Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

د کابل د پروني برید ډېرى قربانيان په ډله ييز ډول خاورو ته وسپارل شول

د کابل د پروني برید ډېرى قربانيان په ډله ييز ډول خاورو ته وسپارل شول

By
On
Aug 18, 2019 - 16:15

کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۹۸): په کابل کې د واده پر مراسمو د تېرې شپې ځانمرګي بريد ډېرى قربانيان په ډله ييز ډول خاورو ته وسپارل شول.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي د زمري په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا لس بجې او ٤٠ دقيقې د شپږمې حوزې اړوند د چهاردهي په سيمه کې د شهر دوبۍ په نوم  يوه هوټل کې د واده پر مراسمو ځانمرګي بريد وشو چې په ترڅ کې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٦٣ کسان ووژل شول او ١٨٢ نور ټپيان شول.

طالبانو یاد بريد غندلى او په کې لاس لرل یې رد کړي، خو داعش ډلې بيا د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دی.

بلخوا ولسمشر ويلي چې طالبان د دغه برید په غندلو سره ځان ته برائت نه شي ورکولای؛ ځکه ترهګرو ته خپله دوی د دغسې کړنو زمینه برابره کړې ده.

د دغه واده يوه ګډونوال پژواک ته وويل چې د واده کورنۍ د کابل د چهاراسياب ولسوالۍ اړوند ده، خو اوس په کابل ښار کې اوسېږي.

د دې کورنۍ لس جنازې نن چهار اسیاب ته یووړل شوې.

یاده چاودنه د شهر دوبۍ د ودونو تالار د سټېج مخې ته د ډوډۍ خوړلو پر مهال شوې ده.

د واده ګډونوال وايي چې ناوې او زوم له دغه بريده روغ وتلي خو د کورنۍ نور غړي يې وژل شوي دي.

په ياده پېښه کې د څو کورنيو ګڼ شمېر غړي وژل شوي چې د کابل ښار د بېلابېلو سيمو په هديرو کې په ډله ييز او انفرادي ډول خاورو ته وسپارل شول.

د يادې پېښې يوې کورنۍ اووه وژل شوي غړي نن د کابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې اړوند د قلعه بختيار په سيمه کې يو ځای په يو ډله یيز قبر کې خاورو ته وسپارل شول.

په يادو اوو کسانو کې درې ماشومان او پاتې يې ځوانان وو.

دغه راز په دې پېښه کې د وژل شوو ۱۳ مړي د کابل ښار لوېديځ ته په دوغ اباد سیمې په هديره کې خاورو ته وسپارل شول.

په يادو ۱۳ کسانو کې دوه ماشومان چې عمرونه يې له لسو کلونو ټيټ وو، هم شامل وو او پاتې نور ځوانان وو.

د پژواک خبريال چې د بريد سيمې ته تللی و، وايي چې اوس هم د ودونو په یاد تالار کې د غوښو ټوټې پرتې وې چې يوه د کوچني ماشوم پښه هم په کې وه.

عبدالستار يو له هغو کسانو دی چې د دوو وروڼو په ګډون يې د کورنۍ اووه غړي (دوه وروڼه، يوه وراره، يو د ورور زوم، يو د تره زوی او دوه د ترور لمسيان) وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

عبدالستار د دغو اوو کسانو له خښولو وروسته چې په يو ډله یيز قبر کې خاورو ته وسپارل شول؛ پژواک ته ويل: "واده مو د ترور د لور و، زوی مې په غېږ کې و، ګرمي ډېره شوه غوښتل مې چې کور ته ولاړ شم، له هوټله راووتم، يو کس پر بايسکل راغی، بايسکل يې ودراوه او هوټل ته دننه شو، زه لا موټر ته نه وم پورته شوی چې يوه  خطرناکه چاودنه وشوه."

هغه زياتوي، مېرمن او ماشوم يې ژر کور ته ورسول او بېرته هوټل ته راغي، ګوري چې سلګونه کسان مړه او ټپيان پراته دي، هر څوک خپل مړي او ټپيان پورته کوي.

عبدالستار وايي: "د خپلو وروڼو او ورېرو په لټه کې شوم، ورورڼه مې پيدا نه کړل، يواځې يوه وراره مې، يو مو زوم او يو مې د عمه زوی پيدا کړل، خو دوه وروڼه مې پيدا نه کړل، ټوله شپه تېره شوه سهار مهال مو د يو ورور جسد په علي اباد او د دويم ورور جسد مې د استقلال په روغتون کې پيدا کړ."

د زوم اوښي محمد فهيم پژواک ته وويل، د نکاح له مراسمو وروسته د ډوډۍ پر خوړلو بوخت وو چې درنه چادونه وشوه، لومړی يې زوم او ناوې د واده له تالاره و ایستل او وروسته يې مړي او ټپيان راټول کړل.

هغه وايي: "خپل، خپلوان او ملګري مې ټول ووژل شول، نه پوهېږم د چا جنازې ته ورشم او له چا سره غمرازي وکړم. "

مېرويس چې د خياطۍ دوکان لري، هغه څوک دی چې تېره شپه يې د واده مراسم و.

هغه رسنیو ته وويل: "د نکريزو مراسم خلاص شول چې ناڅاپه چادونه وشوه، ډېر زيات خپل او خپلوان، دوستان او ملګري مې ووژل شول، د نورو واده خوشالي راولي خو زما واده بدبختي راوسته."

دی زياتوي، له ډېرو ستونزو وروسته يې د واده پيسې برابرې کړې څو خپل ژوند برابر کړي، خو هر څه برعکس شول.

ميرويس وايي: "زما ژوند هېڅ مفهوم نه لري، زما واده ته ټول زما په شان غريبکاران راغلي وو، که زما وجود ټوټه هم کړي او هرې کورنۍ ته يې ورکړي ور وبه نه رسېږي."

د يادونې ده، شاوخوا دوه اوونۍ مخکې هم په شپږمه حوزه کې د يوه موټربم په وسيله بريد وشو چې له امله يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د دغه بريد مسووليت وسله والو طالبانو منلی و.

Related Article

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update