د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر د نوماندان وزیرانو د معرفي په ناسته کې د یو وکیل غبرګون غوسه کړ

Oct 21, 2020 - 15:36
کابل (پژواک، ۳۰ تله ۹۹): ولسمشر ولسي جرګې ته د نوماند وزیرانو د ورپېژندلو په ناسته کې – چې یو وکیل یې خبرې هم پرې کړې- د افغانستان اقتصادي فرصتونه یاد کړل او ویې ویل چې نړیواله ټولنه هم له افغانستان سره پر خپلو ژمنو ولاړه ده.
پاتې برخه

ولسمشر غني: د هېواد دښمنانو ته به پر هلمند بريد ګران تمام شي

Oct 12, 2020 - 14:13
لښکرګاه (پژواک، ٢١ تله ٩٩): ولسمشر اشرف غني د هلمند له والي سره په ټيلېفوني اړيکو کې د مرکزي ادارې له بشپړې پاملرنې د ډاډ ورکولو ترڅنګ ويلي چې د هېواد دښمنانو ته به پر هلمند بريد ډېر ګران تمام شي.
پاتې برخه

ولسمشر خپل ١٧سلاکاران له دندو ګوښه کړل

Sep 29, 2020 - 16:14
کابل (پژواک، ٨ تله ٩٩) : ولسمشر اشرف غني د چارو ادارې په وړانديز خپل ١٧ سلاکاران له دندو ګوښه او د هغوى تشکيلات يې هم له منځه وړي دي.
پاتې برخه

ولسمشر غني : سوله او اوربند لومړيتوب دى

Sep 24, 2020 - 12:02
کابل (پژواک، ٣ تله ٩٩) : ولسمشر غني دملګرو ملتونو عمومي غونډې ته ويلي چې سوله او اوربند يې د چارو لومړیتوب دی.
پاتې برخه

ولسمشر غني باميان ولايت ته تللى

Sep 20, 2020 - 09:08
کابل (پژواک، ٣٠ وږى ٩٩): ولسمشر اشرف غني د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن سهار باميان ولايت ته تللى دى.
پاتې برخه

ولسمشر غني يو ځل بيا پر طالبانو د اوربند کولو غږ وکړ

Sep 19, 2020 - 11:27
کابل (پژواک، ٢٩ وږى ٩٩): ولسمشر اشرف غني د پکتيا ولايتي شورا د مرستيال وژل غندلي او د دې ډول پېښو د مخنيوي په موخه يې يو ځل بيا پر طالبانو د اوربند غږ کړى دى.
پاتې برخه

ولسمشر د افغانستان ملي مالي صندوق لغوه کړ

Sep 17, 2020 - 16:32
کابل (پژواک، ٢٧ وږى ٩٩) : ولسمشر اشرف غني د يوه حکم له مخې، د افغانستان ملي مالي صندوق لغوه کړى دى.
پاتې برخه

ولسمشر غني، بلخ کې دجنسي تېري د يوې قضيې د څېړلو امر کړى

Sep 17, 2020 - 13:36
کابل (پژواک، ۲۷ وږي ٩٩): ولسمشرمحمد اشرف غني په بلخ کې پر یوې ځوانې نجلۍ د ډله ییز تېري په اړه د هېواد لویې څارنوالۍ او د ملي امنیت ادارو ته د دغې قضیې د څېړلو امر وکړ.
پاتې برخه

ولسمشر غني: د سولې لپاره په تدبير او پياوړې ارادې سره پر مخ ځو

Sep 12, 2020 - 16:38
کابل (پژواک، ٢٢ وږى ٩٩): ولسمشر اشرف غني وايي چې د افغانستان حکومت به د سولې پروسه په تدبیر او پیاوړې ارادې سره داسې مخې ته یوسي چې د جنګ پای ته رسېدو، تلپاتې او باعزتې سولې لامل شي.
پاتې برخه

ولسمشر غني: ډېر ژر به د کرکټ د يوه نوي نړيوال لوبغالي لپاره ځاى مشخص شي

Sep 06, 2020 - 09:19
کابل (پژواک، ١٦ وږى ٩٩): ولسمشر اشرف غني وايي چې کرکټ د ټولو افغانانو لوبه ده او ژمنه يې وکړه چې د ښاري پراختیا عالي شورا په راتلونکې غونډه کې به د نوي سټېډیوم جوړولو لپاره مشخص ځای وټاکل شي.
پاتې برخه

غني: د دولت له خوا د سولې مذاکره کوونکی ټيم د دولت او خلکو ملاتړ لري

Sep 02, 2020 - 15:26
کابل (پژواک، ١٢ وږى ٩٩): ولسمشر غني د سولې مذاکره کوونکي پلاوي ته چې له طالبانو سره د خبرو په موخه سبا قطر ته روان دی، ویلي: «د ملي ټیم په توګه د افغانستان د دولت او خلکو ټینګ ملاتړ له ځانه سره لرئ او ستاسو په تنوع، وحدت او همغږۍ کې افغانان خپل قوت ویني .»
پاتې برخه

د ټولګټو وزارت درې مرستیالان له دندو ګوښه شول

Aug 25, 2020 - 14:31
کابل (پژواک، ۴ وږی ۹۹): ولسمشر محمد اشرف غني، د ټولګتو وزارت درې مرستیالان له دندو ګوښه کړي دي.
پاتې برخه

ولسمشر غني: د سولې پر وړاندې مو ټول خنډونه له منځه وړي

Aug 20, 2020 - 15:32
کابل (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٩) : ولسمشر اشرف غني وايي چې د باعزته سولې لپاره يې ټول شرايط چمتو کړي او پر وړاندې يې پراته خنډونه له منځه وړي دي.
پاتې برخه

ولسمشر غني: د طالب زندانيانو خوشې کېدو سره به نشه يي توکي اروپا پر سر واخلي

Aug 19, 2020 - 16:03
کابل (پژواک، ٢٩ زمرى ٩٩) :ولسمشر اشرف غني ويلي چې امريکا سره د طالبانو د تړون له مخې، د پاتې ٤٠٠ خطرناکو بنديانو خوشې کولو سره به بريتانيا او اروپا ته نشه يي توکي لکه سيلاب لار وکړي.
پاتې برخه

غني:حکومت د روغتیایي مدیریت او خدمت وړاندې کولو د بریالیو موډلونو په لټه کې دی

Aug 17, 2020 - 12:06
کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۹۹): ولسمشر غني وايي، بهر کې د مېشتو افغان روغتیایي متخصصینو له تجربو د استفادې حقوقي بنسټ رامنځته شوی او حکومت د روغتیایي مدیریت او خدمت وړاندې کولو د بریالیو موډلونو په لټه کې دی.
پاتې برخه

ولسمشر غني: که نړۍ پر موږ معامله وکړه، د نه ځواب ورکوو

Aug 17, 2020 - 10:02
کابل (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٩): ولسمشر اشرف غني وايي چې معاملې او باج ورکولو ته حاضر نه دى او که چېرې نړۍ معامله وکړه، نو هغوی ته به د (نه) ځواب ورکړي.
پاتې برخه

ولسمشر غني: افغانانو د سولې لپاره ډېرې لويې بيې پرې کړې

Aug 15, 2020 - 15:12
کابل (پژواک، ٢٥ زمرى ٩٩) : ولسمشر اشرف غني وايي چې افغانانو د خپلو سرونو په بيه سولې ته کار کړى او ډېرې قربانۍ يې ورکړې دي، اوس حق لري چې د سولې له ګټو برخمن شي.
پاتې برخه

ولسمشر غني: د سولې مشورتي جرګې ټولې پرېکړې عملي کوم

Aug 09, 2020 - 14:05
کابل (پژواک، ١٩ زمرى ٩٩) :ولسمشر غني د سولې مشورتي جرګې له پرېکړې هرکلی وکړ، ویې ویل چې د جرګې ټولې پرېکړې پلې کوي او نن به د څلور سوه طالب بندیانو د خوشي کولو حکم لاسلیک کړي.
پاتې برخه

غني: طالبانو ویلي که ۴۰۰ بنديان یې ازاد شي نو ژر به خبرې پيل کړي

Aug 07, 2020 - 14:51
کابل (پژواک، ۱۷زمرى ۹۹): ولسمشر غني وايي، طالبانو ویلي که چېرې پاتې ۴۰۰ زندانيان یې ازاد شي نو په درې ورځو کې به له حکومت سره مذاکرات پيل کړي او له هغه پرته به جګړه لا سخته کړي.
پاتې برخه

ولسمشر غني، نريندرا مودي او عمران خان د سولې پر پروسې خبرې کړې دي

Aug 04, 2020 - 10:05
کابل (پژواک، ١٤ زمرى ٩٩): ولسمشر غني په بېلابېلو ټيلېفوني اړيکو کې د هندوستان له لومړي وزير نريندرا مودي او د پاکستان له لومړي وزير عمران خان سره د افغان سولې پر پروسې خبرې کړې دي.
پاتې برخه

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan