د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

محب: بهرنيانو ته د طالب په جامه کې د جګړې اجازه نه ورکوو

Jul 21, 2020 - 10:45
جلال اباد (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۹۹): د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، طالبانو سره سوله غواړي خو بهرنيانو ته اجازه نه ورکوي چې د طالب په نوم او جامو کې د افغانانو پر وړاندې جګړه وکړي.
پاتې برخه

محب : وسله والو طالبانو نورو ترهګرو ډلو ته د فعالیت زمینه برابره کړې

May 12, 2020 - 16:28
کابل (پژواک، ۲۳ غویی ۹۹) : د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار د وروستیو خونړیو بریدونو د غندلو ترڅنګ ددغو بریدونو پړه پر وسله والو طالبانو اچوي او وایي چې دوی نورو ترهګرو ډلو ته د فعالیت زمینه برابره کړې ده.
پاتې برخه

محب: که طالبان تاوتریخوالی کم نه کړي، افغان ځواکونه به بېرته یرغلیز حالت غوره کړي

Mar 13, 2020 - 09:28
کابل (پژواک، ۲۳ کب ۹۸): د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وایي، كه طالبان تاوتريخوالى کم نه کړي، نو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به خپل دفاعي حالت بېرته یرغلیز کړي.
پاتې برخه

خليلزاد او محب د سولې پر وروستيو پرمختګونو خبرې کړې دي

Mar 07, 2020 - 19:25
کابل (پژواک ١٧ کب ٩٨): د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي خليلزاد او د ملي امنيت سلاکار د سولې پر وروستيو پرمختګونو او نورو مسايلو خبرې کړې دي.
پاتې برخه

"افغان حکومت هڅه کوي د ملکي وګړو د تلفاتو کچه صفر ته راټیټه کړي"

Feb 05, 2020 - 18:22
کابل (پژواک، ۱۶ سلواغه ۹۸): د ملکي وګړو په جګړو کې نړیوال مرکز مشر وایي، دغه مرکز چمتو دی چې له افغان دولت سره د ملکي تلفاتو د نور کمښت لپاره په روزنیزه برخه کې مرسته وکړي.
پاتې برخه

د ملي امنیت سلاکار : روان امنیتي وضعیت په هیڅ صورت د منلو نه دی

Jan 30, 2020 - 18:10
کابل (پژواک، ١٠ سلواغه ٩٨): د ملي امنیت سلاکار وايي، روان امنیتي وضعیت په هیڅ صورت د منلو وړ نه دی او باید ځايي ملکي ‌او نظامي مسوولین خپل مسوولیتونه په سمه توګه درک او لازم اجراات وکړي.
پاتې برخه

محب: د باور رامنځته کېدو او طالبانو نيت معلومولو لپاره اوربند ته اړتيا ده

Jan 16, 2020 - 16:13
کابل (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٨): د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب وايي، سوله د دولت لومړيتوب دی، خو اړتيا ده چې د اعتماد سازۍ او د طالبانو د ټولو ډلو د اتحاد او نيت د تثبيت لپاره تاوتريخوالی ختم شي او اوربند وشي.
پاتې برخه

محب: د سيمې له وروستيو پېښو سره بايد د افغانستان سوله زيانمنه نه شي

Jan 15, 2020 - 13:05
کابل (پژواک، ٢٥ مرغومى ٩٨): د ملي امنیت سلاکار حمدالله مُحب د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظريف سره د افغانستان پر سوله او سيمه يیزو حالاتو غږېدلی دی. د امنيت شورا مطبوعاتي دفتر له خوا د مرغومي په ٢٥مه پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې...
پاتې برخه

محب: د افغانستان خاوره به د هيڅ بهرني هېواد پر ضد ونه کارول شي

Jan 04, 2020 - 19:40
کابل (پژواک ١٤ مرغومى ٩٨): د ملي امنيت سلاکار د ايران سفير ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان خاوره به د هیڅ بهرني هېواد پر ضد نه کارول کېږي.
پاتې برخه

محب: سوله يواځې له طالبانو سره د مذاکراتو په معنا نه ده

Dec 18, 2019 - 17:37
کابل (پژواک، ٢٧ لېندۍ ٩٨): د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب وايي، په افغانستان کې سوله يواځې له طالبانو سره د مذاکراتو په معنا نه ده؛ مذاکرات د سولې يوه له مهمو برنامو څخه ده خو د سولې د پایښت لپاره هم بايد فکر وشي.
پاتې برخه

محب د سيمه ييز امنيت په ناسته کې د ګډون په موخه ايران ته ولاړ

Dec 17, 2019 - 14:14
کابل (پژواک، ٢٦ ليندۍ ٩٨) : د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د سيمه ييز امنيت په ناسته کې د ګډون په موخه ايران ته ولاړ. د ملي امنيت شورا له خوا دليندۍ په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، ياده ناسته د...
پاتې برخه

محب: د سولې برخه کې بايد له تجربو او څېړنو هم کار واخیستل شي

Nov 28, 2019 - 18:08
کابل (پژواک ٧ ليندۍ ٩٨): د ملي امنيت سلاکار سربېره پردې چې ټينګار کوي، د سولې په اړه موجودې تجربې کار اسانولای شي، وايي، سوله یوه پېچلې او څو بعدي پروسه ده او باید په پوره تیارۍ یې په اړه ګام پورته شي.
پاتې برخه

محب: حکومت تل د بین الافغاني توافق پر بنسټ د ستونزو حل غواړي

Nov 24, 2019 - 18:58
کابل (پژواک ٣ ليندۍ ٩٨): د ملي امنيت سلاکار وايي، حکومت د سولې په اړه خبرو اترو ته چمتو دی او تل د بین الافغاني توافق پر بنسټ د ستونزو حل غواړي.
پاتې برخه

محب: ځېني دولتونه د ترهګرو مالي ملاتړ کوي

Nov 21, 2019 - 12:07
کابل (پژواک، ٣٠ لړم ٩٨): د ملي امنيت سلاکار وايي چې په سيمه کې به تر هغه ترهګري روانه وي، څو مرکزي او سوېلي اسيا او د خليج هېوادونه يې پر ضد ګډه مبارزه او اقدامات ونه کړي. د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب دغه څرګندونې پرون په مسکو کې د همګټو هېوادونو...
پاتې برخه

محب: د پوليسو د ګومارنې او اجرااتو برخې ته دې جدي پاملرنه وشي

Nov 06, 2019 - 19:14
کابل (پژواک، ١٥ لړم ٩٨): د ملي امنيت سلاکار د کورنيو چارو وزارت له رهبرۍ وغوښتل چې د پولیسو د ګومارنې او اجرااتو برخې ته د جدي پاملرنې ترڅنګ دې لوی تمرکز د سیستمونو پر جوړولو وکړي
پاتې برخه

محب: د سولې خبرو له پیلېدو مخکې طالبان باید یوه میاشت اوربند اعلان کړي

Oct 29, 2019 - 18:08
کابل(پژواک، ۷ لړم ۹۸): د افغانستان د ملي امنیت ریاست سلاکار وايي چې د طالبانو د بې اتفاقۍ له امله د دې ډلې یو شمېر قوماندانان له داعش سره یو ځای شوي او له همدې امله افغان دولت دا ځل له طالبانو سره د سولې خبرو لپاره اوربند مخکې شرط لري.
پاتې برخه

محب: هېڅ هېواد دې له منفي لارو په افغانستان کې د خپلو سیاستونو د عملي کولو هوډ نه کوي

Oct 21, 2019 - 20:08
کابل (پژواک ٢٩ تله ٩٨): د ملي امنیت سلاکار د افغانستان سوله، وده او پرمختګ د ټولو په خیر بولي او وايي، هېڅ هېواد دې له منفي لارو دلته د خپلو سیاستونو او ناوړه لوبو د عملي کولو تکل نه کوي.
پاتې برخه

محب: د تاوتريخوالي له ختمېدو پرته د سولې پروسه ګټه نه لري

Oct 02, 2019 - 14:33
کابل (پژواک، ١٠ تله ٩٨): د افغانستان د ملي امنيت سلاکار وايي، که چېرې د سولې پروسې پر مهال تاوتريخوالى ونه درېږي، نو دا د افغانانو لپاره سوله نه ده. د ملي امنيت سلاکار ډاکتر حمدالله محب دغه څرګندونې پرون په امريکا کې د بهرنيو اړيکو شورا کې په يوه...
پاتې برخه

د ملي امنیت سلاکار: روانه جګړه پردۍ ده او باید ختمه یې کړو

Sep 19, 2019 - 20:59
کابل (پژواک ٢٨ وږى ٩٨): د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وايي، چې په افغانستان کې روانه جګړه د افغانانو نه ده او د ختمولو لپاره یې باید له هېڅ ډول هڅو ډډه ونه شي.
پاتې برخه

محب: پردیو اجیرانو ته به اجازه ور نه کړو څو افغانستان خپلو بادارانو ته تسلیم کړي

Sep 12, 2019 - 18:41
کابل (پژواک، ٢١ وږى ٩٨): د ملي امنیت سلاکار وايي، دښمنان باید پوه شي چې افغانستان خپله صاحب او مالک لري او پردیو اجیرانو ته به اجازه ور نه کړي څو افغانستان خپلو بادارانو ته تسلیم کړي.
پاتې برخه

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan