Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

خوست کې يوه ځوان پوځي ټانک جوړ کړى

خوست کې يوه ځوان پوځي ټانک جوړ کړى

By
On
Apr 11, 2019 - 13:30

خوست ښار (پژواک، ۲۲ وری ۹۸): په خوست کې يوه ځوان چې د افغان ملي اردو يو نمونوي ټانک جوړ کړی، وايي که دولت ورته د تخنيکي زده کړو وسايل او نور امکانات برابر کړي، کولی شي دې برخه کې نور ځوانان هم وروزي.

دغه ځوان چې رشيدالله نومېږي، د خوست د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ د حسن زيو کلي اوسېدونکی دی، تېر ۱۳۹۷ لمريز کال د خوست شيخ زايد پوهنتون کې د ژبو او ادبياتو پوهنځي له پښتو څانګې فارغ شوی دی.

هغه له پژواک اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې په خپل نوښت سره يې د افغان ملي اردو دغه کوچنی نمونوي ټانک جوړ کړی، خو که امکانات ورته برابر شي، د تخنيک په برخه کې نور نوښتونه هم کولای شي.

رشيدالله وايي: ((د دغه ټانک باډۍ يې له اهن چادر څخه جوړه کړې، تر څنګ مې په کې درې ډاينموګانې نصب کړې چې يوه شا ته، بله مخکې او يوه د تومانچې د ماشې د راکشولو لپاره او همدا ډول مې په کې درې دانې بېټرۍ لګولې چې دوې د حرکت او يوه د څراغونو روښانولو لپاره ده.))

رشيدالله وويل چې که څه هم تخنيک يې مسلک نه دی، خو له دې برخې سره يې د خپلې ځانګړې علاقې له مخې دغه ټانک او ورسره د ملي اردو د عسکرو يو ټوپک جوړ کړی دی.

ده زياه کړه: ((ما له ډېر کوچنيوالي څخه له نظامي موټرو او وسلې سره ډېره علاقه درلوده او همدا لامل شو چې دغه کار ته مې مخه کړه.))

ده له دې مخکې د خپلې کورنۍ د ګڼو اقتصادي مشکلاتو سره بيا هم يوه نمونوي کوچنۍ چورلکه او همدا ډول د ملي اردو او پوليسو يو نمونوي هاموې ټانګ هم جوړ کړی.

رشيدالله وايي: ((که چېرې زه په دې برخه کې وروزل شم، کولی شم نورو ځوانان هم وروزم او زه غواړم چې په دې برخه کې عملي زده کړې وکړم.))

د هغه په وينا، که دولت ورته وسايل او زمينه برابره کړي، د نظامي برخې په تخنيک کې به ښه نوښتونه رامنځته کړي.

دى وايي: ((زه د ملي اردو د لومړي شايسته پلې لوا څخه ۲۰۳ تندر قول اردو او له هغه ځايه ملي دفاع وزارت ته د هوايي پوهنتون لپاره معرفي شوی يم، خو تر اوسه په هغو اسنادو باندې کار نه دی شوی او د دفاع وزارت له مسوولينو مې غوښتنه دا ده چې پرې کار وکړي.))

په ورته وخت کې د خوست د اطلاعاتو او کلتور رياست مسوولين وايي، هغه ځوانان چې د تخنيک په برخه کې يې نوښتونه کړي، تر خپله وسه يې هڅولي او هم يې مرکز ته د لاسنيوي لپاره ور وپېژندلي دي.

Related Article

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update