د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

له دې وروسته به د خبریالانو د شکایتونو هېڅ مورد له څار پرته نه پاتې کېږي

Aug 12, 2020 - 16:21
کابل (پژواک، ۲۲ زمری ۹۹): د یوه هوکړه لیک له مخې؛ له دې وروسته به خبریالان اطلاعاتو ته د نه لاسرسي له اړخه د شکایتونو د ثبت لپاره یو ټاکلی ادرس ولري او د هغوی هېڅ شکایت به پرته له څاره نه پاتې کېږي.
پاتې برخه

د ۲۰۲۰ کال په لومړیو ۶ میاشتو کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۴۲ پېښې ثبت شوې دي

Jul 19, 2020 - 16:16
کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۹۹): د افغان خبریالانو کمېټه په وروستیو شپږو میاشتو کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۴۲ پېښو له ثبتېدو خبر ورکوي او وایي، د سولې مذاکراتي ټېم له رسنیو او د بیان له ازادۍ د نه معامله کېدونکي ارزښت په توګه دفاع وکړي.
پاتې برخه

په نړۍ کې د خبریالانو وژل ۴۴ سلنه کم شوي

Dec 17, 2019 - 15:53
کابل (پژواک، ۲۶ لیندۍ ۹۸): بې پولې خبریالان د نړۍ په کچه د ۴۹ خبریالانو د وژلو خبر ورکوي او وايي چې په هغو هېوادونو کې چې جګړه روانه ده د خبریالانو د وژنې پېښې کمې شوې خو په هغو هېوادونو کې د تېر په څېر دي چې جګړه په کې نه شته. بې پولې خبریالانو (...
پاتې برخه

"د روان میلادي کال شپږو میاشتو کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی۵۰ سلنه کم شوی"

Jun 24, 2019 - 17:41
کابل (پژواک، ۳ چنګاښ ۹۸): «د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ کوونکی» بنسټ په داسې حال کې د تېر کال په پرتله د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ۵۰ سلنه کموالي خبر ورکوي چې د دغه بنسټ د تازه معلوماتو له مخې ناامني او اطلاعاتو ته نه لاس رسی اوس هم د ټاکنو د برخې د خبریالانو پر وړاندې مهمې ستونزې دي.
پاتې برخه

تېرو دوو کلونو کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۱۵۰۰ دوسیې څېړل شوې دي

May 09, 2019 - 14:18
کابل (پژواک، ١٩ غويی ٩٨): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي وايي چې په تېرو دوو کلونو کې د خبريالانو پر وړاندې د هر ډول تاوتريخوالي يو زر او پنځه سوه دوسيې څېړل شوې چې د نورو اجرااتو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي. دغه څرګندونې د...
پاتې برخه

«په جګړه کې ښکېل لوري دې د خبریالانو خوندیتوب ته پام وکړي»

Apr 30, 2019 - 16:25
کابل (پژواک، ۱۰ غویی ۹۸): «د خبریالانو د همغږۍ کمېټه» په کابل کې د تېر کال د غويي د لسمې پېښې د قربانیانو د یادون تر څنګ په جګړه کې له ښکېلو لورو وغوښتل چې د بیان ازادۍ ته په احترام د خبریالانو خوندیتوب میکانیزم ته پام وکړي. تېر کال د غويي په لسمه د...
پاتې برخه

" پاکستان کې پر افغان رسنیو بندیز د نړیوالو بشري اصولو خلاف کړنه ده"

Nov 18, 2018 - 17:34
کندهار (پژواک، ۲۷ لړم ۹۷): کندهار مېشتو خبریالانو په پاکستان کې پر یو شمېر افغان رسنیو بندیز د نړیوالو بشري قوانینو خلاف کړنه و بلله او د پاکستان دغه کړنه یې په سختو ټکو وغندله.
پاتې برخه

په سوېل کې د خبریالانو د کار او ژوند پر وړاندې ګواښونه ډېر شوي

Nov 03, 2018 - 18:24
کندهار (پژواک، ۱۲ لړم ۹۷): کندهار مېشتي خبریالان وايي چې که څه هم په قوانینو کې د بیان ازادۍ له اصل څخه کلک ملاتړ شوی، خو په ځینو سیمو کې ناامني، د زورواکانو فعالیتونه او د قانون نه حاکمیت د خبریالانو کار او ژوند ته جدي ګواښونه دي.
پاتې برخه

دانش: د خبریالانو خوندیتوب د دولت لپاره سره کرښه ده

Nov 01, 2018 - 18:54
کابل (پژواک،۱۰ لړم ۹۷): د افغان ولسمشر دویم مرستیال د خبریالانو او ازادو رسنیو لپاره افغانستان ډېر خطرناک هېواد وباله او ویې ویل، که له اوسني نظامه د بیان ازادي او رسنۍ لرې شي، نو له پخوانیو ظالمانه نظامونو سره به هېڅ توپیر ونه لري.
پاتې برخه

د کندهار خبریالانو په مشروط ډول پرېکون پای ته ورساوه

May 03, 2018 - 17:30
کندهار (پژواک، ۱۳ غویی ۹۷): د کندهار خبریالانو چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې یې د کابل نیوز د خبریال عبدالمنان ارغند د وژل کېدو په غبرګون کې د حکومت او وسله والو مخالفینو اړوند د خبرونو خپرولو سره پرېکون کړی و، نن یې په مشروط ډول پای ته ورساوه.
پاتې برخه

"د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي لوړه کچه د اندېښنې وړ ده"

Apr 22, 2018 - 20:15
کابل (پژواک، ۲غويى ۹۷): د ژورنالیستانو او رسنیو بنسټونو فدراسیون وايي چې په تېر یو کال کې هېواد کې د خبریالانو او رسنیو کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ګواښنې ۱۶۴ پېښې ثبت شوي چې له دې جملې ۱۹ یې د وژنې دي.
پاتې برخه

"د اروزګان چارواکي معلوماتو ته د لاسرسي برخه کې له خبریالانو سره مرسته نه کوي"

Feb 06, 2018 - 18:05
ترینکوټ (پژواک، ۱۷ سلواغه ۹۶): په اروزګان کې د رسنیو استازي او خبریالان دولت ملامتوي چي معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې له خبریالانو سره مرسته نه کوي او د دې ولايت هېڅ دولتي اداره ویاند هم نه لري.
پاتې برخه

عبد الله :د سیمې هېوادونه دې له ترهګرۍ سره رښتینې مبارزه و کړي

Dec 05, 2017 - 17:52
کابل (پژواک، ١٤ليندۍ ٩٦) : اجراييه رييس وايي چې د سیمې هېوادونه دې له ترهګرۍ سره رښتینې مبارزه و کړي او په سیمه کې دې له شته اقتصادي فرصتونو ګټه واخلي.
پاتې برخه

حکومت په ۹ کلونو کې د صمد روحاني د قتل دوسیه و نه څېړله

Jun 10, 2017 - 18:06
لښکرګاه (پژواک، ٢٠ غبرګولى ٩٦) : د هلمند د ازادو رسنيو خبریالانو د عبد الصمد روحاني د تلین په مناسبت وويل، چې حکومت په تېرو نهو کلونو کې هم د صمد روحاني د قتل دوسيه ونه څېړله.
پاتې برخه

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan