هېواد کې د څه باندې ۲.۱ میلیارد افغانیو په لګښت ټولګټې پروژې پلې کېږي

کابل (پژواک، ۵ تله ۹۹): د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په شاوخوا یو کال کې د دوه میلیارده او ۱۴۷ ميلیونه افغانیو په لګښت ۲۵۹ ټولګټې پروژې پلې کوي.

هېواد: د سیمې او نړۍ هېوادونو استازو د طالبانو له خوا تاوتریخوالی د نه منلو وړ وباله

کابل (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۹۹) : د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د سیمې او نړۍ هېوادونو د افغانستان د حکومت په رهبرۍ او مالکیت، د سولې له پروسې څخه خپل ملاتړ په ډاګه کړ.

د هېواد ټول دولتي او خصوصي تعلیمي مرکزونه د وري تر ۳۰مې رخصت شول

کابل (پژواک، ۲۴ کب ٩٨): د کورونا ویرس د مخنیوي په موخه افغان حکومت د وري میاشتي تر پایه پورې ټول پوهنتونونه، ښوونځي او نورو ښوونیز مرکزونه وتړل.

نا امني په هېواد کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو د لارې عمده خنډ دى

کابل(پژواک، ٢٠ مرغومى ٩٦): د روغتيايي خدمتونو وړاندې کوونکي ارګانونه، نا امني او په روغتيايي مرکزونو کې د ښکېلو لورو له خوا مورچل نيونه، عمده ننګونې بولي او له هغوى غواړي چې په هېواد کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو خنډ نه شي.

د هېواد ځنګلونه او څرځایونه سلګونه جریبه زیات شوي

کابل (پژواک، ١٩ مرغومى ٩٦): د کرنې وزارت وايي، د هېواد په ځنګلونو کې څه باندې پنځه زره جريبه او څرځايونو کې سلګونه جريبه زياتوالى راغلى دى.

د هېواد ۲۰۰زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم وېشل کېږي

کابل (پژواک، ۲۷ وږی ۹۶): د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د غنمو لس زره متريک ټنه اصلاح شوى تخم چې د تخمونو له توليدوونکې ټولنې يې په شپږ ميليونه ډالرو پېرلی، د هېواد په کچه پر دوه سوه زره بزګرانو وېشي.

په هېواد کې د بېوزلۍ کچه څلور سلنه لوړه شوې

کابل (پژواک، ٨ ليندۍ ٩٤): د مرکزي احصايې اداره وايي چې د هېواد څه باندې ٣٩ سلنه اوسېدونکي له بېوزلۍ سره مخ دي چې د تېر کال په پرتله شاوخوا څلور سلنه زياتوالى څرګندوي. په اقتصادي، ټولنيزې او ديموګرافي سروې کې چې د دې ادارې له خوا د ٢٠١٤ زېږديز کال په...

مسعود: پر پاکستان د نړۍ او سيمې له فشار پرته په هېواد کې سوله ناشونې ده

کابل (پژواک، ١٤ وږى ٩٤ ) : د مخکني ولسمشر سلاکار شهزاده مسعود وايي چې د ګاونډيو هېوادونو لاسوهنو او يو شمېر کورنۍ ستونزو د هېواد حالات د خرابۍ لور ته بيولي دي. نوموړي دغه څرګندونې له پژواک خبر اژانس سره په ‌ځانګړې مرکه کې وکړې. د مخکني ولسمشر سلاکار...

مشرانو جرګه: سياسي کړکېچونه په هېواد کې د نا امنيو لامل شوي

کابل (پژواک، ١٧ غبرګولى ٩٤): د مشرانو جرګې ځينو غړو د وروستيو نا امنيو په اړه اندېښنه وښوده او په ډاګه يې کړه چې د حکومتي مشرانو تر منځ سياسي ستونزې په هېواد کې د نا امنيو لامل شوې دي. د مشرانو جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د هېواد د وروستيو نا امنيو...