Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Audio Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

ولايتي شورا: د ننګرهار پر محبس د بريد مخنيوي برخه کې امنيتي مسولينو ناغيړي کړې

ولايتي شورا: د ننګرهار پر محبس د بريد مخنيوي برخه کې امنيتي مسولينو ناغيړي کړې

By
On
Aug 03, 2020 - 20:11

جلال اباد (پژواک ۱۳ زمری ۹۹):  د ننګرهار د ولايتي شورا يو شمېر غړي وايي، د دغه ولايت په مرکزي محبس باندې د وسله والو د ډله ييز بريد مخنيوي کې امنيتي مسولينو ناغېړي کړېده.

دوی وايي، ولايتي امنیتي مسولين باندې په دې اړه ولس ته وضاحت ورکړي چې وسله وال څنګه توانيدلي د ښار دغې مهمې برخې ته په دومره لوی شمېر او له درنو وسلو سره ورسېږي او بيا يې څنګه د محبس داخل ته ځان رسولی دی.

د وسله والو په دغه ډله ييز بريد کې چې جګړې له شلو ساعتونو زيات دوام درلود د ۲۱ امنيتي سرتېرو په ګډون په کې ۷۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ملکي وګړي او بنديان هم په کې شامل دي.

ځينو سرچينو د يو شمېر زندانيانو د تېښتې راپورونه هم ورکړي خو چاراکي وايي ډير زندانيان بېرته نيول شويدي.

د ننګرهار د ولايتي شورا يو شمېرغړو د شورا په انګړ کې د زمري په ۱۳مه يو رسنيز کنفرانس کې وويل چې د دغه بريد په مخنيوي کې امنيتي ادارې پاتې راغلې دي.

د شورا غړي ناصر کاموال وويل، ننګرهار محبس کې ۲۲سوه بنديان موجود و چې يو شمېر يې د کرونا په خاطر د ولسمشر د فرمان او ځينې يې د طالب بنديانو سره په تبادله کې ازاد شوي و چې اوسمهال نږدې ۱۸۰۰بنديان په کې ساتل کېدل.

دی وايي، معلومات يې تر لاسه کړي چې د بنديانو له ډلې شاوخوا ۶سوه کسان چې سياسي بنديان وو تښتېدل يدي.

د شورا رييس احمد علي حضرت وويل، امنيتي مسولین د دغه بريد په مخنيوي کې پاتې راغلي او دا چې وسله وال څنګه دغې سيمې ته رسېدلي او څنګه محبس ته ننوتي بايد ولس ته ځواب ورکړي.

نوموړی وايي، دا بريد د پاکستان استخباراتي شبکې ISIinfo-icon په همکارۍ د داعش وسله والې ډلې له لورې د جيش محمد په نوم د پاکستاني وسله والو يوې ډلې او القاعدې سره په ګده پلان کړی دی.

هغه دا هم وويل، چې د پاکستان استخباراتي شبکه په دې هڅه کې ده چې له افغان حکومت سره د طالبانو له سولې وروسته جيش محمد او داعش د طالبانو ځای ناستي کړي او افغانستان کې جګړې ته دوام ورکړي.

خو د ننګرهار ولايتي اداره وايي، د بنديانو له ډلې يې ۱۰۲۵ تنه د تېښتې پرمهال نيولي او ۴۳۰ تنه يې په محبس کې بند پاتې و چې ژوندي ژغورل شوي دي.

د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک ته وويل، يو شمېر بنديان مړه او ټپيان شوي هم دي او دغه راز ځينې يې نادرکه دي چې د بېرته پيدا کولو هڅې يې روانې دي.

د يادولو وړ ده چې د دې بريد مسوليت داعش وسله والو په غاړه اخېستی دی.

Tags: 

Related Article

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan

Twitter Update