Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

سولې ته هلیه من ننګرهاري ځوانان د نظام پایښت غواړي

سولې ته هلیه من ننګرهاري ځوانان د نظام پایښت غواړي

By
On
Aug 17, 2019 - 16:48

جلال اباد (پژواک ۲۶ زمری ۹۸): د ننګرهار يو شمېر ځوانانو له طالبانو سره د سولې له روانو مذاکراتو ملاتړ څرګند کړی خو وايي چې د اوسني نظام د پايښت غوښتونکي دي.

بلخوا د ننګرهار والي وایي، د هېواد په روانو جګړو کې دواړو لورو ته ځوانان قرباني کېږي او زیاتوي چې بايد ځوانان سره همغږي شي او خپل هېواد له بدمرغیو وژغوري.

دوی دا څرګندونې د زمري په ۲۶مه په جلال اباد ښار کې د ځوانانو نړيوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې وکړې.

په دې غونډه کې د ننګرهار د ځينو ولسواليو ځوانانو، د ځوانانو ټولنو، د ننګرهار چارواکو او يو شمېر مدني فعالانو ګډون کړی و.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وویل، د هېواد په روانو جنګونو کې دواړو لورو ته ځوانان قرباني کېږي، بايد له دې بدبختیو د خلاصون په موخه ځوانان په خپلو کې سره همغږي شي، څو وطن مو له ناخوالو وژغورل شي.

هغه زیاته کړه، د هېواد اويا سلنه نفوس ځوانان تشکيلوي، نو اړينه ده چې ځوان قشر پر یو ټغر راټول او د خپل هېواد په اقتصادي پياوړتيا او جوړونه کې فعاله ونډه واخلي.

د نوموړي په وینا، ځينې کړۍ هڅه کوي چې د خپلو شخصي ګټو خونديتوب لپاره د ځوانانو له انرژۍ ګټه واخلي، نو ځوانان باید هېڅکله د پرديو د شومو دسيسو ښکار نه شي او هېوادنۍ ګټو ته ژمن و اوسي.

نوموړي ځوانانو ته لارښوونه وکړه چې په ټولنیزو رسنیو کې د ستونزو شریکولو تر څنګ د هېواد د سوکالۍ په موخه مثبتو کړنو ته هم انعکاس ورکړي .

د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رييس اورنګ صمیم وویل، ټاکل شوې وه چې د ځوانانو نړیواله ورځ پر ټاکلې ورځ نمانځل شوې وه، خو د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په مناسبت یې یاده ورځ نن ونمانځله .

هغه زیاته کړه، ځیني ځوانان د دې خاورې د ساتنې په موخه قرباني ورکوي، خو ځیني نور یې د تخریب او ورانۍ په موخه جګړه کوي چې د ځوانانو نړیوالې ورځې د نمانځنې یوه موخه د دوی ستونزې اورېدل او ورته د ابادۍ لاره په ګوته کول دي .

په یاده غونډه کې ګڼ شمېر ځوانانو د خبرو پر مهال د خپلو ستونزو شریکولو تر څنګ د نظام ملاتړ وکړ او ژمنې یې وکړې چې د نظام ساتنې د روحیې پیغام به د دغه ولایت نورو ځوانانو ته هم انتقال کړي.

دوی ويل، د سولې له روانو هڅو ملاتړ کوي خو په هېواد کې د شته نظام د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنې د سولې قرباني بايد نه شي.

د دوی له ډلې ځوان مدني فعال حيات الله حميدي وويل چې سوله د هر افغان هيله ده خو د نظام پايښت او د تېرو اتلسو کلونو د لاسته راوړنو او پرمختګونو له منځه تلل هم هېچا ته او په ځانګړي توګه ځوانانو ته د زغم وړ نه دي.

دغه راز د خان محمد عمرزي په نوم يو بل مدني فعال هم ورته څرګندونې وکړې او ټينګار يې وکړ چې طالبان بايد نور له جګړو لاس واخلي، بين الافغاني خبرو ته دې لار هواره کړي او سوله دې وکړي.

په قطر کې د افغان سولې په اړه د طالبان او امريکايي استازو د خبرو اترو اتم پړاو پای ته رسېدلی او اوس دواړه پلاوي له خپلو چارواکو سره پر مشورو بوخت دي.

د افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په تېر لوی اختر کې هيله څرګنده کړه چې دغه اختر به په افغانستان کې د جګړې وروستی اختر وي.

Related Article

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update