د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په غور کې موټربم برید درانه مالي زیانونه اړولي

Oct 20, 2020 - 16:05
فېروزکوه (پژواک، ٢٩ تله ٩٩): د غور ولایت په مرکز فېروزکوه ښار کې دوه ورځې مخکې موټربم برید وشو چې له امله یې د استوګنې ۲۰۰ کورونه، دوکانونه او دولتي ادارې بشپړې یا یې یوه برخه ویجاړه شوې او ۲۵ وسایط په کې له منځه تللي دي.
پاتې برخه

د غور په پرونۍ چاودنه کې ۱۶ کسان وژل شوي او ۱۵۵ ټپیان شوي

Oct 19, 2020 - 15:59
څلورم تعقيب/ فېروزکوه (پژواک، ٢٨ تله ٩٩): د غور ولایت په مرکز فېروزکوه ښار کې د تېرې ورځې موټربم برید کې ۱۶ کسان وژل شوي او ۱۵۵ نور ټپیان شوي دي.
پاتې برخه

​غور کې د روغتون لپاره تر ۱۸ چنده پورې توکي په لوړه بیه پېرل شوي

Oct 19, 2020 - 09:15
کابل (پژواک، ۲۸ تله ۹۹): سندونه ښیي چې په غور کې د روغتون لپاره د چایو یو ترموز په ۱۹۰۰۰ افغانۍ پېرل شوی او د انتظار یوه څوکۍ د بازار له نرخه ۱۸ برابره او په ټوله کې ۴۳ قلمه توکي ۱۱ میلیونه افغانۍ په لوړه بیه پېرل شوي دي.
پاتې برخه

په غور کې موټر بم برید ١٤ کسان وژلي او ١١٩ نور یې ټپیان کړي دي

Oct 18, 2020 - 13:19
فېروزکوه- درېیم تعقیب(پژواک، ٢٧ تله ٩٩): د غور ولایت په مرکز فېروزکوه ښار کې موټر بم برید کې ١٤ کسان وژل شوي او ١١٩ نور ټپیان شوي دي.
پاتې برخه

هغه سلګونه کسان چې له غور نه په قاچاقي ډول بهر ته تللي وو، بېرته راستانه شوي

Oct 12, 2020 - 15:12
فېروزکوه (پژواک، ٢١ تله ۹۹): د غور د ګډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست وایي، تر زرو ډېر هغه کسان چې په قاچاقي ډول له هېواده بهر تللي وو، په تېرو ۷ میاشتو کې بېرته دغه لایت ته ور ستانه شوي دي.
پاتې برخه

غور کې د ۱۰۰ زرو روږدو د درملنې لپاره یو ۲۰ بستره روغتون موجود دی

Oct 06, 2020 - 17:02
فېروزکوه (پژواک، ۱۵ تله ۹۹): د غور ولایت اوسېدونکي، مدني فعالان او ولایتي شورا په داسې حال کې په نشه یي توکو د روږدو د ډېروالي او د هغوی د درملنې لپاره په لوړ ظرفیت د روغتون د نه شتون په اړه شکایت کوي چې په غور کې د ۱۰۰ زرو روږدو لپاره یو شل بستره روغتون موجود دی.
پاتې برخه

غور کې چاودنې د نشه یي توکو شپږو قاچاقبرانو ته مرګ ژوبله اړولې

Sep 20, 2020 - 16:51
فېروزکوه (پژواک، ۳۰ وږی ۹۹): د غور ولایت پولیس وایي چې په دغه ولایت کې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له امله د نشه یي توکو درې قاچاقبران وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
پاتې برخه

غور کې شاوخوا ۹۰زره ماشومان د کوزڼ له واکسینه بې برخې دي

Sep 16, 2020 - 16:16
فېروزکوه (پژواک، ۲۶ وږی ۹۹): د غور روغتیایي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د ماشومانو د ګوزڼ په فرعي کمپاین کې له پنځو کلونو د ټیټ عمر ۱۱۰زره ماشومان واکسین کېږي؛ خو ۸۹زره نور ماشومان د ناامنۍ او د مور پلار د مخالفت له امله له واکسینه بې برخې کېږي.
پاتې برخه

د غور پوهنتون په ځينو استادانو او محصلينو کې د کرونا نښې ليدل شوې دي

Sep 03, 2020 - 15:15
فيروزکوه (پژواک، ۱۳ وږى ۹۹): غور پوهنتون کې داسې مهال له روغتيايي لارښوونو څخه د سرغړونو شکايتونه شوي چې په يو شمېر استادانو او محصلينو کې د کرونا نښې ليدل شوې دي.
پاتې برخه

په غور کې د لمریزې برېښنا د پروژې کار بېرته پیلیږي

Sep 02, 2020 - 13:46
فېروز کوه (پژواک، ۱۲ وږی ۹۹): د غور د مدني ټولنو بنسټونه او ولایتي شورا په دغه ولایت کې د لمریزې برېښنا د پروژې د کار له درېدو شکایت کوي او له حکومته غواړي څو د دغې پروژې کار له سره پیل شي.
پاتې برخه

"یو پلاوی دې په غور کې پر کوچیانو شوی ظلم وڅېړي"

Aug 25, 2020 - 12:10
کابل (پژواک، ٤ وږى ٩٩): د کوچيانو له حقونو د دفاع ټولنې په غور ولايت کې د کوچيانو له سرخېلانو سره شوى ظلم غندلى او له حکومته يې غوښتي چې دا پېښه په جدي ډول وڅېړلي.
پاتې برخه

په غور کې ۱۳ ولسي پاڅون کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

Aug 25, 2020 - 11:56
فېروزکوه (پژواک، ۴ وږى ۹۹): په غور کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې د دغه ولایت په شهرک ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو پر پوسته د طالبانو په برید کې اته ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
پاتې برخه

په غور کې د ماین چاودنې له امله اووه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

Aug 20, 2020 - 15:01
فېروزکوه (پژواک، ۳۰ زمرى ۹۹): په غور کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې په دولتیار ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې پنځه ملکي وکړي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
پاتې برخه

د غور والي د مرغاب ولسوالۍ د بېرته نیولو خبر ورکړ

Aug 19, 2020 - 15:13
فېروزکوه (پژواک، ۲۹ زمري ۹۹): په غور کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت مرغاب ولسوالي بېرته له وسله ولو طالبانو نیولې ده.
پاتې برخه

د غور مرغاب ولسوالۍ سقوط کړی

Aug 17, 2020 - 15:55
فیروزکوه (پژواک، ۲۷ زمری ۹۹): په غور کې سیمه ییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت د مرغاب ولسوالۍ طالبانو نیولې او زیاتوي چې امنیتي ځواکونه په دفاعي حالت کې دي.
پاتې برخه

​ د غور د کرنې ریاست: طبي بوټي د ورکېدو په حال کې دي

Aug 17, 2020 - 14:09
فېروزکوه ( پژواک، ۲۷ زمری ۹۹): په غور کې د طبي بوټو خرڅلاو په داسې حال کې بازار پیدا کړی او د یو شمېر خلکو لپاره د درامد سبب شوي چې د دغه ولایت د کرنې ریاست د ځینو دغو بوټو د احتمالي ورکېدو خبر ورکوي.
پاتې برخه

غور کې د کومانډو نهو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

Jul 25, 2020 - 15:09
فېروزکوه (پژواک، ۴ زمری ۹۹): په غور کې د عامه نظم د درېیمې لوا قومانداني وایي چې تېره شپه د دغه ولایت په مرکز کې د طالبانو په برید کې څلور کومانډو سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
پاتې برخه

غور کې یوه ځانمرګي موخې ته له رسېدو مخکې چاودنه رامنځته کړې ده

Jul 19, 2020 - 14:11
فېروزکوه(پژواک، ۲۹ چنګاښ ۹۹): په غور کې چارواکي وایي،د یوه کس چاودېدونکو توکو چې غوښتل یې په دغه ولایت کې د ولسي پاځونکوونکو پر یوه مرکز ځانمرګی برید وکړي، موخې ته له رسېدو مخکي چاودنه کړې ده.
پاتې برخه

غور ته له کرونا سره د مبارزې لپاره ځانګړو شوو پیسو کې پراخ فساد

Jul 19, 2020 - 11:26
کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۹۹): د پژواک موندنې ښيي چې به غور کې له کرونا سره د مبارزې لپاره ځانګړو شوو پیسو باندې ځیني غیر اړین توکي او ۲۴ قلمه جنسونه په ټوله کې د بازار له نرخه نږدې ۲۷۷زره افغانۍ (شاوخوا ۳۱سلنه) په لوړه بیه پېرل شوي دي.
پاتې برخه

پر وینټلاټورونو څار: د غورلپاره د وینټلاټور په نوم ۴ ماشینونه له اصلي نرخه ۲،۴میلیونه افغانۍ په لوړه بیه پېرل شوي

Jul 15, 2020 - 13:09
فیروزکوه (پژواک،۲۵ چنګاښ ۹۹): څلور ماشینونه چې د غور سیمه ییزې ادارې د «وینټلاټورونو» په نوم پېرلي، خو د بایپپ (BIPAP Devices) ماشین په نوم دی، د بازار له نرخه شاوخوا ۲،۴ ميلیونه افغانۍ په لوړه بیه پېرل شوي دي.
پاتې برخه

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan