د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

فاریاب کې یو پلار او زوی پر ډزو وژل شوي

Oct 14, 2020 - 15:15
میمنه (پژواک،٢۳ تله ۹۹): د فاریاب پولیس ادعا کوي چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې یو پلار او زوی پر دې جرم پر ډزو وژلي چې امنیتي سرتېرو ته یې د څښاک اوبه ورکړې وې. خو طالبان یاده ادعا ردوي او وايي، یاد دوه تنه د حکومتي کسانو له خوا وژل شوي دي.
پاتې برخه

فاریاب کې ۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

Aug 29, 2020 - 11:21
میمنه (پژواک، ۸ وږی ۹۹): په فاریاب کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې په درېیو جلا پېښو کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
پاتې برخه

فاریاب کې ښځه ولسواله: زما تر ادارې لاندې سیمه امنیت ده

Aug 06, 2020 - 14:05
شبرغان (پژوک، ۱۶ زمری ۹۹): په فاریاب کې یوه ولسواله ښځه چې په خپله درې کلنه کاري دوره کې توانېدلې د لسګونه پرمختیایي پروژو لپاره د نړیوالې ټولنې مرسته شوي ميلیونونه ډالر ترلاسه کړي او وایي، هڅه کوي څو د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو د اقتصادي پرمختګ لپاره کار وکړي.
پاتې برخه

فاریاب کې د ترافیکي پېښې له امله لس کسان مړه او پنځه ټپیان شوي

May 28, 2020 - 12:49
میمنه (پژواک، ۸ غبرګولی ۹۹): فاریاب کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې د دوو لیني موټرو د ټکر پېښه کې لس کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.
پاتې برخه

فاریاب کې وسله والو کسانو د ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ شپږ غړي وژلي

Jan 19, 2020 - 14:52
میمنه (پژواک، ۲۹ مرغومی ۹۸): د فاریاب سیمه ییز مسوولین په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو له خوا د ماشومانو او ښځو په ګډون د یوې کورنۍ د شپږو غړو د وژل کېدو ادعا کوي خو طالبانو د دې موضوع په اړه د څېړنو خبر ورکړی دی.
پاتې برخه

د فاریاب د استیناف محکمي د جزا دېوان رییس وژل شوی

Jan 16, 2020 - 14:41
میمنه (پژواک، ۲۶ مرغومی ۹۸): د فاریاب ولایت د استیناف محکمې د جزای دېوان رییس قاضي غلام فاروق نن سهار له جوماته د وتلو پر مهال ناپېژاندو وسله والو وژلی دی.
پاتې برخه

سیمه ییزې سرچینې: طالبانو د فاریاب د قرغان ولسوالۍ مرکز نیولی

Aug 28, 2019 - 15:57
ميمنه (پژواک، ٦ وږی ٩٨): د فاریاب امنیتي سرچینې وايي چې طالبانو له پراخو بریدونو وروسته د دغه ولایت د قرغان ولسوالۍ مرکز نیولی دی.
پاتې برخه

په فاریاب کې ۲۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Aug 17, 2019 - 19:16
ميمنه (پژواک، ٢٦ زمری ٩٨): د فاریاب امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت دولت اباد او شيرین تګاب ولسواليو کې د طالبانو او امنیتي سرتېرو ترمنځ په جګړه کې اته طالبان او یو امنیتي منسوب وژل شوی، لس طالبان او پنځه امنیتي منسوبین ټپیان شوي دي.
پاتې برخه

په فاریاب کې د یوې اته کلنې انجلۍ د پلورلو په تړاو دوه تنه نیول شوي

Jul 29, 2019 - 20:44
میمنه (پژواک، ۷ زمری ۹۸): د فاریاب پولیسو په یوه متاهل سړي د یوې ۸ کلنې نجلۍ د پلورلو په تړاو د میمنې ښار کې دوه تنه نیولي دي.
پاتې برخه

"امنيتي ځواکونو د بلڅراغ ولسوالۍ ونیوله"

Jun 25, 2019 - 14:58
کابل(پژواک،٤چنګاښ ٩٨): د فاریاب ځايي چارواکي وايي چې امنیتي سرتېرو له یوه کال وروسته د بلڅراغ ولسوالۍ مرکز بېرته له طالبانو ونيوه.
پاتې برخه

والي: داعش په فاریاب کې د خلکو پر جلب او جذب پیل کړی دی

Jun 10, 2019 - 20:12
میمنه (پژواک، ۲۰غبرګولی ۹۸): د فاریاب سیمه ییز چارواکي وايي چې د داعش ډلې د میمنې ښار په ګډون د دې ولایت په څلور سیمو کې فعالیت او د خلکو پر جلب او جذب پیل کړی دی.
پاتې برخه

​فاریاب کې د طالبانو له بنده ۸۴ کسان را خوشي شوي

Jun 06, 2019 - 16:19
میمنه (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۹۸): فاریاب ولایت کې سیمه ییز چارواکي د طالبانو له بنده د ۸۴ کسانو د راخوشي کولو خبر ورکوي.
پاتې برخه

دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۸ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې

Jun 06, 2019 - 11:55
کابل (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۹۸): د ملي دفاع وزارت وايي چې د ګډو افغان ځواکونو په عملیاتو کې د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې ۴۸ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پاتې برخه

د ښځو حقونو فعالان: د فاریاب په دولتي ادارو کې د ښځو شتون کم دی

May 21, 2019 - 18:17
میمنه (پژواک، ۳١ غویی ۹۸): په فاریاب کې د ښځو یو شمېر فعالین وايي، د امنیتي ستونزو، رواجونو او له کوره بیرون د ښځو د کار په اړه د منفي لید له امله د دغه ولایت په دولتي ادارو کې د ښځو حضور کمرنګ دی.
پاتې برخه

وسله والو کسانو په فاریاب کې پر دوو نجونو ډله ییز جنسي برید کړی

May 19, 2019 - 18:47
شبرغان (پژواک، ۲۹ غویی ۹۸): د تاوتریخوالي قرباني کورنۍ چې له فاریاب څخه یې جوزجان ته پنام راوړې، ادعا کوي چې وسله والو کسانو یې پر دوو لوڼو ډله ییز برید کړی او د عدالت غوښتنه کوي.
پاتې برخه

چارواکي : په فاریاب کې ۱۱ طالبان وژل شوي

Apr 02, 2019 - 16:05
میمنه (پژواک، ۱۳ وری ۹۸): د فاریاب امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په قیصار ولسوالۍ کې طالبانو پر مرکز د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې د دې ډلې د یوه مهم قوماندان په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي او پنځه نور ژوندي نیول شوي دي.
پاتې برخه

سرچینې: طالبان په فاریاب کې د نږدې ۴۰ زره کورنیو د برېښنا لګښت اخلي

Mar 26, 2019 - 18:53
میمنه (پژواک، ۶ وری ۹۸): د فاریاب سیمه ییز مسوولین ادعا کوي چې طالبان د شاوخوا ۴۰ زرو کورنیو برېښنا لګښت له ترلاسه کولو سربېره هڅه کوي چې د ګواښ له لارې د دولت تر ولکې لاندې سیمو د برېښنا ګډونوالو لګښت هم تر لاسه کړي.
پاتې برخه

په فاریاب کې د ورزشي جامو د توليد لومړۍ فابريکه پرانیستل شوه

Mar 03, 2019 - 15:18
میمنه (پژواک، ۱۲ کب ۹۷): د فاریاب په مرکز میمنې ښار کې د ورزشي جامو لومړنۍ تولیدي فابريکې چې ۲۰ کسان په کې په کار بوخت دي، فعالیت پیل کړ.
پاتې برخه

والي: د فاریاب ولایت ۸۰ سلنه خاوره د وسله والو مخالفینو په واک کې ده

Nov 28, 2018 - 16:47
میمنه (پژواک، ٧ لېندۍ ٩٧): د فاریاب د ولایتي شورا او مدني ټولنې یو شمېر غړي په داسې حال کې پر امنیتي سکتور د ناغېړۍ تور پورې کوي چې د فاریاب والي ویلي، د دغه ولایت ۸۰ سلنه خاوره د وسله والو مخالفینو په کنټرول کې ده.
پاتې برخه

په فاریاب کې لس طالبان او یو دولتي سرتېری وژل شوي دي

Aug 06, 2018 - 19:27
میمنه (پژواک، ۱۵ زمری۹۷): د فاریاب پولیس د دغه ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې د لسو طالبانو او یوه دولتي سرتېری د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
پاتې برخه

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan