Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

​سيمنز: د کرکټ له نړيوال جام وروسته به افغانان له حالاتو خبر کړم

​سيمنز: د کرکټ له نړيوال جام وروسته به افغانان له حالاتو خبر کړم

By
On
Jun 19, 2019 - 17:02

کابل (پژواک، ٢٩ غبرګولى ٩٨): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سر روزونکى فيل سيمنز وايي چې له نړيوال وروسته به افغانان د ملي لوبـډلې له حالاتو خبر کړي.

هغه چې تېر کال د کرکټ ملي لوبـډلې د سر روزونکي په توګه ټاکل شوى، څو ورځې مخکې يې اعلان وکړ چې له نړيوال جام وروسته خپله دنده پرېږدي، خو د کرکټ بورډ سرچينې وايي چې د هغه قرارداد بشپړ شوى او بيا ورسره نه نوى کېږي.

له نړيوال جام مخکې د کرکټ ملي لوبـډلې د لوبډلمشر او ځينو نورو بدلونونو وروسته په نړيوال جام کې د ملي لوبډلې پر خرابې لوبې د مبصرينو او مينه والو نيوکې زياتې شوې دي.

په ځانګړې توګه خلکو پر پرونۍ لوبې ډېرې نيوکې وکړې چې  د انګليستان پر وړاندې ملي لوبډلې په توپ اچونه کې ډېره خراب لوبه وکړه او انګليستان ګڼ شمېر نړيوال ريکارډونه جوړ کړل.

د کرکټ ملي لوبډلې سر روزونکي  فيل سيمنز د غبرګولي په ٢٩مه په ټويټر کې ليکلي: ((د کرکټ نړيوال جام په نيمايي برخه کې يو، زه هڅه کوم چې افغان لوبډله خپله هغه وړتيا وښيي چې موږ ترې تمه لرله.))

هغه زياته کړه، له نړيوال جام وروسته به افغانانو ته ووايي چې د افغانستان کرکټ بورډ د سليکشن کمېټۍ پخوانى مسوول دولت احمدزي د نړيوال جام چمتووالي او د پخواني لوبـډلمشر اصغر افغان په لرې کولو کې رول درلود.

د يادونې ده، د کرکت بورډ نوي رييس عزيزالله فضلي د خپل واک په لومړيو ورځو کې اصغر افغان د ملي لوبـډلې له لوبـډلمشرۍ لرې کړ او پر  ځاى يې ګلبدين نايب نوى لوبډلمشر وټاکه.

له دې پرېکړې وروسته   د ملي لوبډلې دوو پياوړو لوبغاړو محمد نبي او راشد خان د مخالفت ټويټونه وکړل او له دې پرېکړې سره يې خپل مخالفت  څرګند کړ.

هغوى په خپلو ټويټونو کې يو شمېر لوړ پوړي چارواکي هم ټګ کړي وو چې هدف يې له هغوى څخه پر دې موضوع د مداخلې او همکارۍ غوښتنه شوې وه.

د ملي لوبډلې د سر روزونکي پخواني ويسټ انډيزي لوبغاړي فيل سيمنز ټويټ د کرکټ مشهورې وېب پاڼې (کرېک انفو) هم په خپور کړی او ليکلي يې دي: (( د افغانستان کرکت لپاره ښه خبر نه دى.))

بلخوا د کرکټ مينه والو په ټولنيزو شبکو کې بېلابېل ډول څرګندونې کړې دي.

عصمت صافي په فيسبو کې ليکلي: ((د بورډ د ناسم مديريت له امله مو غوښتل، انګلستان کې د خپلو ملګرو په مرسته د انګلستان او افغان لوبډلې د سيالۍ پر مهال په بورډ کې د اصلاحاتو، له دندو د ناوړه ګټې اخیستنې او په بورډ کې د شته فساد په اړه غږ پورته کړو، څو له دغه لارې ولسمشر ته پيغام ورسوو؛ خو له سلا مشورو ورسته هوکړې ته ونه رسېدو، ومو ويل چې ښايي د ګټې پر ځای تاوان وکړي، د بورډ او په ځانګړې توګه د افغان لوبډلې ګټلی حيثيت به، په نړيواله کچه  انعکاس کړل شي او ګټلې وياړ به مو له لاسه ووځي. ))

هغه زياته کړې: ((موږ د افغان لوبډلې او بورډ حيثيت ساته؛ خو په بورډ کې شته کارکوونکو نه غوښتل د بورډ او افغان لوبډلې ګټلی حيثيت وساتل شي، د دوی کړنو نه يوازې په کور دننه غبرګونونه راوپارول، بلکې له هیواده بهر يې هم خلک اړ کړل، چې د دوی کړنې وغندي، تازه هغه يې د لوبډلې د روزونکي غبرګونونه دي، د لوبډلې د روزونکي غبرګونونو او نيوکو ته نړيوالې رسنۍ زموږ په پرتله ډېره پاملرنه کوي او د سر خبرونه يې ګرځوي.))

Tags: 

Related Article

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update