Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

خوست ښار کې د مهربانۍ ديوال جوړ شو

خوست ښار کې د مهربانۍ ديوال جوړ شو

By
On
Jan 17, 2020 - 13:07

خوست ښار (پژواک، ۲۷ مرغومی ۹۸): په خوست ښار کې له بېوزلو او غريبو خلکو سره د مرستې په موخه د مهربانۍ په نوم ديوال جوړ شو.

د مهربانۍ په نوم ياد شوی ديوال په خوست کې د فکري سمون ټولنيز بنسټ په نوم د يوې مدني ټولنې له لوري د ښار د جرګو تالار ترڅنګ د يوې ورځې لپاره جوړ شوی دى.

د ياد بنسټ مشر سليمان بشرمل د مرغومي په ٢٧مه پژواک اژانس ته وويل، چې په دې سره به له يو شمېر بېوزله خلکو سره د مرستې زمينې برابرولو ترڅنګ له اړمنو خلکو سره د همکارۍ کلتور هم پياوړی شي.

نوموړي له بډايه خلکو وغوښتل، چې له خپلې اړتياو زياتې جامې، لوښي او نور وسايل چې په خپلو کورونو کې يې لري، د مهربانۍ د ديوال له لارې پر بېوزلو او اړمنو خلکو ووېشي.

هغه زياته کړه: ((زموږ د بنسټ غړو خپله برخه په کې واخيسته او ښاري کمپاين مو پيل کړ او دوکاندارانو او سوداګرو موږ سره مرسته وکړه او نن د جمعې په ورځ مو غريبو کورنیو ته تسليم کړل.))

نوموړي زياته کړه چې د دغه پروګرام په ترڅ کې يې نن ورځ له سلګونو بېوزلو خلکو سره د جامو او د کور د ځينو وسايلو ترڅنګ د نقدي مرستو زمينه هم برابره کړه.

د ياد ديوال يو بل تنظيمونکي نسيم جان ملګري وويل، چې د دا ډول پروګرامونو د جوړيدو په مرسته کولای شي، په دې برخه کې د بډايه خلکو او خيريه بنسټونو پاملرنه را جلب کړي.

نوموړي له دولت څخه هم غوښتنه وکړه، چې د بېوزلۍ د له منځه وړلو پروړاندې د خيريه ټولنو او بډايه خلکو په همکاري دا ډول پروګرامونو ترسره کړي.

هغه وويل: ((د دا ډول ديوالونو جوړول په ټولنه کې مثبت پيغام لري، د بېوزلۍ د کچې د کابو کولو لپاره اړين دي او د دې ترڅنګ شتمن خلک دې ته هڅوي، چې له بېوزلو سره مرسته وکړي.))

مدني فعال عبدالله وايي، که دا ډول پروګرامونه نور هم زيات شي، نو له بې وسه کورنيو سره د اقتصادي ستونزو په هواري کې ډېره مرسته کوي.

هغه زياته کړه: ((دا د مهربانۍ ديوال يې داسې جوړ کړی و چې که څه اضافه لری راوړئ او که څه ته اړتيا لري واخلئ. نو له نورو خلکو مو دا غوښتنه ده چې داسې بنسټونو سره مرسته وکړي ترڅو هغه اړمن خلک چې موږ يې کليو او بانډو کې لرو، هغه د دې نه مستفيد شي.))

د يادونې ده، چې له دې وړاندې د مرکز په ګډون د هېواد په نورو ولايتونو کې هم له غريبو او بېوزله خلکو سره د مرستې په خاطر د مهربانۍ ديوالونه جوړ شوي، چې تر ډېره اغېزناک ثابت شوي دي.

Related Article

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update