Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Audio Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

په تېرو پنځو میاشتو کې په هېواد کې د کنګو تبې ۸۵ پېښې ثبت شوې دي

په تېرو پنځو میاشتو کې په هېواد کې د کنګو تبې ۸۵ پېښې ثبت شوې دي

By
On
Aug 15, 2020 - 15:08

کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۹۹): د کنګو تبې د شلو پېښو په ثبتېدو سره په روان کال کې په افغانستان کې د دې ناروغۍ د مثبتو پېښو شمېر په داسې حال کې ۸۵ ته رسېږي چې په تېر ټول کال کې ۳۱۵ دغه ډول پېښې ثبت شوې وې.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیالې معصومې جعفري پژواک خبري اژانس ته وویل چې هر کال د لوی اختر په ورځو کې د دې ناروغۍ پېښې ډېرېږي؛ ځکه خلک قربانۍ کوي او له دې لارې د دې ناروغۍ انتقال ته ډېره زمینه برابریږي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، سږ کال د لوی اختر له لومړۍ ورځې راهیسې تر اوسه د دې ناروغۍ ۲۵ مثبتې پېښې په یاد وزارت کې ثبت شوې دي چې په روان کال کې د دغو پېښو له ثبت سره د کنګو ناروغۍ د مثبتو پېښو شمېر ۸۵ ته رسېدلی دی.

هغې د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې ډېری دغه پېښې په کابل او هرات کې ثبت شوې دي.

سرچینې وویل چې له ټولو ۸۵ کسانو چې سږ کال پر دې ناروغۍ اخته شوي، پنځه مړه شوي، په داسې حال کې چې تېر کال پر یادې ناروغۍ له ۳۱۵ اخته کسانو ۴۲ یې مړه شوي وو.

د یادونې ده، د افغانستان یوه سندرغاړی فهیم رحیمي هم د لوی اختر په ورځو کې د کنګو پر ناروغۍ د اخته کېدو له امله تېره اوونۍ د کابل ښار په یوه روغتون کې ومړ.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د دې ناروغۍ لومړنۍ پېښه په ۱۳۹۲ کال کې ثبت شوې ده.

پژواک ونه توانېد چې په ۱۳۹۴ کال کې د دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر پیدا کړي خو د راپورونو له مخې، په ۱۳۹۲ کال کې د دې ناروغۍ ۱۸ مثبتې پېښې، په ۱۳۹۳ کې شپږ پېښې، په ۱۳۹۵ کې ۱۱۶ پېښې، په ۱۳۹۶ کې ۲۴۴، په ۱۳۹۷ کې ۳۰۰ پېښې او په ۱۳۹۸ کال کې ۳۱۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

کنګو څه ډول تبه ده؟

د کنګو تبه «د کریمه کنګو خون ریزي ورکوونکې تبه» ویروسي ناروغۍ ده چې د کنو په وسیله له حیواناتو انسانانو ته انتقالېږي.

د روغتیا برخې متخصصین وایي چې سر دردي، ډېره تبه، د ملا، مفصلونو او عضلو درد، د نس درد، نس ناستی، قی، د سترګو سوروالی، خونریزي (د بېلګې په ډول پر ځان باندې کوچني خالون لکه د ستنې سر، یا پراخه خونریزي یا له پزې وینه تلل) د دې ناروغۍ له نښو دي.

روغتیایي متخصصین له خلکو غواړي چې که کله د دې ناروغۍ علایم په ځان کې ویني، ډاکتر ته دې مراجعه کوي؛ ځکه په لومړنیو مرحلو کې درملنه د ژغورنې سبب کېږي.

وقایه څه ډول وشي؟

د عامې روغتیا وزارت وایي چې د حیوان حلالولو او غوښې پخولو پر مهال دې له دستکشونو استفاده وشي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیالې معصومې جعفري وویل، د دې ترڅنګ چې غوښه ښه پخه شي، له پخولو ۲۴ ساعته مخکې که په یخجال کې کېښودل شي، هم مکروبونه یې له منځه ځي.

ډاکتران وایي، مالداران باید پر خپل سر د څارویو له وجوده کنې پاکې نه کړي، په داسې صورت کې باید د کرنې ریاست ته ورشي څو د کنو پاکولو لپاره یې اقدام وشي. هغه کسان چې حیوانات پېري، هم باید د کنو له پاکولو ډډه وکړي.

Related Article

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan

Twitter Update