د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مدني ټولنې: غزني کې د ولسي جرګې د ټاکنو طرحه له موږ سره تر سلا پرته جوړه شوې

Aug 23, 2020 - 15:36
کابل (پژواک، ۲ وږی۹۹): د ټاکنو لپاره د مدني ټولنو د همغږۍ ډله د ټاکنو په اړه حکومت ته د ځینو وړاندیزونو تر څنګ، نیوکه کوي چې د ټاکنو کمېسیون غزني کې د ولسي جرګې د ټاکنو طرحه له دوی سره تر سلا پرته جوړه کړې ده.
پاتې برخه

​د ټاکنو کمېسيون د پارلماني ټاکنو مهال خپلو ځینو قراردادي کارکوونکو ته تر اوسه معاش نه دی ورکړی

Jun 16, 2020 - 14:17
جلال اباد (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۹۹): په ننګرهار کې ځینو کسانو چې ځانونه يې د ټاکنو خپلواک کمېسيون قراردادي کارکوونکي معرفي کول، د دغه کمېسيون د ولايتي دفتر مخې ته لاریون وکړ او نيوکه يې کوله چې د ولسي جرګې د ټاکنو دوه مياشتني معاشات يې تر اوسه نه دی ترلاسه کړی.
پاتې برخه

د لوګر اوسېدونکو د سولې او د ټاکنو د پایلو د اعلان ملاتړ وکړ

Feb 26, 2020 - 19:39
پل علم (پژواک ۷کب ۹۸): د لوګر ولایتی شورا غړو او د څو ولسوالیو اوسېدونکو د سولې له پروسې او د ټاکنو د پایلو له اعلان څخه په کلکه خپل ملاتړ وکړ.
پاتې برخه

یو شمېر کسان د ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې پر ځنډ او د هغو پر اداري پلاوو نیوکه کوي

Jan 09, 2020 - 18:48
کابل (پژواک، ۱۹ مرغومی ۹۸): ځینو کسانو د ولایتي شوراګانو د پلاوي په ټاکلو او د یادو شوراګانو د ټاکنو پر ځنډولو نیوکه کوي او وايي چې دغه ځنډ د مالي امکاناتو د کموالي ترڅنګ د حکومت له سیاسي موخو د تعقیب له امله رامنځته شوی دی.
پاتې برخه

د ختيځ زون د ديني عالمانو شورا د ټاکنو د پايلو د اعلان غوښتنه وکړه

Dec 18, 2019 - 17:21
مهترلام (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۹۸): د ختيځ زون د ديني عالمانو شورا د يوې غونډې پر مهال د ټاکنو د لومړنيو پايلو د ژر اعلان غوښتنه وکړه او پر ټاکنيزو ډلو يې غږ وکړ چې د ټاکنو کمېسيون خپل کار ته پرېږدي.
پاتې برخه

د ټاکنو د پایلو ځنډ اندېښنې راولاړې کړې دي

Oct 24, 2019 - 15:57
کابل (پژواک،٢لړم ٩٨): د چارو شنونکي د ټاکنو پایلو د ژر اعلان غوښتنه کوي، وایي چې ځنډول یې د ټاکنو کمېسیون په چارو کې لاسوهنو ته زمینه برابروي او کېدای شی هېواد له ستونزو سره مخ کړي.
پاتې برخه

​"تر اوسه د ۳۵۶ ولسوالیو د ټاکنو حساس مواد د ولایتونو مرکزونو ته رسېدلي"

Sep 30, 2019 - 16:40
کابل (پژواک، ۸ تله ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولين وايي چې تر اوسه د ۳۵۶ ولسوالیو د ټاکنو حساس مواد د ولایتونو مرکزونو ته رسېدلي دي او نور به هم ډېر ژر ورسيږي.
پاتې برخه

​ په ټاکنو کې درغلۍ او سرغړونو ځینې هېوادوال او ټاکنیز ټېمونه اندېښمن کړي

Sep 29, 2019 - 18:26
کابل( پژواک، ٧ تله ۹۸): ځینو هېوادوالو او ټاکنیزو ټېمونو؛ د راون کال د تلې د شپږمې نېټې په ولسمشریزو ټاکنو کې د درغليو او سرغړونو د موجودیت امله اندېښنه ښودلې.
پاتې برخه

امنیتي چارواکو د ټاکنو د امنیت لپاره له بشپړ چمتووالي ډاډ ورکړ

Sep 27, 2019 - 14:58
کابل (پژواک، ۵ تله ۹۸): د هېواد امنیتي چارواکي وايي چې د ټاکنو ورځې د امنیت لپاره یې بشپړ چمتووالی نیولی دی، بلخوا د ټاکنو کمېسیون مسوولینو اعلان وکړ چې د ټاکنو په ورځ به شاوخوا پنځه زره مرکزونه فعال او یوازې ۴۴۵ مرکزونه به تړلي وي.
پاتې برخه

د څار بنسټونه: د ټاکنو پر وړاندې لا هم جدي اندېښنې موجودې دي

Sep 26, 2019 - 18:50
کابل (پژواک، ۴ تله ۹۸): پر ټاکنو د څار بنسټونه په هېواد کې د ټاکنو بهیر د څار لپاره له ۱۱زرو د ډېرو کسانو د ګومارنې خبر ورکوي او وايي چې د دغه بهیر پر وړاندې لاهم جدي اندېښنې موجودې دي.
پاتې برخه

د ټاکنو اړوند څارونکو بنسټونو ټولو ولسوالیو ته د حساسو توکو پر نه رسېدو اندېښنه ښودلې

Sep 26, 2019 - 18:13
کابل (پژواک، ۴ تله ۹۸): د ټاکنو د روڼتیا لپاره د څارونکو بنسټونو شبکه وايي چې تر اوسه د شاوخوا دوه سوه ولسواليو يواځې مرکزونو ته د ټاکنو حساس مواد رسېدلي چې د اندېښنې وړ موضوع ده.
پاتې برخه

امنیتي مسوولینو په لوګر کې د ټاکنو په ورځ له بشپړ امنیته ډاډ ورکړ

Sep 17, 2019 - 16:34
پل علم (پژواک، ٢٦ وږى ٩٨): د لوګر امنيتي مسوولين وايي چې د ټاکنو په ورځ يې د ټاکنيزو مرکزونو د امنيت خونديتوب لپاره منظم پلان جوړ کړى او خلک کولاى شي په ډاډه زړه په ټاکنو کې ګډون وکړي. په دې اړه د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي د وږي په...
پاتې برخه

تر اوسه پر ټاکنو د څار هېڅ نړيوال بنسټ باورليک نه دى ترلاسه کړى

Aug 26, 2019 - 14:15
کابل (پژواک، ٤ وږى ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې د ولسمشرۍ پر ټاکنو د څار څلورو نړيوالو بنسټونو تر اوسه پورې غوښتنليکونه ورکړي خو تر اوسه هېڅ يوه هم باورليک نه دى ترلاسه کړى. د ټاکنو خپلواک کمېسیون د وياند مرستيال عبدالعزیز ابراهیمي د زمري په...
پاتې برخه

"د رایې اچونې لپاره د ښځو انځور اخیستنه په ټاکنو کې د هغو ګډون کمرنګه کوي"

Aug 22, 2019 - 17:21
کابل (پژواک، ۳۱ زمری ۹۸): خلک او پر ټاکنو د څار بنسټونه د رایې ورکونې پر مهال د بایومټریک ماشینونو په وسیله د ښځو د انځور اخیستل یو غیر مسلکي اقدام ګڼي او وايي، دغه تصمیم په ټاکنو کې د ښځو پر ګډون منفي اغېز کوي.
پاتې برخه

پر ټاکنو د څار بنسټونه: حکومت په ټاکنو کې د دسیسې په لټه کې دی

May 18, 2019 - 18:23
کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۹۸): پر ټاکنو د څار بنسټونه په راتلونکو ټاکنو کې د ټکنالوجي کارولو د غیرعملي توب په تړاو د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرېکړه د حکومت یوه دسیسه بولي او ادعا کوي چې حکومت په دې پرېکړه کې ښکېل دی.
پاتې برخه

سرچینه: حکومت او نړیواله ټولنه د وري په ۳۱مه د ټاکنو ترسره کېدو پر سر اختلاف لري

Dec 25, 2018 - 15:33
کابل (پژواک، ۴ مرغومی ۹۷): د ټاکنو کمېسیون یوه سرچینه وايي، دغه کمېسیون د وري په ۳۱مه د ولسمشرۍ او غزني ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو ترسره کېدو ته تیاری لري خو د حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اختلاف له امله ملاتړ کوونکي د ټاکنو لګښت نه ورکوي. دغه...
پاتې برخه

په کندهار کې د شنبې ورځې ټاکنو ته چمتووالی نیول شوی

Oct 25, 2018 - 18:33
کندهار (پژواک، ۳ لړم ۹۷): ټاکل شوې ده راتلونکې شنبه په کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې وشي چې د چارواکو په وینا، بشپړ چمتووالی ورته نیول شوی دی.
پاتې برخه

په ټاکنو کې د لاسوهنو، جعل او تزوير په تړاو ٦٠ کسان نيول شوي

Oct 21, 2018 - 15:47
کابل (پژواک، ٢٩ تله ٩٧) : د کورنيو چارو وزارت وايي چې په ټول هېواد کې ٦٠ کسان په ټاکنو کې د لاسوهنو، جعل او تزوير په تورونو نيول شوي دي. د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش د تلې په ٢٩مه د حکومت رسنيو په مرکز کې د يوه خبري کنفرانس پر مهال وويل چې په...
پاتې برخه

پکتيا کې د ټاکنو ۷۸ مرکزونه تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې دي

Oct 16, 2018 - 18:30
ګردېز (پژواک، ٢٤ تله ٩٧): د پکتيا د ټاکنو کمېسيون د سيمه ييز دفتر مسوولين وايي، په دې ولايت کې له ټولو ۱۹۹ ټاکنيزو مرکزونو څخه يې ۷۸ تر لوړ او ۳۶ نور تر منځني امنيتي ګواښ لاندې دي.
پاتې برخه

سروې: د کابل ۶۰ سلنه وګړي پر ټاکنو باور نه لري

Oct 08, 2018 - 20:21
کابل (پژواک، ۱۶ تله ۹۷): د ۱۳۹۷کال ټاکنو په اړه يوه تازه نظرپوښتنه ښيي چې د کابل ۶۰ سلنه اوسېدونکي پر ټاکنو بې باوري دي او ۴۰ سلنه نور يې د رايو ضايع کېدو په اړه اندېښنه لري.
پاتې برخه

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan