبرې روانې دي او  د راتلونکې اوونۍ تر پايه به يې پايله څرګنده شي.

دى وايي: "موږ د استادانو د اعتصاب او لاريون په اړه کوم انتقادي نظر نه لرو، خو  له ټولو استادانو غواړو چې د محصلينو درسونه ونه ځنډوي او  تر هغه له زغم او حوصلې کار واخلي چې د لوړو زده کړو وزارت د ماليې له  وزارت سره توافق ته رسېږي او کوم تزييد او موضوعات چې په مقرره کې راغلي؛ يعنې په معاشونو کې ډېروالی؛ تاييد او نهايي شي."

Related Article

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update