د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

اروزګان کې د هاوان مرمۍ لګېدو له امله د یوه کور څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

Oct 18, 2020 - 11:39
ترينکوټ (پژواک، ٢٧ تله ٩٩): ځايي چارواکي وايي چې د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې چې له امله یې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پاتې برخه

سرچينه: اروزګان کې د طالبانو خپلمنځي جګړه شوې

Oct 04, 2020 - 12:51
ترينکوټ ( پژواک، ۱۳ تله ۹۹): د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې د طالبانو د دوو ځايي قوماندانانو ترمنځ له تېرو دوه ورځو راهیسې نښتې روانې دي چې له امله يې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
پاتې برخه

په ولسي جرګه کې د اروزګان وکيل کابل کې له يوه بريده روغ ووت

Sep 20, 2020 - 15:30
کابل (پژواک، ٣٠ وږى ٩٩) : په ولسي جرګه کې د اروزګان وکيل بسم الله جان محمد په کابل ښار کې له يوه وسله وال بريده روغ وتلى دى.
پاتې برخه

اروزګان کې د طالبانو بريد پر مهال شپږ کسان وژل شوي

Sep 17, 2020 - 15:01
ترينکوټ (پژواک، ٢٧ وږى ٩٩) : ځايي چاروکي وايي چې د اروزګان ولايت په ګيزاب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په بريدونو کې د يوې ښځې په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.
پاتې برخه

ديني عالمان: د لويو لارو بندول هېڅ شرعي او قانوني جواز نه لري

Sep 16, 2020 - 16:14
ترينکوټ (پژواک، ۲۶ وږی ۹۹): د اروزګان يو شمېر ديني عالمانو نن د يوې پراخې غونډې پر مهال پر طالبانو غږ وکړ چي د ولسونو پر مخ دې تړلې لارې پرانيزي او له کلابندۍ څخه دي وژغوري.
پاتې برخه

د اروزګان خلک: طالبانو چنارتو ولسوالۍ ته د توکو پر لېږد بندیز لګولی

Aug 19, 2020 - 14:01
ترینکوټ ( پژواک، ۲۹ زمرى ۹۹): د اروزګان ولایت د چنارتو ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، وسله والو طالبانو له تېرو دوو میاشتو راهیسې پر یادې ولسوالۍ هر ډول خوراکي او غیر خوارکي توکي بند کړي چې له امله یې انساني ناورین رامنځته کېدونکى دى.
پاتې برخه

بغلان او اروزګان کې نهه امنيتي سرتېري وژل شوي

Aug 15, 2020 - 15:19
پلخمري، ترينکوټ (پژواک، ٢٥ زمرى ٩٩) : د بغلان او اروزګان ولايتونو په دوو بېلا بېلو امنيتي پېښو کې نهه تنه سرتېري وژل شوي دي.
پاتې برخه

اروزګان کې اتو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې او نور څلور نادرکه شوي

Aug 13, 2020 - 10:26
ترینکوټ (پژواک، ٢٣ زمرى ٩٩) : د اروزګان ولایت مرکز ترينکوټ کې د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې څلور پوليس وژل شوي او څلور نور نادرکه دي.
پاتې برخه

داروزګان د زندان مالي مسوول و وژل شو

Aug 04, 2020 - 20:57
ترینکوټ ( پژواک ۲۴ زمری ۹۹) : د اروزګان مرکزي زندان مالي مسوول په یوه غلچکي برید کې ووژل شو. غلچکې بریدګرو د یوې باوري سرچینې د زمري په ۱۴ مه پژواک ته وویل، محمد نسیم چې زندان کې یې مالي مسوولیت درلود، بریدګرو په بې غږه تمانچې ویشتی او له سیمې تللي...
پاتې برخه

د اروزګان په ترینکوت کې د چاودنې له امله څلور پولیس وژل شوي

Jul 29, 2020 - 12:56
ترینکوټ: (پژواک، ۸ زمری ۹۹) : د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوت ښار کې د چاودنې له امله څلور پولیس وژل شوي دي.
پاتې برخه

د امېد خپلواک کورنۍ: دولت دې د خپلواک په نوم یو عام المنفه ځای ونوموي

Jul 27, 2020 - 15:49
ترینکوټ (پژواک، ۶ زمری ۹۹): د احمد امېد خپلواک کورنۍ او د اروزګان ولایت ځایی خبریالان له مرکزي حکومت غوښتنه کوي چې د هغه په نوم دې کوم عام المنفعه ځای ونوموي، څو یاد یې تل پاتی وي.
پاتې برخه

اروزګان کې یو نفوذي پاڅونوال خپل څلور ملګري وژلي

Jul 26, 2020 - 10:11
ترینکوټ (پژواک، ۵ زمری ۹۹): د اروزګان د مرکز ترینکوټ اړوند په چنارک سیمه کې تېره شپه یوه نفوذي کس خپل څلور پاڅونوال ملګري وژلي او خپله له سیمې تښتېدلی دی.
پاتې برخه

په اروزګان کې د چاودنې له امله د امنیتي ځواکونو درې قوماندانان ووژل

Jul 22, 2020 - 15:57
ترینکوټ (پژواک، ۱ زمری ۹۹) : په اروزګان ولایت کې د یوې چاودنې له امله د یوې ولسوالۍ امنیه قوماندان، د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان او د ملي اردو د ټولي قوماندان وژل شوي دي.
پاتې برخه

اروزګان کې د پولیسو یو افسر وژل شوی او یوولس تنه نور ټپیان دي

Jun 28, 2020 - 10:30
ترینکوټ ( پژواک، ۸ چنګاښ ۹۹): د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې تېره شپه د جګړې پرمهال د پولیسو یو افسر وژل شوی او یوولس تنه نور ټپیان شوي.
پاتې برخه

ولایتي شورا: اروزګان کې د ډوډۍ وېش د فساد او ناسم مدیریت له امله نیمګړی ترسره شو

May 28, 2020 - 16:50
ترینکوټ ( پژواک ۸ غبرګولی ۹۹): د اروزګان ولایتي شورا او مدني فعالان وایي، دغه ولایت کې د شته فساد او کمزوري مدیريت له امله زرګونه کورنۍ تر ټاکلې مودې پنځه ورځې مخکې د پخې ډوډۍ له وېش څخه بې برخې شول.
پاتې برخه

د اروزګان چارواکي : طالبانو د اوړو هغه موټر درولي چې بې وزلو ته ترې ډوډۍ وېشل کیږي

May 23, 2020 - 16:40
ترینکوټ ( پژواک,۳ غبرګولی ۹۹): د اروزګان ولایتي مسوولین وایي، وسله والو طالبانو تېره ورځ ددغه ولایت او کندهار ترمنځ پر لویه لاره هغه موټر درولي، چې ترینکوټ ته یې پر بې وزلو خلکو د پخې ډوډۍ د وېش لپاره اوړه راوړل.
پاتې برخه

"په اروزګان کې ٢٩ بنديان د ناسم پوهاوي له امله خوشې او د بېرته نيولو هڅه يې پيل شوې"

Mar 23, 2020 - 20:06
ترینکوټ (پژواک ۴ ورى ۹۹): د اروزګان له زندان څخه هغه ۲۹ بندیان چې نن د کرونا وایروس د مخنيوي لپاره خوشې شوي، د ناسم پوهاوي له امله ازاد شوي او د بېرته نيولو هڅه يې پيل شوې ده.
پاتې برخه

په اروزګان کې له ځينو تاریخي سیمو د جګړې مورچې جوړې شوې دي

Mar 10, 2020 - 16:22
ترینکوټ (پژواک، ۲۰ کب ۹۸): د اروزګان د اطلاعات او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کې له یو شمېر تاریخي سیمو د جګړې د مورچو په توګه کار اخیستل کېږي او نظامي پوستې په کې جوړې شوې دي.
پاتې برخه

اروزګان کې لس سرتېري د طالبانو له زندانه تښتېدلي

Mar 09, 2020 - 18:46
ترينکوټ (پژواک، ١٩ کب ٩٨): د اروزګان مسوولين وايي، په ګيزاب ولسوالۍ کې د طالبانو له زندان څخه لس امنيتي سرتېري تښتېدلي دي.
پاتې برخه

اروزګان: امنیتې ځواکونو ۹۳ مېله وال د طالبانو له منکولو وژغورل

Mar 06, 2020 - 20:37
ترینکوټ (پژواک، ۱۶ کب ۹۸) : د اروزګان ځایې مسوولین وایې، امنیتې ځواکونو ۹۳ تنه مېله وال د طالبان له منګولو خلاص کړل، کوم چې نن سهار له مېله ځایه برمته کړي وو. د اروزګان د والي ویاند زړګي عبادي د کب په ۱۶مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، طالبانو دغه کسان...
پاتې برخه

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan