​کندوز کې اته امنيتي سرتېري وژل شوي

کندوز ښار (پژواک، ٢٧ تله ٩٩): امنيتي سرچينې وايي چې د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو یوه بريد کې اته سيمه ييز پوليس او پاڅون کوونکي وژل شوي دي.

بغلان کې ١٤ امنيتي سرتېري وژل شوي دي

پلخمري (پژواک، ٢٣ تله ٩٩): د بغلان په ګذرګاه نور ولسوالۍ کې د طالبانو د بريدونو له امله ١٤ سرتېري وژل شوي او دوه لادرکه دي.

بغلان او اروزګان کې نهه امنيتي سرتېري وژل شوي

پلخمري، ترينکوټ (پژواک، ٢٥ زمرى ٩٩) : د بغلان او اروزګان ولايتونو په دوو بېلا بېلو امنيتي پېښو کې نهه تنه سرتېري وژل شوي دي.

په کندوز کې ٢١ امنيتي سرتېري وژل شوي

تعقيي-کندوز ښار (پژواک، ٢٣ چنګاښ ٩٩): د کندوز دولتي سرچينې وايي چې د دغه ولايت په امام صاحب او چهادرې ولسواليو کې د طالبانو د بريدونو له امله ٢١ امنيتي سرتېري او دوه ملکي وګړي وژل شوي او لس نور کسان ټپيان شوي دي.

کندوز کې اووه امنيتي سرتېري وژل شوي

کندوز ښار (پژواک، ٣٠ غبرګولى ٩٩): امنيتي سرچيني وايي چې د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې اووه پاڅون کوونکي وژل شوي او يو بل ټپي دى.

په جوزجان کې درې امنيتي سرتېري وژل شوي

شبرغان(پژواک،۱۵غبرګولی۹۷):د جوزجان امنيتي سرچينو ويلي چې طالبانو په منګجک ولسوالۍ کې د ملي اردو يو سرتېری پر ډزو وژلی او په اقچې ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله دوه ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي دي.

"فارياب کې يوشمېر امنيتي سرتېري نادرکه شوي"

ميمنه(پژواک،٣ غبرګولی٩٧): ځايي چارواکي وايي چې امنيتي ځواکونو په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې له امنيتي پوستو څخه د شاتګ پر مهال د طالبانو تر بريد لاندې راغلي، د بريد په پايله کې ۳۰ امنيتي ځواکونه نادرکه دي او دوه ټانکونه يې سوځول شوي دي.

چارواکي: قرقين ولسوالۍ کې ۴۰امنيتي سرتېري له کلابندۍ څخه وژغورل شول

شبرغان(پژواک،۲۹غويی۹۷): د جوزجان ځايي چارواکي ادعا کوي چې ددغه ولايت په قرقين ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښته کې لږ تر لږه ۶۳طالبان وژل شوي،۵۷ټپيان دي او ۴۰ امنيتي سرتېري له کلابندۍ څخه ژغورل شوي دي.

په کونړ کې ١٥ داعش وسله وال او ٣ امنيتي سرتېري وژل شوي

اسعد اباد (پژواک، ١٧ مرغومى ٩٦) :د کونړ مسوولين وايي، د داعش او امنيتي ځواکونو په نښته کې ١٥ داعش وسله وال او درې امنيتي سرتېري وژل شوي، ٢٢ وسله وال او څوارلس سرتېري ټپيان شوي دي.

څلور امنيتي سرتېري او ٢٦ طالبان وژل شوي

هرات-ښرنه-لښکرګاه(پژواک،١٦زمرى٩٦): په درېيو ولايتونو کې څلور امنيتي سرتېري او ٢٦ طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

بدخشان کې شپږ امنيتي سرتېري وژل شوي

فيض اباد (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٥): په بدخشان کې امنيتي چارواکو، د شپږو امنيتي ځواکونو د وژل کېدو او د دوو ملکي وګړو په ګډون د ١٦ تنو نورو د ټپې کېدو خبر ورکړ. د بدخشان ملي امنيت رياست يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې په ډاګه شي، نن ( د مرغومي ١٤مه)...

١١ وسله وال او دوه امنيتي سرتېري وژل شوي

شبرغان- ميمنه (پژواک، ١٤ لړم ٩٤): په جوزجان او فارياب ولايتونو کې يوولس وسله وال مخالفين او دوه امنيتي ځواکونه وژل شوي، څلور ښځې ټپيانې شوې او د استوګنې څو کورونه سوځېدلي دي. د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال فقيرمحمد جوزجاني وايي چې طالبانو تېره...

په فارياب کې سلګونه امنيتي سرتېري د طالبانو له کلابندۍ څخه خلاص شول

ميمنه (پژواک ٣٠ تله ٩٤): په فارياب کې امنيتي مسوولين وايي، چې ٨٠٠ امنيتي ځواکونه چې په غورماچ ولسوالۍ کې په کلابندۍ کې وو، خلاص شوي دي.

په موسى کلا کې ٢٥ امنيتي سرتېري وژل شوي او ٤٠ نور ټپيان دي

لښکرګاه (پژواک، ٤ وږى ٩٤): د هلمند د ولايتي شورا رييس د موسى کلا پر سقوط د اندېښنې څرګندولو تر څنګ چارواکي پر بې پروايۍ تورن کړ او زياته يې کړه چې د تېرې شپې په جګړه کې ٢٥ سرتېري وژل شوي او ٤٠ نور ټپيان شوي دي.

په ځينو ولايتونو کې ٢٢ وسله وال او امنيتي سرتېري وژل شوي

کابل (پژواک،١١ زمرى ٩٤): ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو برخو کې د يوه بهرني وګړي په ګډون د ١٤ وسله والو مخالفينو او د ملي اردو د اتو منسوبينو د وژلو خبر ورکړ. هغه خبرپاڼه چې نن د دفاع وزارت له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې کاږي چې...

غزني ښار کې درې امنيتي سرتېري وژل شوي

غزني ښار (پژواک، ٣١ غبرګولى ٩٤): په غزني ښار کې درې امنيتي سرتېري د ناپېژانده وسله والو له خوا په بې غږه تومانچو وژل شوي دي. د غزني ولايت وياند شفيق ننګ د غبرګولي٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې د غزني ښاروالۍ يو ساتونکى د نا معلومو...

هلمند کې خلک او امنيتي سرتېري د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي

لښکرګاه (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۹۴): د هلمند امنيتي چاوراکي وايي چې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې ٣٥ طالبان وژل شوي خو طالبان هم بيا په دغه ولايت کې امنيتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي. له تېرو څلورو ورځو راپه دېخوا د هلمند په کجکي...