Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

پلخمري کې د ۲۰۰ بستریزو روغتون جوړولو چارې ټکنۍ شوې دي

پلخمري کې د ۲۰۰ بستریزو روغتون جوړولو چارې ټکنۍ شوې دي

By
On
Aug 17, 2019 - 15:39

پلخمري (پژواک، ۲۶ زمری ۹۸): د بغلان حکومتي چارواکي وايي چې د مرکز پلخمري د ٢٠٠ بستريز روغتون چارې د نامعلوم دليل له مخې ټکنۍ روانې دي.

د بغلان د عامې روغتيا رييس محب الله حبيب د زمري په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ياد روغتون د جوړېدو له چارو خوښ نه دى.

هغه وايي: ((په پام کې وه چې د حسين خېلو سيمې روغتون څلور کاله مخکې جوړ شوى واى، خو د نامعلوم دليل له مخې يې تر اوسه يواځې شاوخوا ٤٠ سلنه چارې بشپړې شوې دي.))

دی وايي، دغه دوه سوه  بستريز روغتون ته سخته اړتیا ده، باید چې کار یې څومره ژر کېدای شي ترسره شي.

بل لور ته د دغه روغتون ودانولو يوه کارکوونکي عبدالحميد پژواک ته وويل: ((زه څلور مياشتې کېږي چې په دغه روغتون کې ساختماني کارونه کوم، خو په اوونۍ کې يو يا دوه ځلې کار وي.))

د هغه په وينا، کله کاريګر پر خپل وخت کار ته نه حاضرېږي، کله هم سمنټ او سيخ ګول خلاص وي.

دغه راز د همدې پروژې د ساختماني وسايلو يوه ساتونکي د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل چې د اړوندو مسوولينو د نه پاملرنې له امله د روغتون چارې ځنډېدلې دي.

دى هم وايي: ((په ټوله هفته کې يوه ورځ کار کوي، کاريګر هره ورځ راځي خو مسوولين ورته د کار کولو اجازه نه ورکوي.))

بلخوا د دې پروژې پلې کولو مسوولينو په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.

خو د بغلان والي احمد فرید بسیم وايي چې د روغتون د کار د اروزنې په موخه يې کمېټه جوړه کړې ده.

دى وايي: ((کارونه يې ډېر ټکني روان دي، پلاوى مې ورته ټاکلى دى، دا مشکل به حل شي.))

د يادونې ده، د ياد روغتون پر جوړولو د عامې روغتيا وزارت له لوري څلور سوه ميليونه افغانۍ لګول کېږي.

Related Article

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update