سياف: په هر قيمت چې وي ورور وژنه بايد نور پاى ومومي

کابل (پژواک، ١٧ زمرى ٩٩): د سولې مشورتي لويې جرګې پخواني مشر د دغې جرګې له غړو د څلور سوه طالب زندانيانو د خوشې کولو په برخه کې دداسې مشورې ورکولو غوښتنه وکړه چې د سولې پروسه ګړندۍ کړي.

استاد سياف د سعودي له چارواکو سره د خبرو لپاره رياض ته رسېدلى

کابل (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٦) : پخوانى جهادي مشر او د دعوت ګوند رهبر عبدرب الرسول سياف له سعودي چارواکو سره د ترهګرۍ او سخت دريځۍ په اړه د خبرو اترو لپاره رياض ته رسېدلى دى. له سياف سره په دې سفر کې د ملګري پلاوي يوه غړي د سلواغې په ٢١مه، له رياض څخه د...

سياف: طالبان دې د سولې له بهير سره يوځاى شي

کابل(پژواک ۸ غبرګولى۹۵): د افغانستان د حراست او ثبات شورا مشر وايي، مجاهدين هېڅوک له پامه نه شي غورځولى، ځکه تر هر چا ډېره قرباني يې ورکړې او پر طالبانو يې غږ وکړ چې د سولې له پروسې سره يوځای شي.

سياف: که نواميس او ملک په خطر کې ووینو، له اجازې پرته سنګر ته ځو

کابل (پژواک، ١٨ کب ٩٤): پخواني جهادي مشر عبدالرسول سياف له وسله والو مخالفينو سره د سولې په خبرو کې د خلکو پر ورګډولو د ټينګار تر څنګ خبردارى ورکړ چې که چېرې امنيتي وضعيت نازک شي؛ د حکومت له اجازې پرته به له هېواد نه د دفاع جګړې ته ورګډ شي.

"هغه ډله چې د سياف د ترور هوډ يې درلود ونيول شوه "

کابل(پژواک، ١٧غويى ٩٤): د ملي امنيت رياست د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې يوه داسې ترهګره شبکه نيول شوې چې د جهادي مشر عبدالرب رسول سياف د ترور هوډ يې کړى و.

سياف: مجاهدين دې يوازې د وسيلې په توګه نه کارېږي

کابل (پژواک ١٢ غويى ٩٤): جهادي مشر عبدرب الرسول سياف وايي چې د نظام د وېشلو او کمزوري کولو پلوي نه کوي، خو له مجاهد څخه يوازې په جګړه کې بايد د يوې وسيلې په توګه ګټه پورته نه شي او مجاهدين بايد د کار په متن کې موجود وي. نوموړي چې په ارګ کې نن د غويي...