د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

عبدالله: د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي زیاتوالی افغانانو ته د منلو نه دی

Sep 23, 2020 - 15:55
کابل (پژواک، ۲ تله ۹۹): د ملي مصالحې عالي شورا رییس وايي چې د سولې له مذاکراتو سره هم مهال په هېواد کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده او د طالبانو دغه کړنې د افغانانو لپاره د منلو نه دي.
پاتې برخه

عبدالله: افغان جګړه ګټونکى نه لري؛ د حل يواځېنۍ لاره سوله ده

Sep 12, 2020 - 11:55
دوحه (پژواک، ٢٢ وږى ٩٩): د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا رييس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، باور لري که ټول په صداقت او رښتینولۍ سره یو بل ته د ورورۍ لاس ورکړي، نو هېواد ته به همېشنۍ سوله راشي.
پاتې برخه

عبدالله: راتلوونکې اوونۍ د بين الافغاني خبرو د پيل احتمال شته

Aug 27, 2020 - 18:20
کابل(پژواک، ۶ وږى ۹۹): عبدالله عبدالله د بين الافغاني خبرو د پيل لپاره د بشپړ چمتوالي خبر ورکړ او وايي، احمتال لري چې دغه خبرې راتلوونکې اوونۍ پيل شي.
پاتې برخه

عبدالله: نور طالبانو ته د بین الافغاني خبرو د ځنډ پلمه نه ده پاتې

Aug 09, 2020 - 12:26
کابل (پژواک، ۱۹ زمرى ۹۹): د سولې مشورتي لویې جرګې مشر، د دې جرګې پرېکړه تاریخي وبلله او ویې ویل چې نور طالبانو ته د بین الافغاني خبرو ځنډولو لپاره هېڅ پلمه نه ده پاتې.
پاتې برخه

عبدالله: د مشورتي لويې جرګې ټولو کمېټو د طالب زندانيانو د ازادولو غوښتنه کړې

Aug 08, 2020 - 16:50
کابل (پژواک، ١٨ زمرى ٩٩): د سولې مشورتي لويې جرګې رييس وايي چې د دې جرګې يوې کمېټې هم د طالب بنديانو له خلاصون سره مخالفت نه دى کړى او په مشروط ډول يې ددغو زندانيانو د ازادېدو غوښتنه کړې ده.
پاتې برخه

عبدالله: ځينې فکر کوي چې د جګړې له لارې بريالي کيږي خو دا تېروتنه ده

Aug 07, 2020 - 14:14
کابل (پژواک، ١٧ زمرى ٩٩): د سولې مشورتي لويې جرګې رييس وايي چې حکومت د سولې مشورتې جرګې ټولې پرېکړې عملي کوي او هيله يې وښوده چې د جرګې پرېکړې په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات لامل شي.
پاتې برخه

"د غني او عبدالله ترمنځ شوې هوکړه به د سولې پروسه ګړندۍ کړي"

May 18, 2020 - 15:31
کابل (پژواک، ۲۹غويی ۹۹): د سیاسي چارو ځینې شنونکي وایي، د غني او عبدالله تر منځ سیاسي هوکړې سره به د سولې پروسه ګړندۍ شي، ځو ځینې نور بیا وایي چې اوس به د سولې پروسه نوره هم پېچلې شي.
پاتې برخه

طالبانو هم د ولسمشر غني او عبدالله د سیاسي هوکړې په اړه غبرګون وښود

May 18, 2020 - 12:51
کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۹۹) : وسله والو طالبانو هم د ولسمشر اشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې په اړه غبرګون ښودلی دی.
پاتې برخه

د ملي شورا د دواړو مجلسونو پلاوي د غني او عبدالله ترمنځ منځګړیتوب کوي

Mar 25, 2020 - 17:20
کابل (پژواک، ۶ وری ۹۹): د ولسي جرګې رییس وایې چې د دغې جرګې اداري پلاوی د مشرانو جرګې له پلاوي سره په همغږۍ د غني او عبدالله ترمنځ د ناندریو د حل په موخه منځګړيتوب پیلوي.
پاتې برخه

عبدالله: د ټول شموله حکومت لومړنۍ دنده له طالبانو سره د مرکچي پلاوي ټاکل دي

Mar 09, 2020 - 19:57
کابل (پژواک، ۱۹ کب ۹۸): عبدالله عبدالله د ژمنتیا له لوړې وروسته وویل چې د سولې په مذاکراتو کې د اسلامي جمهوریت له ارزښتونو دفاع کوي او د سولې لپاره هېڅ ډول مخکې شرط نه لري.
پاتې برخه

سیاف او کرزي د ټاکنیزو جنجالونو د حل لپاره له عبدالله او غني سره وکتل

Feb 24, 2020 - 19:11
کابل (پژواک، ۵ کب ۹۸): استاد عبدرب الرسول سیاف او مخکيني ولسمشر حامد کرزي د ارګ او سپېدار ماڼۍ ترمنځ د ټاکنیزو جنجالونو د حل لپاره له غني او عبدالله سره خبرې کړې دي.
پاتې برخه

عبدالله: په ټول ځواک سره به د خلکو له رايو دفاع وکړو

Dec 26, 2019 - 17:00
کابل (پژواک، ۵ مرغومى ۹۸): د ولسمشرۍ نوماند عبدالله وايي چې په ټول ځواک سره د خلکو له رايو دفاع کوي او زياتوي چې حزب اسلامي او جمعيت اسلامي ګوندونه به کله هم د يو بل پر وړاندې ونه درېږي.
پاتې برخه

عبدالله: د شکايتونو کميسيون دې شکايتونه په دقت سره وڅېړي

Dec 22, 2019 - 20:13
کابل (پژواک د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٨): د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې مشر سربېره پردې چې ټينګار کوي، د خلکو د رايو له حقه به دفاع کوي، د ټاکنيزو شکايتونو له کميسيون وغوښتل چې شکايتونه په دقت سره وڅېړي.
پاتې برخه

عبدالله : د رایو شمېرلو ته په دې شرط اجازه ورکوو چې کمېسیون به تقلبي رایې نه شمېري

Dec 14, 2019 - 16:22
پلخمري ښار (پژواک، ٢٣ ليندۍ ٩٨): د ولسمشرۍ نوماند ډاکټر عبدالله وايي چې په اووه ولايتونو کې د رايو بيا شمېرلو او څېړولو ته اجازه ورکول په دې معنى نه ده چې د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې له درغليو ډک د لومړنيو پايلو له اعلان سره موافقه کړې وي.
پاتې برخه

عبدالله: د بایومټریک له سیسټم څخه بهر کارول شوې رايې راته د منلو نه دي

Sep 30, 2019 - 17:04
کابل (پژواک، ۸ تله ۹۸): د ولسمشرۍ نوماند عبدالله عبدالله په داسې حال کې وایي رایې یې ډېرې دي او ټاکنې دویم پړاو ته نه ځي چې د ټاکنو کمېسیون وایي هېڅ نوماند حق نه لري چې خپله بریا اعلان کړي.
پاتې برخه

عبدالله: هېڅ امنیتي چارواکی د ځانګړي نوماند د پلوۍ حق نه لري

Aug 04, 2019 - 18:12
کابل (پژواک، ۱۳ زمری ۹۸): د ملي يووالي حکومت اجرايیه رییس د امنیتي سرتېرو اصلي دنده د امنیت ټينګښت او د رڼو ټاکنو د زمینې برابرول بولي او وايي چې هېڅ امنیتي چارواکی د کوم ځانګړي نوماند د پلوۍ حق نه لري.
پاتې برخه

عبدالله: په ټاکنیزو مبارزو کې دې له دولتي امکاناتو استفاده نه کېږي

Jul 29, 2019 - 14:39
کابل (پژواک، ۷ زمری ۹۸): عبدالله عبدالله ټینګار کړی چې دولتي کارکوونکي حق نه لري چې په ټاکنیزو مبارزو کې د ځانګړي نوماند په ګټه یا زیان کار وکړي او زیاته یې کړه، دولتي سرچینې د هېچا شخصي نه دي؛ د خلکو حق دی او باید په ټاکنیزو سیالیو کې ترې استفاده...
پاتې برخه

ډاکتر عبدالله: ظاهرشاه په هېواد کې د سولې، پرمختګ او ملي یووالي غوښتونکی پاچا و

Jul 24, 2019 - 14:43
کابل (پژواک، ۲ زمری ۹۸): د افغانستان د حکومت اجرائيه رییس د افغانستان پخوانی پاچا محمد ظاهرشاه زړه سواندی، د پرمختګ، سولې او ملي یووالي غوښتونکی پاچا وباله. نن په کابل کې د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه په یاد غونډه جوړه شوې وه چې په کې مخکني...
پاتې برخه

عبدالله: د طالبانو او حکومت تر منځ د مخامخ خبرو وخت رارسېدلی

Jul 18, 2019 - 16:49
کابل (پژواک،٢٧ چنګاښ ٩٨): د حکومت اجرايیه رییس پر باعزته او تل پاتې سوله ټينګار وکړ او ویې ویل، د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د مستقیمو خبرو وخت رارسېدلی، افغانان باید د خپل برخلیک په اړه خپله تصمیم ونیسي. د ملي يووالي حکومت اجرايیه رییس ډاکتر...
پاتې برخه

​عبدالله: د ۲۰۱۴ کال ټاکنو د ناورین تکرار د زغم وړ نه دی

Jul 15, 2019 - 19:06
کابل(پژواک، ۲۴ چنګاښ ۹۸): د ملي يووالي حکومت اجرايیه رییس د ۲۰۱۴ کال د ټاکنیز ناورین تکرار د منلو وړ ونه باله او ویې وویل، هېڅ حکومتي اداره حق نه لري چې د یوه مشخص نوماند په ګټه یا تاوان کار وکړي.
پاتې برخه

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan