Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

موټرچلوونکي: پولیسو ته د پیسو د نه ورکولو له امله مو موټر له لسو ورځو راهیسې ولاړ دي

موټرچلوونکي: پولیسو ته د پیسو د نه ورکولو له امله مو موټر له لسو ورځو راهیسې ولاړ دي

By
On
Feb 26, 2020 - 19:50

هرات ښار (پژواک، ۷ کب ۹۸): د هرات د اسلام قلعه بندر په ګمرک کې د ترانزیټ موټر چلوونکو د یوه موټر چلوونکي د وژل کېدو له امله قهرجن لاریونونه پیل کړي دي.

د دغه اعتراض انځورونه چې خبریالانو موندلي دي، ښیي چې قهرجنو معترضینو د ګمرک پر ودانۍ بريد کړى او د پنجرو ښيښې، مېزونه او چوکۍ یې ماتې کړې دي.

معترض موټر چلوونکي ادعا کوي چې د پولیسو مامورینو ته د پیسو نه ورکولو له امله یې موټر له لسو ورځو راهیسې ولاړ دي.

د هغوی په وینا، تېره شپه د ترانزیټ یوه موټر چلوونکي چې د پولیسو مامورینو ته د پیسو نه ورکولو له امله یې موټر د پولیسو له خوا په ګمرک د ننه ولاړ و، خپل ژوند له لاسه ورکړ.

یوشمېر موټر چلوونکي ادعا کوي چې دغه موټر چلوونکی د پیسو نه ورکولو له امله د اسلام قلعه د ګمرک له یوه سرتېري سره له فزیکي شخړې وروسته مړ شوی دی.

د ترانزیټ موټر چلوونکي ادعا کوي چې لس ورځې کېږې موټر یې د ایران له پلوې څخه د اسلام قلعه ګمرک ته دننه شوي دی؛ که څه هم چې ټول ګمرکي مراحل یې ترسره کړي؛ خو د ګمرکونو پولیسو ته د درې زره افغانیو د نه ورکولو له امله یې موټر له بار سره په ګمرک کې دننه درول شوي او له ګمرک څخه د وتلو اجازه نه لري.

یوه معترض وکیل احمد پژواک ته وویل: «په ګمرک کې ټول مامورین او پولیس په زور پیسې غواړي، لس ورځې کېږي چې زموږ موټر ولاړ دي؛ خو له دې امله چې رشوت نه ورکوو، د وتلو اجازه نه راکوي.»

د ترازیټ یوه بل موټر چلوونکي غلام سرور پژواک ته وویل: «پولیسو یو موټر چلوونکی چې دوی ته یې پیسې نه وې ورکړې، په خېټه کې په لرګي وهلی و او تېره شپه ومړ.»

په همدې حال کې د والي ویاند جیلاني فرهاد لاریونونه د خلکو حق بولي؛ خو وایي چې یوشمېر کسان د اسلام قلعه ګمرک دولتي ادارو ته دننه شوي او د دولتي ادارو ټولې دروازې او پنجرې یې ماتې کړې دي.

فرهاد د یوشمېر معترضینو دغه اقدام د قانون خلاف بولي او وایي، د امنیې قوماندانۍ د امر په مشرۍ پلاوی ټاکل شوی څو د اسلام قلعه ښارګوټي ته لاړ شي او د معترضینو ټولې غوښتنې له نږدې وڅېړي.

بلخوا د هرات له اسلام قلعه څخه مهرالله بلوچ کمیسار پژواک ته وویل چې اوس مهال د اسلام قلعه د ګمرک دروازې د تګ او راتګ پر مخ تړلې دي.

هغه د پولیسو له خوا د ترانزیټ د یوه موټر چلوونکي مړینه رد کړه او زیاته یې کړه چې دغه موټر چلوونکی د زړه د سکتې له امله مړ شوی دی.

ده زياته کړه، د بار وړونکو موټر د موټروانانو او ګمرک د ساتونکو ترمنځ د جنجالو د حل لپاره هڅې پیل شوې دي.

Related Article

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan
Maiwand Bank - Just Banking

Twitter Update