Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

عبیدالله بارکزی په کابل کې خاورو ته وسپارل شو

عبیدالله بارکزی په کابل کې خاورو ته وسپارل شو

By
On
Mar 24, 2019 - 18:57

کابل (پژواک،۴ وری ۹۸): د ولسي جرګې د پخواني غړي عبیدالله بارکزي د جنازې د مراسمو ویناوالو د سیمې استخابارات د نوموړي په ترور تورن کړل او غوښتنه یې وکړه چې د نوموړي د وژنې عاملان دې ونیول شي او  جزا دې ورکړل شي.

په ولسي جرګه کې د اروزګان د خلکو پخوانى استازى او د ۱۳۹۷ کال په ټاکنو کې له کابله د ولسي جرګې نوماند تېره ورځ د کندهار ښار د شپږمې ناحیې په اړوند سیمه کې د نامعلومو وسله والو له خوا ووژل شو.

د عبیدالله بارکزي جسد نن د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ملي شورا په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

په دغو مراسمو کې یو شمېر دولتي چارواکو، د ملي شورا غړو او د عبیدالله بارکزي د کورنۍ غړو او دوستانو ګډون درلود.

دا په داسې حال کې ده چې د عبیدالله بارکزي زوی حفیظ الله پاڅون هم د ۱۳۹۵ کال د مرغومي په میاشت کې په کابل کې د هلمند د خلکو د استازي معلم میرولي پر کور د بریدکوونکو په برید کې وژل شوى و.

د بارکزي زوی محمد اسماعیل بارکزي د خپل پلار د جنازې په مراسمو کې رسنیو ته وویل، پلار یې د سیمې استخباراتو له دې امله ترور کړ چې وطندوست و او په هېواد کې یې د سولې د تامین هڅې کولې.

هغه وویل، ولسمشر غني یې د فاتحې لپاره کورته ورغلی و.

نوموړي له ولسمشر څخه د مننې تر څنګ وويل: ((موږ د ملي یووالي حکومت په څو کلنه دوره کې څلور شهیدان ورکړل، او موږ یوولس وروڼه تیار یو چې د خپل پلار د لارې په تعقیب کې شهیدان شو، د پلار په شهادت مې ټول افغانان خپه شوي، پلار مې په یوه قوم او ولایت پورې مربوط نه و.))

محمد اسماعیل بارکزی چې د ملي اردو د هوايي انتقالاتو د کنډک قوماندان دی وايي، د پلار د مړینې عاملین یې باید ونیول شي او جزا ورکړل شي .

د افغانستان د حزب اسلامي د رهبرۍ شورا غړي فضل هادي وزین د یاد حزب په استازيتوب په نننیو مراسمو کې بارکزی مخلص او وطن دوسته کس وباله او ویې ویل، حکومت د دغه ډول وژنو د عاملانو په نیولو کې ناکام دی.

هغه له حکومته وغوښتل چې د عبیدالله بارکزي قاتلان ونيسي او جزا ورکړي.

د ولسي جرګې پخواني منشي عرفان الله عرفان وویل، عبیدالله بارکزی ملي او اسلامي ارزښتونو ته پابند شخص و او تل یې د عدالت غوښتنې لپاره غږ پورته کاوه.

هغه وايي، د ولسي جرګې ټول غړي به د بارکزي لار تعقیب کړي او په هېواد کې به د سولې او عدالت غوښتنې لپاره هڅې وکړي.

نوموړي زیاته کړه: ((د افغانستان د خلکو دښمنان هڅه کوي څو هغه کسان چې اسلامي او ملي فکر لري او تل د افغان دوستۍ غږ پورته کوي ترور کړي، د افغانستان د دښمنانو له دسیسو او زنځیري وژنو څخه زموږ د خلاصون لار یووالی او وروولي ده.))

عرفان هم له حکومته وغوښتل چې د بارکزي قاتلين دې ونیسي او سزا دې ورکړي .

د مشرانو جرګې لومړي مرستيال  محمد علم ایزدیار د بارکزي ترور د سیمې د استخباراتو کار وباله او له حکومته یې وغوښتل چې د دغه ډول زنځیري وژنو په تړاو چپ پاتې نه شي.

هغه وايي، بارکزي یوازې په اروزګان پورې مربوط نه و، بلکې هغه په هېواد کې د عدالت او سولې د ټينګښت لپاره غږ پورته کړی و، حکومت او د ملي شورا غړي باید له دې قضیې په اسانۍ تېر نه شي.

هغه د افغانانو پر یووالي او د سولې پر ټينګښت د ټینګار تر څنګ له حکومته وغوښتل چې د دې پېښې عاملانو ته جزا ورکړي.

Related Article

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update