د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په جوزجان کې ۴ داعش وسله وال پوليسو ته تسليم شول

Apr 01, 2018 - 20:18
شبرغان (پژواک،۱۲وری۹۷): په جوزجان کې د داعش ډلې د زندان مسوول له خپلو درې تنو ملګرو سره يو ځای نن د دغه ولايت پوليسو ته تسليم شو.
پاتې برخه

له ګازو څخه د برېښنا تولید پروژې قرارداد لاسلیک شو

Mar 31, 2018 - 20:17
کابل (پژواک ١١ ورى ٩٧): د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې د بیات پاور برېښنا وېش خدمتونو کمپنۍ د ګازي برېښنا پروژې قرارداد لاسلیک شو.
پاتې برخه

چارواکي: د جوزجان د پوهنې بهير له ډېرو ستونزو سره مخامخ ى

Mar 24, 2018 - 19:41
شبرغان (پژواک،۴وری۹۷): د جوزجان چارواکي وايي چې د دې ولايت د پوهنې بهير له ډېرو ستونزو سره مخامخ دی او د ۶۸ ښوونځيو تړل کېدو له امله په روان کال کې کابو ۳۰زره نجونې او هلکان د زده کړې له بهير څخه بې برخې دي.
پاتې برخه

پوليس: جوزجان کې بهرني داعشيان ښځو ته پوځي زده کړې ورکوي

Mar 14, 2018 - 20:16
شبرغان (پژواک، ٢٣ کب ٩٦): د جوزجان د پوليسو يو چارواکى وايي، د دغه ولايت په درزاب ولسوالۍ کې يو شمېر بهرنيانو ځينې ښځې د داعش ډلې ليکو ته جذب کړې او ورته پوځي روزنه ورکوي.
پاتې برخه

جوزجان کې اووه وسله وال غله ونيول شول

Mar 11, 2018 - 19:03
شبرغان (پژواک، ٢٠ کب ٩٦): د جوزجان ولايت چارواکي وايي، د دغه ولايت امنيتي سرتېرو هغه اووه وسله وال غله نيولي چې د شبرغان-مزارشريف لويې لارې په اوږدو کې به يې خلک لوټل.
پاتې برخه

شپږ ټنه خوراکي توکي او بې کيفيته درمل وسوځول شول

Feb 20, 2018 - 18:49
شبرغان (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٦): د جوزجان ولايت په مرکز شبرغان ښار کې نن شپږ ټنه تاريخ تېره خوراکي توکي او درمل وسوځول شول.
پاتې برخه

د درېيو داعشيانو په ګډون د دولت ۱۳وسله وال مخالفين د سولې له بهير سره يوځای شوي

Feb 12, 2018 - 19:33
شبرغان (پژواک،۲۳سلواغه۹۶): د جوزجان ځايي سرچينې وايي چې په دې ولايت کې د ۱۰ طالبانو او ۳ داعشيانو په ګډون د دولت ۱۳ وسله والو مخالفينو له جګړې لاس اخيستی او د افغان حکومت د سولې له پروسې سره يوځای شوي دي.
پاتې برخه

د جوزجان ښاروالۍ عوايد له ۱۷ څخه ۱۱۴ ميليونه افغانيو ته لوړ شوي

Jan 18, 2018 - 14:16
شبرغان (پژواک، ۲۸ مرغومی ۹۶): د شبرغان ښاروال محمد حسين صالح وايي چې د دې ادارې عوايد له ۱۷ميليونه څخه ۱۱۴ ميليونه افغانيو ته لوړ شوي او زیاتوي چې اوسمهال په دغه ولايت کې پر څو پراختيايي پروژو کار روان دی.
پاتې برخه

جوزجان کې د نشه يي توکو دوه لېږدوونکي نيول شوي

Jan 16, 2018 - 15:33
شبرغان (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٦): د جوزجان ولايت امنيتي سرچينې وايي چې د شبرغان په ښار کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو د ١٤٧ کيلوګرامه او يوه موټر د لېږد په تړاو دوه کسان نيول شوي دي. د جوزجان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فقيرمحمد جوزجاني...
پاتې برخه

جوزجان کې د پخوا په پرتله د کوکنارو کښت شپږ برابره زيات شوى

Jan 07, 2018 - 17:54
شبرغان (پژواک، ١٧ مرغومى ٩٦): د جوزجان ولايت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست تاييدوي چې په ياد ولايت کې د کوکنارو کښت د تېر کال په پرتله شپږ برابره زيات شوى دى.
پاتې برخه

جوزجان کې د داعش پنځه غړي په ټپي حالت کې نيول شوي

Jan 03, 2018 - 18:24
شبرغان (پژواک، ۱۳ مرغومی ۹۶): د جوزجان امنيتي سرچينې وايي، د شبرغان ښار د ګارنيزيون سرتېرو د داعش ډلې هغه پنځه غړي نيولي چې غوښتل يې د ښار په يوه روغتون کې د خپلو ټپونو درملنه وکړي.
پاتې برخه

په جوزجان ولايت کې يوه کس خپل پلار وژلى

Jan 02, 2018 - 14:42
شبرغان (پژواک، ١٢ مرغومى ٩٦): د جوزجان ولايت امنيتي چارواکي وايي چې په شبرغان ښار کې يوه ځوان زوى خپل پلار پر خپلې خور د جنسي تېري په تور وژلى دى. د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال فقيرمحمد جوزجاني وويل: ((تېره شپه دغه ځوان راته ټيلېفون وکړ او ویې...
پاتې برخه

داعش ډلې د جوزجان په دوو ولسواليو کې ښوونځي تړلي دي

Oct 07, 2017 - 17:27
شبرغان (پژواک،١٥تله٩٦): د جوزجان ځايي چارواکي وايي چې داعش ډلې د قوش تپې او درزاب ولسواليو کې تر خپل کنټرول لاندې سيمو کې د زده کوونکو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړلې او په قوش تپې ولسوالۍ کې يې د يوې لېسې ودانۍ سوځولې ده.
پاتې برخه

جوزجان کې د طالبانو يو نظامي مسوول له ١٤ ملګرو سره ووژل شو

Sep 18, 2017 - 16:53
شبرغان (پژواک، ٢٧ وږى ٩٦): د جوزجان سيمه ييز چارواکي وايي چې د پنځو ولسواليو لپاره د طالبانو د پوځي کمېسيون مشر قاري نورالله له خپلو ١٤ ملګرو سره د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې وژل شوى دى. د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري پژواک ته د دغه ټکي...
پاتې برخه

په جوزجان کې يوه ښځه وژل شوې

Aug 15, 2017 - 12:13
شبرغان (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٦): د جوزجان ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې په شبرغان ښار کې يوه کس خپله ٢٥خور وژلې او د پېښې له ځايه تښتېدلى دى. د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري وايي چې دا ځوانه ښځه د قوش تپې ولسوالۍ اوسېدونکې او خپل ورور وژلې ده. هغه...
پاتې برخه

دولتي ځواکونو په جوزجان او بدخشان کې له څو کليو څخه طالبان ايستلي دي

Aug 08, 2017 - 20:11
شبرغان، فيض اباد (پژواک،١٧زمرى٩٦): ځايي چارواکي وايي چې د جوزجان په اقچې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ په نښته کې لږ تر لږه اتو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې او په بدخشان کې له ٢٠ ډېر کلي له وسله والو مخالفينو څخه پاک شوي دي.
پاتې برخه

امنيتي چارواکي: په جوزجان کې د نشه يي توکو درې قاچاقبر ووژل شول

Aug 07, 2017 - 20:02
شبرغان (پژواک،١٦زمرى٩٦): د جوزجان امنيتي چارواکو د دغه ولايت د خواجه دوکوه ولسوالۍ په دشت ليليې سيمه کې د ٩٠٠ کيلو ګرام ترياکو د نيولو او د دغو نشه يي توکو د ٣ قاچاقبرو د وژل کېدو خبر ورکوي.
پاتې برخه

داعش ډلې دوه قومي مخور ووژل

Jul 31, 2017 - 18:09
شبرغان(پژواک،٩زمرى٩٦): د جوزجان سيمه ييزو چارواکو ويلي چې داعش ډلې نن سهار د دغه ولايت د درزاب ولسوالۍ په "پاده ساى" کلي کې دوه قومی مخور وژلي دي.
پاتې برخه

د بلخ لپاره د طالبانو مرستیال والي او يو قاضي وژل شوي

Jul 31, 2017 - 16:52
شبرغان (پژواک، ٩ زمرى ٩٦): د جوزجان ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې په اقچې ولسوالۍ کې د جوزجان لپاره د وسله والو طالبانو د محکمې نومول شوى قاضي او د بلخ ولايت لپاره د يادې ډلې مرستيال والي له امنيتي ځواکونو سره د جګړې پر مهال وژل شوي دي.
پاتې برخه

په جوزجان کې شپږ زره کورنيو پاکو اوبو ته لاسرسى پيدا کړ

Jul 26, 2017 - 16:18
شبرغان (پژواک، ٤ زمرى ٩٦): د جوزجان چارواکي وايي چې د کليو بيارغونې او پراختيا رياست څه باندې شپږ زره کورنيو ته د څښاک روغتيايي اوبو زمينه مساعده کړې ده. د جوزجان د کليو بيارغونې او پراختيا رياست د پروګرامونو مشر انجنير ماهيار صديقي وويل چې د...
پاتې برخه

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan