Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

د پکتيا ځينې ښځې: خپلو لاسي تولیداتو ته لا هم مناسب بازار او ځای نه لرو

د پکتيا ځينې ښځې: خپلو لاسي تولیداتو ته لا هم مناسب بازار او ځای نه لرو

By
On
Aug 21, 2019 - 16:49

ګردېز(پژواک، ٣٠ زمرى ٩٨): د پکتيا ولايت سوداګرې ښځې شکايت کوي چې لا هم په ګردېز کې خپلو لاسي صنايعو او نورو توليداتو د پلور لپاره سوداګريز ځای نه لري.

دوی دا خبرې د خپلو لاسي صنايعو او کورنيو کرنيزو توليداتو د يوه نندارتون په ترڅ کې له پژواک خبري اژانس سره وکړې.

د دوی له ډلې سهيلا وايي چې د بېلابېلو لاسي صنايعو ډېر دوديز او ملي ډولونه په کور کې جوړوي او له دې لارې د اولادونو نفقه پيدا کوي، خو په خبره يې د يادو توکو د پلور لپاره د مناسب ځای د نشتوالي له امله يې د کړي کار په بدل کې لازمه ګټه نه شي ترلاسه کولای.

نوموړې وویل: ((بېلابېل لاسي صنايع جوړوم، دسمال، يخن، چرمه کاري جامې، افغاني کالي، سرمه داني، قلم، د کور تزيني شيان او نور وسايل، خو د فروش لپاره یې ځای نه لرو.))

يوه بله مېرمن سعديه وايي چې په ګردېز کې د صنعت کارو مېرمنو ټولنه لري او د خلکو له خوا له ورکول کېدونکو فرمايشونو سره سم بېلابېل لاسي توکي جوړوي.

نوموړې پژواک ته وويل چې د اړوندو ادارو د نه پاملرنې له امله مېرمنې له ستونزو سره مخ دي او که اسانتياوې ورته برابرې شي، نه يوازې د بازار اړتياوې به پوره کړي، بلکې د لاسي صنايعو د بېلابېلو ډولونو جوړولو په برخه کې به نورې مېرمنې او نجونې هم وروزي.

دې زياته کړه: ((زموږ کار د فرمايش په حساب دی چې څوک فرمايش راکړي، هغه ورته جوړوو.))

د لاسي صنايعو د برخې بله فعاله پروانه پکتين وايي چې د يادو توکو له جوړولو او پلور د مېرمنو اساسي موخه د ژوند د لګښتونو او ورځنيو اړتياوو پوره کول دي، خو په خبره يې د ښځو لپاره د سوداګريز مارکېټ د نه فعالېدو له امله يې لا هم کاروبار ښه نه دی او له ناهیلۍ سره مخ دي.

پکتين وويل: ((خنډ دا دی چې ښځې خپل لاسي صنايع بازار ته نه شي وړاندې کولای، داسې مناسب ځای نشته لکه نن، زه اميدواره يم چې يو مناسب ځای جوړ شي.))

د بي بي په نوم يوه کونډه مېرمن وايي چې په کور کې سبزي کري او په بازار کې يې د پلور له لارې د خپلو اولادونو د ژوند اړتياوې پوره کوي.

نوموړې هم ښځو ته د اساسي توجه له نشتوالي شکايت کوي او وايي چې ښځو ته ډېری کېدونکي کارونه نمياشي او موقتي دي چې د هغو په ژوند کې يې مهم او لوی بدلون نه دی راوستی.

نوموړې پژواک ته وویل: ((کور کې په زنانه وو کار کوو، زه يم لوڼې او نګور مې ده، پردي دهقانان يو، سبزي کرو، خپله روزي پرې ګټو او خپل ماشومان پرې ساتو.))

بل لور ته د پکتيا د ښځو چارو رييسه نسرين اورياخېل ياده ستونزه مني او وايي چې ښځو ته د سوداګريز ځای نشتوالی يوه اساسي ستونزه ده.

اورياخېل زياته کړه چې په ګردېز ښار کې ورته د ولسمشر په حکم د پخواني عسکري کلوپ شاوخوا شپږ نيم جريبه ځمکه مېرمنو ته د سوداګريز مارکېټ جوړولو لپاره ورکړل شوې ده.

خو په خبره يې چې د ياد ځای د جوړولو او فعالولو لپاره د اړتياوو په اړه يې ډېر ځلې ولايتي او مرکزي ادارې ته وړانديزونه کړي، خو تر اوسه ورسره هېڅ همکاري نه ده شوې.

نوموړې وويل: ((باغ زنانه د خويندو لپاره يو بڼ دی، خو ترميم کاري او کار ته ضرورت لري، که هغه وشي نو انشاالله زموږ خويندې چې اوس لاسي صنايع او نور توکي توليدوي، هغه به هلته کېني او بازار ته به يې عرضه کوي، زه بيا هم غوښتنه کوم چې په دې برخه کې بايد جدي توجه وشي.))

په پکتيا کې سلګونه مېرمنې په لاسي صنايعو او  نورو بېلابېلو کرنيزو توليداتو بوختې دي، خو له بيا بيا غوښتنو سربېره يې هم په دې برخه کې لا اساسي ستونزې يې نه دي حل شوې.

Related Article

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update