Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Audio Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

کاناډا او اسټرالیا د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي زیاتول وغندل

کاناډا او اسټرالیا د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي زیاتول وغندل

By
On
Jul 09, 2020 - 11:36

کابل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۹۹) : په کابل کې د کاناډا او اسټرالیا سفارتونو په یوه ګډه خبرپاڼه کې د نړیوالی ټولنی له نورو غړو سره یو ځای په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې او    غندلی یې دی.

په دغې ګډه خبرباڼه کې چې د چنګاښ په ۱۹مه، خپره شوې راغلي : (( موږ د سولې پر فعالینو او پرافغان امنیتي ځواکونو چې د خلکو د خوندیتوب په هڅه کې دي، قصدي او ناوړه بریدونه په کلکه غندو.))

یادو سفارتونو د وسله والو طالبانو له خوا پر افغان امنیتي خواکونو د بریدونو پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دا ډول کړنې د سولې هیلې ګواښي.

په خبرپاڼه کې راغلي، پر دینی عالمانو، روغتیایی کارکوونکو، د بشري حقونو پر مدافعینو او قضایي کارمندانو وروستي بریدونه د کرکې وړ دي.

سرچینې ویلي، د دا ډول جنایتونو ترسره کوونکي په ښکاره ډول هڅه کوي تر څو د آزادو بحثونو مخه ونیسي، خو د تاوتریخوالي د پای ته رسېدلو او دافغانستان لپاره د یوه روښانه او ټول شموله راتلونکي په هکله د مدنی ټولنې غږ څوک نه شي بندولی.

دغو سفارتونو زیاته کړې : (( موږ ډاډه یو چی افغانان به خپلې ګډې موخې ته چې هغه د یوسوله ییز افغانستان په کوم کې چې د خلکو هوساینه او هراړخیزه ګډون مطرح وي، د خپل غږ له پورته کولو څخه لاس پرسر نه شي. موږ ددې جنایتونو بشپړه څېړنه غواړو تر څو مسوولین یې د محاکمې میزته راکش کړای شي.  ))

په خبرپاڼه کې راغلي، یوې ټول شموله سولې ته د رسېدو د یواځینۍ لارې په توګه دوی د افغانانو په مشرۍ او مالکیت له  خبرو اترو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

دوی په ګډه، د جګړط پر ټولو اړخونو غږ کړي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۵۳۲ ګڼې پرېکړه سمدستي رعایت کړي. همدا اوس بیړني بشردوستانه اوربند ته اړتیا ده ترڅو زیان منونکو او اړو ټولنو ته د لاس رسي زمینه مساعده شي، ځکه چی افغانستان د کرونا ویروس له سختو اغېزو سره مخامخ ده.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، د تاوتریخوالي سملاسي راکمول او د بشردوستانه اوربند را منځته کول به د باور جوړونی او په بین الافغاني مذاکراتو کې د پرمختګ لامل شي.

طالبان باید افغانانو او نورې نړۍ ته وښيي، چی دوی په ښه نیت او د افغانستان د سوله ییزې راتلونکې لپاره د خبرواترو او مذاکراتو هوډ لري.

Related Article

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan

Twitter Update