Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

کاپیسا کې درېیو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

Security & Crime

ارشيف

کاپیسا کې درېیو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

By
On
Aug 20, 2019 - 16:33

 

محمودراقي (پژواک، ۲۹ زمری ۹۸): د کاپیسا د والي ویاند وایي چې په دغه ولایت کې په دوو جلا پېښو کې یو ماشوم وژل شوی او دوه نور کسان ټپیان شوي دي.

د والي ویاند قیس قادري ويلي چې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې د بریدونو په پایله کې چې د  نجراب ولسوالۍ په پچغان سیمه کې د طالبانو پر مرکزونو شوي، یو لس کلن ماشوم وژل شوی او یو ۴۸ کلن ملکي وګړی ټپي دی.

د هغه په خبره، د دغه ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا توغول شوی راکټ پر یوه کور لګېدلی چې له امله یې یوه ۱۸ کلنه نجلۍ ټپي شوې ده.

سرچینې زیاته کړې چې دا دواړه پېښې تېره شپه رامنځته شوې دي.

بهرنیو ځواکونو او طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د والي ویاند وویل چې د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ نښتې نږدې شل دقیقې دوام درلود خو وايي چې د طالبانو د تلفاتو په اړه معلومات نه لري.

تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

 

Related Article

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update