Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

د کابل مشهور غل عنایت قچي له ۳ ملګرو سره د پولیسو لخوا ووژل شو

د کابل مشهور غل عنایت قچي له ۳ ملګرو سره د پولیسو لخوا ووژل شو

By
On
May 23, 2019 - 21:50

کابل (پژواک، ۲ غبرګولی ۹۸) :  د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د کابل د غلو د یوې خطرناکې او مهمې ډلې مشر عنایت قچي له درېیو ملګرو سره د پولیسو لخوا ووژل شو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د غبرګولي په ۲مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې عنایت قچي د کابل ښار د ډیرو تښتونو، قتلونو، وسله والو غلو او لوټماریو کې لاس درلود.

هغه زیاته کړه، چې قچي له امنیتي ځواکونو سره څو ځلې وسله والې نښتې کړې وې.

رحیمي وایي، نوموړي نن د کابل ښارله څلورمې ناحیې څخه له اوو تنو وسله والو کسانو سره چې نظامي جامې یې په تن وې، یوه عراده هایلکس موټر غلا او بیا وتښتیدل.

د کورنیو چارو  وزارت وایي، چې د کابل ښار جنایي او امنیتي پولیسو دغو غلو پسې شول او د پغمان ولسوالۍ په مربوطاتو کې له یوې وسله والو نښتې وروسته عنایت قچي له درېیو ملګرو سره ووژل شو او څلور ملګري یې ونیول شول.

د رحیمي په وینا، عنایت قچي د کورنیو چارو وزارت د مجرمینو هغه ۱۳ کسیز لیست کې هم و، چې چې څه موده مخکې خپور شوی و.

Tags: 

Related Article

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update