د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې د قرنطين پرمهال د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى ډېرشوى و

Aug 19, 2020 - 16:30
جلال اباد (پژواک، ۲۹ زمری ۹۹): د ننګرهار د ښځو چارو رياست مسوولين وايي، په تېرو پنځو مياشتو کې له دوی سره د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۲۰۰ قضيې ثبت شوې چې ډېرې يې د کرونا له امله د قرنطين په موده کې وې.
پاتې برخه

د ښځو عالي شورا جوړېږي

Aug 13, 2020 - 17:14
کابل (پژواک، ٢٣ زمرى ٩٩) : د چارو اداره وايي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عالي مقام د فرمان په اساس د ښځو عالي شورا جوړېږي.
پاتې برخه

"افغان ښځو ته دې د بین الافغاني مذاکراتو د بهیر په ټولو برخو کې ونډه ورکړل شي"

Jun 04, 2020 - 14:35
کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۹۹) : اروپایي ټولنې، کاناډا، استرالیا او یو شمېر نورو هېوادونو د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو په بهیر کې د ښځو پر معنی لرونکي ګډون ټینګار کړی دی.
پاتې برخه

بامیانو کې د ښځو د حقونو فعالان: په دولتي ادارو کې باید د ښځو ګومارنې ډېرې شي

May 26, 2020 - 09:49
بامیان(پژواک، ۶غبرګولى ۹۹): په باميانو کې د ښځو د حقوقو ځينې فعالان وايي، په دغه ولایت کې ورځ تر بلې د لوړو زده کړو لرونکو ښځو شمېر ډېرېږي، خو په دولتي ادارو کې يې لا هم شمېر ډېر کم رنګه دی.
پاتې برخه

" هغه سوله نه غواړو چې د ښځو لاسته راوړنې په کې ضايع کېږي "

Mar 09, 2020 - 16:57
خوست ښار (پژواک، ۱۹ کب ۹۸): خوست کې د «ملي ارمان» په نوم د ښځو يوه ټولنه وايي، هغه سوله نه غواړي چې د افغان مېرمنو د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنې په کې ضايع کيږي.
پاتې برخه

"د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي قضيو کې ښکېل کسان دې محاکمه شي"

Feb 13, 2020 - 16:39
جلال اباد (پژواک ۲۴ سلواغه ۹۸): په ننګرهار کې يو شمېر ښځو د سوله یيز لاريون پرمهال د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي کې د ښکېلو کسانو د محاکمه کولو غوښتنه وکړه او ټينګار يې وکړ چې دا چاره کولی شي د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی کم کړي.
پاتې برخه

"په بغلان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې کمې شوې دي"

Jan 08, 2020 - 16:40
پلخمري (پژواک، ۱۸ مرغومی ۹۸): د بغلان د ښځو چارو رياست وايي چې د تېر کال په پرتله د ښځو پر وړاندې د تاو تریخوالي پېښې کمې شوې دي.
پاتې برخه

د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي يوشمېر پېښې د روږدو کسانو له خوا رامنځته شوې دي

Dec 14, 2019 - 16:51
جلال اباد (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۹۸): په ختيځ کې د بشر حقونو خپلواک کمېسيون مسوولين وايي، له دوی سره د ښځو پر وړندې د تاوتريخوالي ۲۷۳ پېښې ثبت شوي چې ۲۵ سلنه يې د روږدو کسانو له لوري رامنځته شوې دي.
پاتې برخه

"له شرعي نصوصو ناسم تعبيرونه اوناسم دودونه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي لاملونه دي"

Dec 04, 2019 - 17:46
کابل (پژواک، ١٣ ليندۍ ٩٨): د افغانستان د علومو اکاډمي له خوا "د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو" کنفرانس ترسره شو.
پاتې برخه

خوست کې د ښځو لپاره د امن کور جوړېږي

Nov 27, 2019 - 16:02
خوست ښار (پژواک، ۶ لېندۍ ۹۸): د خوست ولايتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د هغو ښځو لپاره د امن کور جوړوي چې د کورني تاوتريخوالي له امله له کورونو تېښتې ته اړې شوې دي.
پاتې برخه

په ولسمشريزو ټاکنو کې د ښځو پراخه ګډون دا پروسه بريالۍ کوي

Sep 23, 2019 - 16:46
مزارشريف ( پژواک، ۱تله ۱۳۹۸) : د بلخ ولايت لسګونه مېرمنو مزارشريف کې د ټاکنو اړوند عامه پوهاوي يوه پروګرام کې وويل چې افغان مېرمنې بايد د خپل موجوديت ثابتولو په موخه په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي.
پاتې برخه

په کندهار کې د ښځو د ستونزو د حل په موخه مشورتي بورډ جوړ شو

Jun 26, 2019 - 18:50
کندهار (پژواک، ۵ چنګاښ ۹۸): د کندهار ولایتي ادارې د ښځو د ستونزو د حل په موخه مشورتي بورډ جوړ کړ.
پاتې برخه

بامیان کې د ښځو د ځان بساینې په موخه مسلکي روزنيز پروګرام جوړېږي

Apr 20, 2019 - 18:03
بامیان(پژواک، ۳۱ وری ۹۸): د سولې او ډېموکراسۍ لپاره د برابرۍ موسسه د ښځو د ځان بساینې په موخه بامیان ولایت کې د ۲۲۰ کسانو لپاره یو کلن روزنیز پروګرام جوړوي.
پاتې برخه

د هرات اوسېدونکې: د ښځو له ګډون پرته به سوله تل پاتې نه وي

Mar 26, 2019 - 20:18
هرات(پژواک، ۶ وری ۹۸): د هرات یو شمېر ښځو په هېواد کې د سولې پر عادلانه او تل پاتې توب د ټینګار تر څنګ په ملي او نړیواله کچه د سولې خبرو له بهیره ملاتړ وکړ او په دغه بهیر او ټاکنو کې یې د ښځو د ګډون غوښتنه وکړه.
پاتې برخه

د پکتيا ښځو ته د کرنيزو توکو مرستې د وېش لړۍ پيل شوه

Mar 12, 2019 - 16:39
ګردېز (پژواک، ٢١ کب ٩٧): د پکتيا ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست له خوا د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروګرام په همکاري لسګونه مېرمنو ته د شنو خونو او کرنيزو پلاستيکي تونلونو وېش پيل شو.
پاتې برخه

څېړنه: له تاوتريخوالي سره له مخ شوو هرو شپږو ښځو دوو د ځانوژنې هڅه کړې

Mar 06, 2019 - 16:51
کابل (پژواک، ١٥ کب ٩٧): د افغانستان په پنځو ولايتونو کې تر سره شوې څېړنه ښيي چې له هرو لسو، شپږ ښځې له يو ډول کورني تاوتريخوالي سره مخ شوي او دوو يې د ځانوژنې هڅه هم کړې ده. دغه څېړنه د افغانستان د مدني ټولنو مجتمع (مجما) د ٢٠١٨ کال له لومړيو د روان...
پاتې برخه

په غور کې یوې نجلۍ د ښځو د ځان بساینې لپاره رستورانټ جوړ کړی

Feb 11, 2019 - 17:47
فېروزکوه(پژواک، ۲۲ سلواغه ۹۷): د غور یوې اوسېدونکې د جنسیتي تبعیض او له حاکمو دودونو سره د مبارزې لپاره د لعل و سرجنګل په ولسوالۍ کې د لسو ښځو لپاره د کار پیدا کېدو په موخه یو رستورانټ جوړ کړی دی.
پاتې برخه

په کابل کې له ۴۰۰۰ ډېرو ښځو د موټر چلولو جوازونه اخیستي

Jan 27, 2019 - 18:35
کابل (پژواک،۷ سلواغه ۹۷): په تېرو ۱۶ کلونو کې په منځنۍ توګه هر کال ۲۲۱ ښځو د موټر چلونې جواز ترلاسه کړی، خو دغه شمېر په داسې حال کې روان کال شاوخوا درې برابره زیات شوی چې ښځینه موټر چلوونکې له نارینه وو څخه د ځورونې په اړه شکایت کوي.
پاتې برخه

د سوېل د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا پر پروګرام ۱۰۰ میلیونه ډالر لګول کېږي

Jan 27, 2019 - 17:06
کندهار (پژواک، ۷ سلواغه ۹۷): چارواکي وايي، د سوېل په پنځو ولایتونو کې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د ښځو د اقتصادي پياوړتیا پر ملي پروګرام ۱۰۰ میلیونه ډالر لګوي.
پاتې برخه

پکتيا کې ښځو ته لا هم د ميراث حق نه ورکول کېږي

Dec 06, 2018 - 15:11
ګردېز (پژواک، ١٥ ليندۍ ٩٧): د پکتيا ولايت اوسېدونکې وايي چې لا يې هم د کورنۍ د نارينه غړو له خوا د ميراث شرعي حق خوړل کېږي او مېرمنې ترې محرومې دي.
پاتې برخه

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan