د نورستان خلکو له سولې ملاتړ څرګند کړ او د اوربند غوښتنه یې وکړه

پارون (پژواک ۱۶ تله ۹۹): د نورستان ولايت خلک د يوې غونډې پر مهال د سولې د روانو خبرو ملاتړ وکړ او له افغان حکومت او وسله والو طالبانو يې د اوربند غوښتنه وکړه.

د پکتيا خلک: طالبان دې د پرديو په ګټه له روانې جګړې لاس واخلي

ګردېز (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۹۹): د پکتيا ولايت د احمدابا، څمکني او ګردې څېړۍ ولسواليو اوسېدونکو د سولې په تړاو په بېلابېلو غونډو کې د جګړې پر ژر درېدو او اوربند ټينګار کړی او ويلي یې دي چې وسله وال طالبان بايد روانه تحمیلي جګړه پای ته ورسوي.

​خلک د سولې له مرکچي پلاوو د اوربند او خبرو کې د انعطاف غوښتنه کوي

کابل (پژواک، ٢٢ وږى ٩٩): د پژواک یوې نظرپوښتنې له مخې، خلک اوربند او سوله غواړي او له دولت او طالبانو غواړي چې یو بل ومني او د سولې په خبرو کې د هېواد ملي ګټو ته په پام انعطاف وښیي.

خلک بايد اطلاعاتو ته د لاسرسي غوښتلو جرئت پيدا کړي

جلال اباد (پژواک، ۱۷ وږی ۹۹): اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون مسوولين وايي، قانون ټولو وګړو ته د هغو اطلاعاتو چې محرم نه وي د غوښتلو حق ورکړی، خو ولس بايد دا جرئت پيدا کړي چې اطلاعات وغواړي.

د پکتیکا خلک: سیمه ییزو پولیسو امنیت ټینګ کړی خو روزنې او وسلو ته اړتیا لري

ښرنه (پژواک، ١٦ وږى ٩٩): د پکتيکا اوسېدونکي وايي چې سيمه ييزو پوليسو د دغه ولايت د امنيت په ټينګښت کې ښه نتيجه ورکړې خو د روزنې او وسلو په برخو کې ستونزې لري.

د اروزګان خلک: طالبانو چنارتو ولسوالۍ ته د توکو پر لېږد بندیز لګولی

ترینکوټ ( پژواک، ۲۹ زمرى ۹۹): د اروزګان ولایت د چنارتو ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، وسله والو طالبانو له تېرو دوو میاشتو راهیسې پر یادې ولسوالۍ هر ډول خوراکي او غیر خوارکي توکي بند کړي چې له امله یې انساني ناورین رامنځته کېدونکى دى.

د پکتيا خلک: وسله وال طالبان دې نور له جګړې لاس واخلي

ګردېز (پژواک، ۲۲ زمری ۹۹): د پکتيا ولايت اوسېدونکي وايي چې د امريکا له خوا له وسله والو طالبانو سره د شوي تړون وروستی شرط هم پوره شوی او ياده ډله بايد نور له تاوتريخوالي لاس واخلي.

د پکتيا خلک: ښوونځي دې ژر پرانيستل شي

ګردېز (پژواک، ۱۹ زمری ۹۹): د پکتيا ولايت ځينو قومي مشرانو، ځوانانو او د ښوونځيو زده کوونکو د ښوونځيو پر بند پاتې کېدو سخته اندېښنه وښوده او له مسوولينو يې وغوښتل چې هر څو ژر ښوونځي بېرته پرانيزي.

د ننګرهار د هسکې مېنې او سپین غر خلک د بهرنیو ځواکونو وتلو اندېښمن کړي

جلال اباد (پژواک، ۱۵ زمری ۹۹): د ننګرهار د سپین غر او هسکې مینې ولسوالیو د هغو سیمو خلک چې موده مخکې بهرني ځواکونه ترې ووتل، وايي چې د بهرني ځواکونو له وتلو وروسته ورته اندېښنه پيدا شوې چې ګواکې سیمو ته به یې وسله وال طالبان ورشي.

خلک: د میدان وردګو مرکز کې د دولتي ځواکونو په چاپه او ډزو کې درې ټپیان شوي

کابل(پژواک، ۷ چنګاښ ۹۹): د میدان وردګو د مرکز اوسېدونکي شکایت کوي چې دولتي ځواکونه یې پر کورونو ډزې کوي له تېرې شپې راهیسې هم د دغو ځواکونو په چاپه او ډزو کې دری ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

خلک: کندوز کېدې د کرونا د تشخيص مرکز جوړ شي

کندوز ښار (پژواک، ٢٠ غبرګولى ٩٩): د کندوز يو شمېر اوسېدونکي او مدني فعالان وايي چې د څو مياشتو په تېرېدو سره لا هم په دغه ولايت کې د کرونا د تشخيص مرکز نه دى جوړ شوى او له دغه پلوه خلک له ستونزو سره مخ دي.

خلک: د کابل کلوله پشته کې د سړکونو جوړولو چارو درېدو له ستونزو سره مخ کړي یو

کابل (پژواک، ۸ غبرګولی ۹۹): کابل کې د کلوله پشتې سيمې اوسېدونکي وایي، ښاروالۍ شاوخوا ۷ میاشتې مخکې هلته د فرعي سړکونو جوړولو کار پیل کړی، خو له تېرو درېیو میاشتو راهیسې درېدلی او خلک یې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

​خلک: د لوړې مراسم ترسره کېدل ښايي د سولې پروسه زیانمنه کړي

کابل (پژواک، ۱۹ کب ۹۸): د ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله لوري په يوه ورځ د لوړو مراسمو ترسره کولو خلک د سولې پروسې په اړه اندېښمن کړي او دغه کار له شرمه ډک بولي.

د بلخ ځينو خلکو د امريکا او طالبانو د تړون هرکلى وکړ

مزارشريف (پژواک، ۱۱کب ۹۸): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې يو شمېر خلکو د امريکا او طالبانو تر منځ د سولې شوي توافق څخه د ملاتړ تر څنګ غوښتنه وکړه، چې طالبان دې دايمي اوربند ته غاړه کېږدي او همدا راز دې له قيد او شرط پرته له حکومت سره خبرې پيل کړي.

خلک: د ټاکنيز بهير پر پاى ته رسېدو خوښ خو پر لانجو اندېښمن يو

کابل (پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٨) : د يو شمېر ولايتونو ځينې اوسېدونکي د ټاکنو پروسې پر پاى ته رسېدو خوښ دي، خو وايي چې روانې شخړې او لانجې اندېښمن کړې دي.

د زرمت خلک: لا هم ملکي خلکو ته په شپنیو عملیاتو کې مالي او ځاني زيان اوړي

ګردېز (پژواک، ۲۲ سلواغه ۹۸): د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکي نيوکه کوي چې لا هم په شپنيو عملياتو کې ملکي خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اوړي او له ستونزو سره يې مخ کړي دي.

خلک: د کونړ د سيند پر غاړه د جوړېدونکي ديوال چارې د تړون خلاف روانې دي

جلال اباد (پژواک، ۱۰ مرغومی ۹۸): ځايي خلک او د ولسي جرګې ځینې غړي وايي، د کونړ په پنځو ولسواليو کې د سيند پر غاړه د يو میليارد افغانيو په لګښت د ديوال چارې د قرارداد او نقشې خلاف مخته روانې دي.

​د پکتیکا خلک په دغه ولایت کې د روغتیايي خدماتو له ناسموالي شکایت کوي

ښرنه (پژواک، ٢ مرغومى ٩٨): د پکتيکا ولايت اوسېدونکي او چارواکي په دغه ولايت کې د متخصصو او ښځينه ډاکترانو کمښت او پر خپل وخت دولتي روغتونو ته د درملو له نه رسېدو شکايت کوي او ټينګار کوي چې دغه ستونزې بايد هوارې شي.

خلک په مزارشريف کې د ملکي روغتون له خدماتو شکايت کوي

مزارشريف (پژواک، ۲ مرغومی ۹۸): په مزارشريف کې د بلخ د حوزوي روغتون يو شمېر ناروغان او د هغوی پايوازان په ياد روغتون کې له ناسمو روغتیايي خدماتو شکايت لري.

خلک د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنيو پايلو پر ځنډ نيوکه خو د اعلان يې هرکلى کوي

کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٨): د يو شمېر ولايتونو اوسېدونکي که څه هم د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنيو پايلو د اعلان پر ځنډ د نيوکې ترڅنګ وايي چې اعلانېدل به یې پر ورځنيو چارو مثبته اغېزه وکړي.