د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کابل کې د ٥١ ځوانانو د ډله ییز واده مراسم ترسره شول

Oct 22, 2020 - 16:55
کابل (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ۹۹): له بېځایه لګښتونو د مخنیوي او دغه کلتور ته د ودې ورکولو په هدف د ۵۱ ځوانانو د واده مراسم په ډله ییز ډول ترسره شول.
پاتې برخه

په کابل کې د نشه يي توکو څلور قاچاقبران نیول شوي

Oct 17, 2020 - 11:58
کابل (پژواک، ۲۶ تله ۹۹): کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل په هوايي ډګر او اتمه ناحیه کې د «نشه يي توکو څلور ستر قاچابران» له ۷۹ کیلوګرامه هيرویینو سره یو ځای نیول شوي دي.
پاتې برخه

په کابل کې ۱۲ کسان د جنايي جرمونو په تور نیول شوي

Oct 15, 2020 - 16:09
کابل(پژواک،۲۴ تله ۹۹): د کابل امنیه قومانداني د کابل ښار او ولسوالیو په کچه د جنايي جرمونو په تور د ۱۲ کسانو د نیولو خبر ورکړی.
پاتې برخه

د پاکستان وېزه غوښتونکو په یوه اوونۍ کې دویم ځل لاریون وکړ

Oct 12, 2020 - 16:13
کابل (پژواک، ۲۱ تله ۹۹): د پاکستان د وېزې سلګونو غوښتونکو د دغه هېواد د ویزو په ترلاسه کولو کې د کمېشن کارانو پر فعالیت نیوکه وکړه او وایي چې کمېشن کارانو او په سفارت کې موظفو امنیتي ځواکونو ته له بډې ورکولو پرته د ویزې ترلاسه کول ستونزمن دي.
پاتې برخه

د جنايي پېښو له ډېرېدو سره د"کابل خوندي نه دى، کابل وژغورئ" کمپاين پيل شوی

Oct 10, 2020 - 17:48
کابل (پژواک، ١٩ تله ٩٩): وروسته له هغه چې په کابل کې د جنايي جرمونو پېښې زياتې شوې، خلکو په ټولنيزو شبکو کې د "کابل خوندي نه دى، کابل وژغورئ" کمپاين پيل کړى دى.
پاتې برخه

کابل کې لس کسان د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

Oct 07, 2020 - 14:37
کابل(پژواک، ۱۶ تله ۹۹): د کابل امنیه قومانداني وایي، پولیسو په تېرو ۴۸ ساعتونو کې کابل کې لس کسان د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
پاتې برخه

امنيه قوماندان: کابل کې د جنايي جرمونوکچه ټيټه شوې

Sep 29, 2020 - 14:43
کابل (پژواک، ۸ تله ۹۹): د کابل پوليس وايي چې په تېره يوه مياشت کې د ګډو ځواکونو له خوا په ټول ولايت کې ۳۷۹ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور له لسګونه ميله وسلو او نشه يي توکو سره نيول شوي دي.
پاتې برخه

پوليسو کابل کې د نظامي جامو لویه زېرمه کشف کړې ده

Sep 29, 2020 - 13:42
کابل (پژواک، ٨ تله ٩٩) : د کورنيو چارو وزارت وايي چې د جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو کابل ښار کې د نظامي يونيفورم او البسې ستره زېرمه کشف کړې ده.
پاتې برخه

کابل کې چاودنې دوه امنیتي کسان ټپیان کړي

Sep 26, 2020 - 13:26
کابل (پژواک، ۵ تله ۹۹): پوليس وايي، د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند د نيازبېک په سيمه کې د ماين چاودنې دوه امنیتي منسوبين ټپيان کړي دي.
پاتې برخه

کابل کې د چسپکي ماينونو او قلمي وسلو زېرمه موندل شوې

Sep 20, 2020 - 11:28
کابل (پژواک، ٣٠ وږى ٩٩) : د کورنيو چارو وزارت وايي چې په کابل کې د وسلو او مقناطيسي ماینونو یو پټنځای چې د هدفي وژنو په سازماندهي کې ترې ګټه اخیستل کېده، کشف او ترلاسه شوی
پاتې برخه

په کابل کې ۱۳ کسان د جنایي جرمونو ترسره کولو په تور نیول شوي

Sep 10, 2020 - 11:55
کابل (پژواک، ۲۰ وږی ۹۹): پولیسو په کابل کې د بېلابېلو جنایي جرمونو د ترسره کولو په تور د ۱۳ کسانو د نیول کېدو خبر ورکړ.
پاتې برخه

کابل کې د ١١ چک ډېمونو جوړولو تړونونه لاسليک شول

Sep 07, 2020 - 11:37
کابل (پژواک، ١٧ وږى ٩٩) : د کابل ولايت په يو شمېر ولسواليو کې د اوبو د ١١ چک ډېمونو د جوړولو تړونونه لاسليک شول.
پاتې برخه

په کابل کې د يوه حمام او رستورانټ د چت لوېدو له امله شپږ کسان ټپيان شول

Sep 03, 2020 - 13:52
کابل (پژواک، ۱۳ وږى ۹۹): پوليس وايي چې د کابل ښار د دويمې حوزې اړوند د مرادخانۍ په سيمه کې د يوه حمام او رستورانټ د چت لوېدو له امله شپږ کسان ټپيان شوي دي.
پاتې برخه

پوليسو کابل کې د عاشورا پر مراسمو د بريد کولو په تور يوه ډله نيولې ده

Aug 27, 2020 - 13:50
کابل (پژواک، ۶ وږی ۹۹): د کورنيو چارو وزارت وايي چې ځانګړو ځواکونو هغه ترهګريزه ډله چې د عاشورا پر حسيني عزادارانو يې د بريد پلان درلود، نيولې ده.
پاتې برخه

کابل ته نوی امنیه قوماندان وټاکل شو

Aug 24, 2020 - 12:14
کابل (پژواک، ۳ وږي ۹۹): د کورنیو چارو وزارت ویلي چې پاسوال جمعه ګل همت د کابل ولایت د نوي امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.
پاتې برخه

د کابل د ۱۶مې او ۱۷مې حوزې امرین له دندو لرې شول

Aug 21, 2020 - 22:02
کابل (پژواک، ۳۱ زمری ۹۹) : د کورنیو چارو وزارت وایي چې په دندو کې د غفلت له امله د کابل ښار د شپاړسمې او اوولسمې حوزې امرین له دندو لرې شوي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د زمري په ۳۱مه، پژواک اژانس ته وویل چې دغه پریکړه نن د وزارت د ستر...
پاتې برخه

کابل کې پنځو کسانو ته په درېیو جلا پېښو کې مرګ ژوبله اوښتې ده

Aug 16, 2020 - 14:46
کابل (پژواک، ۲۶ زمری ۹۹): د کابل پولیسو په کابل ښار کې په درېیو جلا پېښو کې د دوو کسانو له وژل کېدو او درېیو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي، وایي چې له دې پېښو د یوې عامل نیول شوی دی.
پاتې برخه

کابل کې د سرو زرو، غوړیو او بورې بیې لوړې شوې دي

Aug 15, 2020 - 15:59
کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۹۸): د تېرو اوونیو په نسبت په کابل ښار کې د سرو زرو، غوړیو او بورې بیې لوړې شوې؛ خو د قزاقي اړو بیه رالوېدلې ده.
پاتې برخه

“تېرو ٢٤ ساعتونو کې کابل کې د کرونا مثبته پېښه نه ده ثبت شوې”

Aug 15, 2020 - 13:34
کابل (پژواک، ٢٥ زمرى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٤٥ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۷۵۵۱ ته ورسېد.
پاتې برخه

د کابل د اتمې امنیتي حوزې دوه مسوولين له دندو ګوښه شوي

Aug 13, 2020 - 11:38
کابل (پژوک، ۲۳ زمرى ۹۹): د ولسمشر په حکم، د کابل ښار د پولیسو د اتمې امنتي حوزې امر او جنایي مدیر د وظیفوي غفلت او بې نظمۍ له امله له دندو ګوښه شوي دي.
پاتې برخه

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan