Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

د رییس ځاځي او وروڼو ترمنځ یې ۳۰ کلنه لانجه هواره شوه

د رییس ځاځي او وروڼو ترمنځ یې ۳۰ کلنه لانجه هواره شوه

By
On
Jan 16, 2020 - 15:44

ګردېز (پژواک، ۲۶ مرغومى ۹۸): د ولسمشر د ټاکل شوي پلاوي له خوا د رييس ځاځي او وروڼو ترمنځ يې ۳۰ کلنه لانجه حل شوه.

تېر کال د ولايتي شورا د غړي سردارخان ملنګ زوی مېرني ورور رييس ځاځي په هرات ولايت کې د يوې عمومي غونډې پر مهال ولسمشر محمد اشرف غني ته د ورسره شوي تېري او عدالت غوښتنې په اړه ناره پورته کړه.

نوموړي وويل، ميرنيو وروڼو يې چې په دولتي کچه مقام او اړيکې لري، د دوی ځمکه يې غصب کړې او دوی يې وهلي او له پکتيا څخه يې شړلي دي.

ولسمشر غني د يادې مسئلې د حل لپاره يو پلاوی وټاکه چې د کورنيو مسئلو او د ځمکې د جنجال له څېړنې وروسته يې بالاخره د ميرنيو وروڼو او کاکاګانو ترمنځ ۳۰ کلنه لانجه حل کړه.

د پکتيا والي شميم خان کټوازی وايي، دواړو خواوو شوې پرېکړه منلې، که هر چا له پرېکړې سرغړونه يا تېری وکړ، د قانون او قومي جرګې پر اساس به يې پر وړاندې چلند وشي.

کټوازي زياته کړه: ((په دې جنجال کې طرفينو دواړو خواوو پر يو بل ادعاګانې لرلې چې په دې کې خپله ملنګ وژل شوی او د څو کسانو د زخمي کېدو ادعا ده او نورې مختلفې ادعاګانې دي چې په يوه کلېپ کې نه شي ويل کېدلی، خو دا ځمکه د دوی ترمنځ ووېشل شوه او دا مسئله دايمي حل شوه.))

ریيس ځاځی وايي، په ګردېز کې دويمې امنيتي حوزې ته څېرمه درې جريبه ځمکه ده چې د پلاوي د پرېکړې پر اساس يې د خپلو او ميرنيو وروڼو او کاکاګانو ترمنځ په مساوي ډول ووېشل شوه.

ځاځي پژواک ته وويل: ((رييس صېب جمهور زما اوښکې پاکې کړې، ما ته خپل حق ورسېد، دا ځمکه تقريباً درې جريبه ده او هر يوه ته ۲۱۹۳ متر مربع ورسېده، يو حصه هغه چا ته چې غصب کړې يې وه، بله حصه موږ وروڼو ته او درېيمه حصه مو ترونو ته تقسيم شوه.))

د پکتيا د ولايتي شورا غړی سردارخان ملنګ زوی هم په شوې پرېکړه راضي دی او وايي هڅه به وکړي چې تر دې وروسته يې تر منځ کومه ستونزه رامنځته نشي.

ملنګ زوی وايي: ((ښه ده چې خبره په خبره حل شي، له جنګونو او جنجالونو حل نه شي راوتلی، موږ په دې پرېکړه راضي يو، له ريیس صېب جمهور او ټولو مشرانو ملګرو مننه کوم.))

د ریيس ځاځي بل ورور حکمت د خپل حق په ورکول کېدو خوښ دی او وايي، له هغه راهيسې چې د خپلې سيمې پرېښودو ته اړ شو، خورا زياتې ستونزې يې وګاللې.

نوموړي وويل: ((موږ له ولسمشره ډېره زياته مننه کوو، د هغه له ټاکلي هيئت او والي صېب څخه هم مننه کوو چې موږ یې پر خپل حق ورسولو، خدای دې وکړي چې په تمام افغانستان کې خلک همداسې په خپل حق ورسوي.))

پکتيا د جرګو او مرکو کور بلل کېږي او ډېرې لويې ستونزې، لانجې او شخړې د قومي مرکو له لارې په کې حل کېږي.

Related Article

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update