Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ: د سولې په خبرو کې دې ځوانانو ګډون ته پام وشي

د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ: د سولې په خبرو کې دې ځوانانو ګډون ته پام وشي

By
On
Aug 22, 2019 - 20:41

کابل (پژواک ٣١ زمرى ٩٨): د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د دې ترڅنګ چې وايي د سولې په خبرو کې دې د ځوانانو استازو ته ګډون ورکړل شي، ټينګار کوي چې د سولې لپاره دې اوربند او د بين الافغاني خبرو بهر چټک او جدي شي.

له دې ګروپ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د جګړې پای او تلپاتې سولې او ټیکاو ته رسېدل د افغانستان د ټولو وګړو ګډ ارمان دی؛ ټول افغانان په ځانګړي توګه نوی او ځوان نسل د جګړې پایلې زغمي.

سرچينه زياتوي، دوى د افغانستان نوی او ځوان نسل له سراسري سولې، حتی که هغه د یو افغان د وینې د تویېدلو مخنیوی هم وکړي، ملاتړ کوي، خو د افغانستان نوی او ځوان نسل اندېښنه لري، چې د سولې بهیر د یوې نوې جګړې د پیلېدو لامل نه شي.

سرچينه کاږي، د افغانستان نوی او ځوان نسل همدارنګه د هغو شکمنو هڅو څخه چې پر بنسټ به یې د افغانستان اسلامي جمهوري نظام څنډې ته شي، اندېښنه لري. نوی او ځوان نسل د سولې په بهیر کې د نوي او ځوان نسل د اغېزناکه نه شتون په اړه هم جدي اندېښنه لري.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د سولې بهیر ملي، سیمه يیز او نړیوال اړخونه لري. له همدې امله د افغانستان نوی نسل او ځوانان له طالبانو سره د امریکا له خبرو او مذاکراتو ملاتړ کوي، خو دا خبرې هغه وخت اغېزناکه او د منلو وړ دي، چې د افغانستان دولت او نظام، چې د خلکو اصلي استازی دی؛ په دې بهیر کې په مخامخ ډول ګډون ولري.

د خبرپاڼې په حواله، له بلې خوا د سولې په خبرو کې حکومت، د طالبانو اسلامي تحریک، د سیمې او نړۍ هېوادونه په ځانګړې ډول د امریکا متحده ایالتونه او همدارنګه بېلابېلې کورنۍ خواوې ښکېلې شوي، خو د افغانستان نوی او ځوان نسل د سولې په بهیر کې د افغانستان جمهوري اسلامي نظام له څنډې کولو، د ځوانانو څنډې کولو، د افغانستان په سیاسي برخلیک ټاکلو کې د اوسني او راتلونکي اغېزناکه اړخ په توګه ځوانانو او نوي نسل ته نه پاملرنه او د سولې بهیر یو شمېر احتمالي منفي او خرابو پایلو په اړه اندېښمن دي.

دغه ګروپ وايي چې د دې اندېښنو د له منځه وړلو، د سولې په بهیر کې د فعاله ګډون او د سولې په بهیر کې د ښکېلو خواوو سره د خبرو او په دې بهیر کې د ځوانانو او نوي نسل د رول پیاوړتیا په موخه د نوي نسل د یو شمېر فعالانو او د ځوانانو د یو شمېر بنسټونو له خوا د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ رامنځته شوی، څو وکولای شي د یوه نوي ادرس په توګه د افغانستان د سولې او مذاکراتو په بهیر کې د ځوانانو او نوي نسل له حقونو څخه دفاع او رښتیني استازولي وکړي.

سرچينې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ اساسي موخه د افغانستان په اوسني او راتلونکو مهمو ملي پرېکړو، په ځانګړې توګه د سولې په بهیر کې د افغانستان د نوي نسل او ځوانانو (ښځینه او نارینه) د رول او ځای پیاوړتیا او په دې بهیر کې د هغوی د اغېزناکه ګډون او ښکېلتیا څخه د دفاع په موخه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د لوړپوړو چارواکو، د نړۍوالې ټولنې او د طالبانو د اسلامي تحریک د سیاسي دفتر سره خبرې او له سولې او د طالبانو له اسلامي تحریک سره د خبرو له ترسره کولو څخه ملاتړ او په افغانستان کې د تلپاتې ټیکاو او سراسري سولې د ټینګښت لپاره د نوي نسل د همغږۍ پیاوړتیا بللې ده.

د سولې په بهیر کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ غوښتي چې اوربند او د بین الافغاني خبرو بهیر دې چټک او جدي وګڼل شي، د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام دې وساتل شي، د اساسي قانون ملاتړ او په اساسي قانون کې له منل شوې لارې څخه د هغه تعدیل دې وشي، د اساسي قانون د دویم فصل مطابق د افغانستان د وګړو د اساسي حقونو او مسوولیتونو څخه دې ساتنه وشي.

دغه راز دغه ګروپ زياتوي چې د اغېزناکه لوري په توګه د سولې په خبرو کې د نوي نسل او ځوانانو د استازو اغېزمن ګډون او ټینګار کېږي، چې د سولې په بهیر کې جهادي تنظیمونه او د هغوی اړوند اشخاص، ازمویل شوي تکنوکراتان او طالبان زموږ استازي نه دي او له موږ څخه استازيتوب نه شي کولای؛  د سولې له بهیر څخه د فرصت غوښتونکو اشخاصو او د سولې د مخالفو کسانو د ناوړه ګټې اخیستنې مخنیوی غواړي؛ د ښځو د زده کړې، ښوونې، کار او په سیاسي، مدني، ټولنیزو، اقتصادي او نظامي برخو کې د ښځو د فعاله ګډون څخه ملاتړ کوي؛ د ولسواکۍ له بهیرونو او د قانون پر بنسټ د ټاکنو له لارې د سیاسي واک د تر لاسه کولو څخه ملاتړ کوي؛ له نوماندۍ، نوماند کېدل او د رایې ورکونې له حق څخه ملاتړ کوي؛ په سیاسي اقتدار کې ملي او هر اړخیز ګډون غواړي؛ د قانون په چوکاټ کې د وینا د خپلواکۍ، د مطبوعاتو، رسنیو او معلوماتو ته د لاسرسي ساتنه  او د ملي او ټولیزو ارزښتونو ساتنه غواړي.

دغه دوى وايي، د افغانستان د وسله وال ځواک (ملي اردو، ملي پولیس او ملي امنیت) ساتنه او ملاتړ او د یو ځانګړي میکانیزم پربنسټ د ملیشو، د نامسوولو وسله والو او د طالبانو ټولو ګروپونو څخه د وسلو راټولولو لپاره د زمینې برابرول غواړي؛ همداراز د سولې او مذاکراتو په بهیر کې د ښځو او د افغانستان د نوي او ځوان نسل د اغېزناکه ګډون په ملاتړ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د یو پرېکړه لیک صادرولو لپاره هڅې دې وشي؛ د دوه اړخیزو ملي ګټو پر بنسټ له نړیوالې ټولنې، اسلامي هېوادونو، نړیوالو بنسټونو، ګاونډیانو او د سیمې له هېوادونو سره د همکاریو او دوستانه او ستراتیژیکو اړیکو له دوام څخه ملاتړ غواړي.

د خبرپاڼې په حواله، ځوانان، یو شمېر مدني او سیاسي بنسټونه د افغانستان د نوي نسل په استازیتوب په رسمي ډول د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ اعلانوي او ټینګار کوي، چې زموږ له نظره د جګړې شدت او دوام په هېڅ صورت د حل لاره نه ده. دا لویه ستونزه باید د بین الافغاني خبرو او مذاکراتو له لارې چې د افغانستان اسلامي جمهوري نظام په کې څنډې ته نه شي، حل شي او د خبرو هيڅ لوری باید په دې اند و نه اوسي، چې یو لوری بل لوري ته تسلیم شي. زموږ له نظره د هر ډول تاوتریخوالي، وینې تویېدنې او د هېواد د بربادۍ زیاتوالی د منلو نه دی.

Tags: 

Related Article

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update