Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Audio Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

تېرې شپږ میاشتې په غزني کې د ځانوژنې نهه پېښې رامنځته شوې دي

تېرې شپږ میاشتې په غزني کې د ځانوژنې نهه پېښې رامنځته شوې دي

By
On
May 19, 2019 - 15:05

غزني ښار (پژواک، ٢٩ غويی ٩٨): په غزني کې د کورنيو ستونزو او وزګارتيا له امله په تېرو شپږو اوونيو کې د يوې نجلۍ په ګډون نهو کسانو ځانوژنه کړې ده.

د غزني ښار د روضې سيمې اوسېدونکي خان محمد د غويي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د روژې په څلورمه يې تنګي ځوان زوى ځان وژنه وکړه.

هغه وايي: ((زوى مې باسط نومېده، د مکتب شاګرد و، کورني مشکلات مو هم ډېر نه دي، خو څو ورځې وړاندې يې په اشپزخانه کې ځان په دار کړى او ځان وژنه يې کړې ده.))

دغه راز د باسط ورور فدا محمد پژواک ته وويل چې باسط يې څلورم ورور و او ډېره ښه شاعري يې هم کوله.

ده زياته کړه: ((موږ هېڅ پوه نه شوو چې ولې یې ځان وژنه وکړه، خو د خپل شعر په کتابچه کې يې ليکلي چې مورې دعا راته کاوه ما له خداى نه د روژې مياشت غوښته.))

همدارنګه يو قومي مشر شېرخان پژواک ته وويل چې سږ کال په غزني کې د ځان وژنې پېښې ډېرې شوې دي.

هغه زياتوي: ((موږ له اړوندو ارګانونو سره يو ځاى کوښښ کوو چې په غزني کې د ځان وژنې پېښې کمې کړو.))

په دې اړه په غزني کې د ارواپوهنې يوه ډاکټر حميدالله پژواک ته وويل چې ډېرې دغه شان پېښې د کورنيو ستونزو او وزګارتيا له امله رامنځته کېږي.

ده وويل: ((د کورنيو مشران بايد د خپلو بچيانو له هر څه نه خبر وي؛ ځکه په هېواد کې روان جنګ، بېکاري او نورې ستونزې د دې لامل کېږي چې ځوانان ځان وژنې وکړي.))

د پژواک د معلوماتو پر بنسټ، د روان کال له پيله تر اوسه د ځان وژنې پنځه پېښې د غزني ښار د روضې، يوه يې ده خدايداد، يوه يې خشک او بله هم په نواباد سيمه کې رامنځته شوې دي.

دغه راز د ځان وژنې وروستۍ پېښه وړمه ورځ د غزني په ده يک ولسوالۍ رامنځته شوې ده.

خو د غزني د ولايتي روغتون مشر ډاکټر بازمحمد همت پژواک ته وويل چې په څلورو مياشتو کې له دوی سره د ځان وژنې اووه پېښې ثبت شوې دي.

د نوموړي په وينا، د ځان وژنې ډېرې پېښې په ولسواليو او يا هم داسې سيمو کې رامنځته کېږي چې خلک يې نه غواړي معلومات يې له دوی سره شريک کړي.

همدا راز په دې اړه د غزني د والي وياند محمد عارف نوري پژواک ته وويل چې اړوند چارواکي هڅه کوي څو د قومي مشرانو او ملا امامانو په همکارۍ د ځان وژنې د پېښو کچه را ټيټه کړي.

د نوري په وينا، د نجونو لوړ ولور او د هلکانو بې واده پاتې کېدل د ځان وژنو د پېښو يو له لاملونو بلل کېداى شي.

د يادونې ده، د غزني او هرات تر څنګ د افغانستان په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د کورنيو او ځينو نورو ستونزو له امله ډېرى وخت د ځان وژنې پېښې رامنځته کېږي.

Tags: 

Related Article

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan

Twitter Update