د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر له کرونا سره د مبارزې لګښتونو د څېړنو لپاره اووه ماده ییز حکم صادر کړ

May 30, 2020 - 11:36
کابل (پژواک، ۱۰چنګاښ۹۹): د ولسمشر د حکم په اساس د پلټنو اداره له کرونا ویروس سره د مبارزې منابعو د مدیریت او مصرف د څرنګوالي اړوند شکایتونه او راپورونه ارزوي.
پاتې برخه

ولسمشر: دولت د کب تر ۲۰مې د سولې مذاکرتي ټېم معرفي کوي

Mar 07, 2020 - 16:29
کابل (پژواک، ۱۷ کب ۹۸): ولسمشر د ملي شورا د دې دورې د دویمې ناستې د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې دولت د کب تر ۲۰مې د سولې مذاکراتي ټېم معرفي کوي او په دې اړه تدبیر او ټینګار باید د سولې له بهیر سره مخالفت ونه ګڼل شي.
پاتې برخه

د اوبو او انرژۍ وزارت په دوو خپلواکو ادارو ووېشل شو

Feb 20, 2020 - 16:36
کابل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٨): د ولسمشر د فرمان له مخې، د اوبو او انرژۍ وزارت په دوو خپلواکو ادارو؛ د اوبو تنظیم ملي اداره او د انرژۍ تنظیم خدمتونو اداره ووېشل شو.
پاتې برخه

غني : د مشرانو جرګې غړي دې د وړو مسایلو پرځای پر لویو مسایلو تمرکز وکړي

Jan 09, 2020 - 17:34
کابل (پژواک، ١٩ مرغومى ٩٨): ولسمشر د مشرانو جرګې له غړو وغوښتل چې د مقرریو، شخصي عریضو، غوښتنو او وړو مسایلو پرځای پر لویو ستونزو او مسایلو تمرکز وکړي او هم دې د هغو غونډو شمېر مشخص واضح کړي چې لومړۍ درجه مسوولین ور غواړي.
پاتې برخه

ولسمشر په بدخشان کې يو ولايتي روغتون او د خرقې جومات پرانيستل

Dec 26, 2019 - 19:16
کابل (پژواک ٥ مرغومى ٩٨): ولسمشر غني په بدخشان کې ۷۶ بستریز ولایتي روغتون، د خرقې مبارکې جامع جومات او د فيض اباد- بهارک سرک پرانيستي دي.
پاتې برخه

ولسمشر ملي امنيت ته د "تروریستانو" د له منځه وړلو لارښوونه وکړه

Aug 22, 2019 - 18:33
کابل (پژواک،٣١ زمری ٩٨): ولسمشر د ملي امنيت منسوبينو ته لارښوونه وکړه چې "تروریستان" له منځه يوسي او اجازه ورنه کړي چې هغوى هېواد او خلکو ته زيان ورسوي.
پاتې برخه

ولسمشر په بهرنیو چارو وزارت کې د فساد د څرنګوالي د ارزونې لپاره پلاوی ټاکلى

Aug 18, 2019 - 17:57
کابل (پژواک، ٢٧ زمری ٩٨): ولسمشر یو پلاوي ته دنده سپارلې چې د بهرنیو چارو وزیر د سفرونو، په مالي برخه کې د روڼتیا د څرنګوالي او د تړونونو لاسلیک د څرنګوالي په اړه هر اړخیزه څېړنه وکړي.
پاتې برخه

ولسمشر د فراه له خلکو سره بېلابېلې ژمنې کړې

Mar 09, 2019 - 20:48
فراه (پژواک ١٨ کب ٩٧): پردې سربېره چې نن په فراه کې څو پروژې پرانيستل شوې، ولسمشر د دې ولايت له خلکو سره بېلا بېلې ژمنې وکړې.
پاتې برخه

ولسمشر کونړ کې د ۷۷۷ ميليونو افغانيو په لګښت د اتو پروژو چارې پيل کړې

Mar 06, 2019 - 17:40
جلال اباد (پژواک، ۱۵ کب ۹۷): ولسمشر محمد اشرف غني کونړ ته د سفر پرمهال په دغه ولايت کې د ۷۷۷ ميليونو افغانيو په لګښت د يو شمېر پروژو چارې پيل او د ځينو نورو يې پرانېسته وکړه.
پاتې برخه

غني: طالبان حکومت سره له تفاهم پرته له تور لیست څخه نه شي وتلی

Feb 28, 2019 - 19:58
کابل (پژواک ٩ کب ٩٧): ولسمشر طالبانو ته په خطاب کې وویل، حکومت چمتو دی ترڅو هغوی ته دفتر ورکړي، د بندیانو په اړه ورسره مذاکره وکړي، خو له حکومت سره له تفاهم پرته له تور لیست څخه نه شي وتلی.
پاتې برخه

ولسمشر غني: د ښځو حضور سمبولیک او تشریفاتي نه دى

Feb 24, 2019 - 21:03
کابل (پژواک ٥ کب ٩٧): ولسمشر غني وايي، د ښځو حضور سمبولیک او تشریفاتي نه، بلکې عملي او کلیدي دی.
پاتې برخه

غني: اړوند ارګانونه دې د ښاري امنيت وضعيت ته بدلون ورکړي

Dec 24, 2018 - 19:35
کابل (پژواک ٣ مرغومى ٩٧): ولسمشر د دې ترڅنګ چې د قانوني ملکیت سند لرل د هر افغان شرعي حق وباله، وويل چې ولس له ښاري امنيت څخه شکايت لري او اړوند ارګانونه بايد د ښاري امنيت وضعيت ته بدلون ورکړي.
پاتې برخه

ولسمشر له جينوا څخه بېرته کابل ته راستون شو

Nov 30, 2018 - 11:30
کابل(پژواک، ٩ ليندۍ ٩٧): ولسمشر محمد اشرف غني د جينوا په ناسته کې تر ګډون وروسته نن سهار بېرته کابل ته راستون شو.
پاتې برخه

غني: بامیانو کې د سیمه ییزې اردو یو کنډک او یوه ځانګړې قطعه جوړيږي

Nov 10, 2018 - 18:46
کابل (پژواک، ١٩ لړم ٩٧) : له ارګ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمداشرف غني بامیانو ولایت ته د خپل سفر پر مهال نن ماسپښین د خلکو د بېلابېلو اقشارو په ستره غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
پاتې برخه

ولسمشر د زابل پر بېوزلو کورنيو د زر ټنه غنمو د وېشلو امر وکړ

Sep 15, 2018 - 20:24
کابل (پژواک ٢٤ وږى ٩٧): ولسمشر د زابل پر بېوزلو کورنيو د زر ټنه غنمو د وېشلو امر وکړ او هم لارښوونه وکړه چې د دې ولايت د اداري کمپلکس جوړولو وړانديز دې له جمهوري رياست سره شريک شي.
پاتې برخه

ولسمشر : د کورنیو چارو وزارت ټول قراردادونه دې وارزول شي

Aug 06, 2018 - 18:00
کابل (پژواک، ١٥ زمرى ٩٧) : ولسمشر اشرف غني د ملي تدارکاتو کمېسيون په غونډه کې د کورنيو چارو وزارت د ټولو قراردادونو د ارزولو امر کړى دى.
پاتې برخه

غني: د قلعه نو سب سټشین پرانیسته د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د همکارۍ یوه بېلګه ده

Jul 26, 2018 - 19:08
کابل (پژواک، ٤ زمرى ٩٧): ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د قلعه نو سب سټشین پرانیسته د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د همکارۍ یوه بېلګه ده.
پاتې برخه

ولسمشر د اوربند په ورځو کې د لومړۍ درجې احضاراتو لارښوونه وکړه

Jun 11, 2018 - 18:43
کابل (پژواک ٢١ غبرګولى ٩٧): ولسمشر محمد اشرف غني کندهار ته په سفر کې امنيتي مسوولینو ته له افغان وسله والو طالبانو سره د اوربند په ورځو کې د لومړۍ درجې احضاراتو لارښوونه وکړه.
پاتې برخه

ولسمشر : په تېرو درې نیمو کلونو کې لسګونو زره قضیې کتل شوې دي

May 02, 2018 - 18:46
کابل (پژواک ١٢ غويى ٩٧): ولسمشر وايي،په ستره محکمه کې د ملي یووالي حکومت ته له پخوا څخه لسګونه زره قضیې په میراث پاتې وې چې په تېرو درې نیمو کلونو کې ټولې قضیې کتل شوي او هیڅ یوه قضیه له رسیده‏ګۍ پاتې نه ده.
پاتې برخه

ولسمشر: زورواکو ته به اجازه ور نه کړم چې هېواد له کړکېچ سره مخامخ کړي

Feb 21, 2018 - 19:47
کابل (پژواک،۲کب۹۶): د ارګ او عطامحمد نور ترمنځ له جنجال څخه د څه باندې دوو مياشتو په تېرېدو سره، ولسمشر په خپلو توندو څرګندونو کې خبرداری ورکړ چې هېڅ زورواکي ته به اجازه ورنه کړي چې له شرايطو څخه په ناسمې کار اخيستنې سره د کړکېچ د رامنځ ته کېدو لامل شي.
پاتې برخه

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan