Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Audio Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

د بغلان ګڼ شمېر ځوانانو د ګاونډیو هېوادونو د لاسوهنو غبرګون کې لاریون وکړ

د بغلان ګڼ شمېر ځوانانو د ګاونډیو هېوادونو د لاسوهنو غبرګون کې لاریون وکړ

By
On
Feb 17, 2020 - 17:24

پلخمري-پل علم (پژواک، ۲۸ سلواغه٩٨): د بغلان ولايت ګڼ شمېر ځوانانو په  هېواد کې د ګاونډیو هېوادونو د سیاسي لاسوهنو د دوام په غبرګون کې لاریون وکړ او د لوګر  ولايت اوسېدونکو د سولې د راتګ په موخه غونډه وکړه.

د بغلان ولايت ګڼ شمېر ځوانان او مدني فعالانو نن د دغه ولايت په مرکز پلخمري ښار کې تر لاريون وروسته په مرکزي چوک کې سره را ټول شول.

د دوى له ډلې مدني فعال ذبيح الله زاهد وويل چې په تېرو څو کلونو کې ګاونډي او نور هېوادونه په پټ او ښکاره ډول د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي.

هغه زياته کړه: ((دغه هېوادونه په ځانګړي ډول ايران او پاکستان کوښښ کوي چې د افغانستان د سولې راونې خبرې هم د ځان په ګټه څرخوي.))

دغه راز بل مدني فعال عبدالحنان ايفاق وويل، په هر ډول چې وي بايد په افغانستان کې د ايران او پاکستان د لاسوهنو مخه ونيول شي.

ده وويل: (( دغه هېوادونه کوښښ کوي چې په افغانستان کې سوله ونه شي او افغانستان د تل لپاره دوى ته اړ هېواد وي.))

يو شمېر نورو لاريون کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومت نه يې غوښتنه وکړه چې په هېواد کې د بهرنيو هېوادونو د لاسوهنې مخه ونيسي.

دغه راز د يو  بل خبر له مخې، په لوګر د سولې د راتګ په موخه غونډه ترسره شوه.

په دغه غونډه کې د ځوانانو پارلمان غړي لطف الله وويل چې ټول هېوادوال په يوه غږ اوربند او سوله غواړي.

همدرانګه د غونډې يوې ګډونوالې عادلې وويل چې حکومت او طالبان بايد د جګړې پرځاى د سولې خبرو ته چټکتيا ورکړي.

هغې وويل: ((د روانو جګړو له امله ډېرې ميندې بورې شوې دي او که دغه حالت دوام وکړي ډېرې نورې مېندې به هم بورې شي، نو په کار ده چې جګړه ودرول شي.))

د يادې غونډې يو شمېر نورو ګډونوالو هم ورته څرګندونې وکړې او له نړيوالۍ ټولنې يې غوښتنه وکړه چې له افغانستانه په مسوولانه ډول ووځي او له ټولو اړخونو کلک ضمانت واخلي.

د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم په ډېرو ولايتونو کې ورته غونډې ترسره شوې دي.

Related Article

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan

Twitter Update