د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کندوز کې د ملي اردو اته سرتېري وژل شوي

Oct 20, 2020 - 11:00
کندوز ښار (پژواک، ٢٩ تله ٩٩): په کندوز کې امنيتي سرچينې وايي چې د دغه ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ملي اردو اته سرتېري د طالبانو په یوه برید کې وژل شوي دي.
پاتې برخه

د کندوز د ملي امنيت مرستيال پر موټر چاودنه کې درې کسان ټپيان شوي

Oct 18, 2020 - 14:24
کندوز ښار (پژواک، ٢٧ تله ٩٩): حکومتي سرچيني وايي، د دغه ولايت د ملي امنيت رياست د مرستيال پر موټر د چسپکي ماين چاودنه شوې چې په ترڅ کې يې درې کسان ټپيان شوي دي.
پاتې برخه

​کندوز کې اته امنيتي سرتېري وژل شوي

Oct 18, 2020 - 11:11
کندوز ښار (پژواک، ٢٧ تله ٩٩): امنيتي سرچينې وايي چې د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو یوه بريد کې اته سيمه ييز پوليس او پاڅون کوونکي وژل شوي دي.
پاتې برخه

کندوز کې د پنځه نيم کيلومتره سړک د قیر اچولو چارې پيل شوې

Oct 15, 2020 - 12:30
کندوز ښار (پژواک، ٢٤ تله ٩٩): د کندوز په مرکز کې د ١٤٨ ميليونه افغانيو په لګښت د کندوز مرکز او هوايي ډګر ترمنځ د دویم سړک د قیر اچولو چارې پيل شوې.
پاتې برخه

په کندوز ولایت کې د وریجو یوې فابریکې فعالیت پیل کړ

Oct 12, 2020 - 15:03
کندوز ښار (پژواک، ٢١ تله ٩٩): په کندوز ولایت کې د وریجو یوې لویې فابریکې چې په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۴۰ ټنه وریجو د تولید ظرفیت لري، فعالیت پیل کړ.
پاتې برخه

په کندوز کې ١٢امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

Oct 09, 2020 - 14:02
کندوز،محمودراقي،چاريکار(پژواک،١٨تله٩٩): د کندوز ولايت په علي اباد ولسوالۍ کې د طالبانو په بريد کې ١٢ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې، دغه راز يو سرتېرى په کاپيسا او يو ځوان په پروان ولايتونو کې وژل شوي دي.
پاتې برخه

کندوز کې لسو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

Oct 08, 2020 - 13:49
کندوز ښار (پژواک، ١٧ تله ٩٩): په کندوز کې ځينې سرچينې وايي چې په امام صاحب ولسوالۍ کې د طالبانو د بريد له امله شپږ سرتېري وژل شوي، څلور ټپيان دي او ١٦ نور لادرکه دي.
پاتې برخه

کندوز کې اتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

Sep 26, 2020 - 15:02
کندوز ښار (پژواک، ٥ تله ٩٩): د کندوز حکومتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله څلور ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
پاتې برخه

خلک: کندوز سقوط ته نږدې دى

Sep 23, 2020 - 15:59
کندوز ښار (پژواک، ٢ تله ٩٩): د کندوز ولايتي شورا او اوسېدونکي وايي چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې امنيتي وضعيت تر پخوا ډېر خراب شوى او که چيرې پاملرنه ورته ونه شي نو امکان لري سقوط وکړي.
پاتې برخه

کندوز کې يوه پخوانۍ مجسمه موندل شوې ده

Sep 22, 2020 - 16:14
کندوز ښار (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٩): د کندوز ښار په بالاحصار سيمه کې د سلګونو کلونو پخوانۍ يوه مجسمه موندل شوې ده. په کندوز کې يوې امنيتي سرچينې د تلې په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوه ورځې وړاندې د دغه ولايت په بالاحصار سيمه کې په...
پاتې برخه

ولايتي شورا: د کندوز والي او امنيه قوماندان په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي دي

Sep 20, 2020 - 15:33
کندوز ښار (پژواک، ٣٠ وږى ٩٩): د کندوز ولايتي شورا غړي وايي چې نوي والي او امنيه قوماندان له دوى سره د امنيت د ټېنګښت په برخه کې ژمنې کړې وې، خو په دغه ولايت کې ورځ تر بلې امنيتي وضعيت د خرابېدو خواته روان دى.
پاتې برخه

کندوز کې اته امنیتي سرتېري وژل شوي

Sep 16, 2020 - 13:35
کندوز ښار (پژواک، ٢٦ وږى ٩٩): د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې اته امنيتي سرتېري وژل شوي او يو بل ټپى شوى دى. په یاد ولایت کې يوې امنيتي سرچينې د وږي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دشت ارچي ولسوالۍ په بازار کې د...
پاتې برخه

کندوز کې ځوانانو پر دېوالونو د سولې پيغامونو ليکلو لړۍ پيل کړه

Sep 13, 2020 - 15:56
کندوز ښار (پژواک، ٢٣ وږى ٩٩): د کندوز ځوانانو د دغه ولايت پر يو شمېر دېوالونو د سولې پيغامونه انځورول او ليکل پيل کړل او د جګړې له ښکېلو خواوو يې د اوربند غوښتنه وکړه.
پاتې برخه

په کندوز کې شپږ پوليس او لس طالبان وژل شوي

Sep 13, 2020 - 11:12
کندوز ښار (پژواک، ٢٣ وږى ٩٩): په کندوز کې د وسله والو طالبانو په بريد کې د ګرځنده ټولي قوماندان په ګډون شپږ پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
پاتې برخه

کندوز کې يوه ښځينه پوليسه وژل شوې

Sep 02, 2020 - 14:30
کندوز-غزني (پژواک، ١٢ وږى ٩٩): حکومتي چارواکي وايي چې په کندوز کې يوه ښځينه پوليسه د وسله والو طالبانو له لوري وژل شوې او په غزني کې د دغه ولايت د کار او ټولنيزو چارو د رييس پر موټر چاودنه شوې ده.
پاتې برخه

کندوز کې ١٥ کسان د بېلابېلو جرمونو د ترسره کولو په تور نيول شوي

Aug 27, 2020 - 16:14
کندوز ښار (پژواک، ٦ وږى ٩٩): د کندوز پوليس وايي چې په دغه ولايت کې ١٥ کسان د بېلابېلو جرمونو د ترسره کولو په تور نيول شوي دي.
پاتې برخه

کندوز کې لسګونو طالبانو او حکومتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

Aug 27, 2020 - 13:59
کندوز ښار (پژواک، ٦ وږى ٩٩): د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي چې په کندوز ولايت کې په تېرو څو ورځو کې ١٦٠ طالبانو او ٤٥ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پاتې برخه

امنيتي مسوولين په کندوز کې د ٢٥ طالبانو وژل کېدو ادعا کوي

Aug 24, 2020 - 16:12
کندوز (پژواک، ٣ وږى ٩٩): د کندوز امنيتي مسوولين په دغه ولايت کې د ٢٥ طالبانو د وژل کېدو او ١١ نورو د ټپي کېدو ادعا کوي.
پاتې برخه

امنيتي مسوولين په کندوز کې ۲۱ طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کوي

Aug 19, 2020 - 10:36
کندوز ښار (پژواک، ٢٩ زمرى ٩٩): د کندوز امنيتي مسوولين وايي چې د دغه ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي او نهه نور ټپيان شوي دي.
پاتې برخه

د کندوز والي: د امنيتي ځواکونو په ليکو کې وظيفوي غفلت ډېر دى

Aug 13, 2020 - 16:42
کندوز ښار (پژواک، ٢٣ زمرى ٩٩): د کندوز والي وايي چې په دغه ولايت کې امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ دى، امنيتي ارګانونه بايد د امنيت د ټينګښت لپاره جدي هلې ځلې وکړي.
پاتې برخه

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan