د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

له ايرانه په زور د کډوالو راايستل د دوه اړخيزو تعهداتو خلاف عمل وبلل شو

May 12, 2019 - 16:36
مزارشريف (پژواک، ۲۲غويی ۹۸): د بلخ ولايت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو رياست چارواکي وايي چې له ايران څخه په زور د افغان مهاجرينو ايستل د دوه اړخيزو تعهداتو او ټولو نړيوالو قوانينو خلاف عمل دی.
پاتې برخه

" د ټاکنو لپاره په خوست ګې زرګونو وزيرستاني کډوالو ته جعلي تذکرې وېشل شوې"

Oct 26, 2018 - 15:30
خوست ښار (پژواک، ۴ لړم ۹۷): د ولسي جرګې لومړی مرستيال همايون همايون وايي چې خوست کې د ولسي جرګې يو نوماند شاوخوا ۱۰ زره وزيرستاني کډوالو ته جعلي تذکرې جوړې کړې او په ټاکنو کې يې د ځان په ګټه ترې ګټه اخيستي.
پاتې برخه

ملګرو ملتونو د کډوالو ستونزو ته د رسېدو په موخه د اړيکو ځانګړى مرکز جوړ کړ

Sep 17, 2018 - 19:02
کابل(پژواک،٢٦وږى٩٧): ملګرو ملتونو د کډوالو او بې ځايه شويو کورنيو ستونزو ته د رسېدو په موخه د اړيکو يو ځانګړى مرکز جوړ کړ.
پاتې برخه

"د کډوالو لپاره د مناسبو ځمکو د وېش تازه فرمان صادر شوی"

Sep 15, 2018 - 19:11
کابل (پژواک، ٢٤ وږی ٩٧): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر بېځایه شوو، بېرته راستنېدونکو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د کورنیو لپاره د مناسبو ځکمو د وېش او ځانګړي کېدو په اړه د تازه فرمان د صادرېدو خبر ورکړی دی.
پاتې برخه

​پاکستان کې د افغان کډوالو یو مشر له افغان حکومته د اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کوي

Apr 25, 2018 - 17:35
کابل (پژواک، ۵ غويی ۹۷): په پاکستان کې د افغان کډوالو يو مشر له حکومته غواړي چې د بهرنيو هېوادونو او مرستندويه ادارو په ملاتړ يادو کډوالو ته په هېواد کې دننه د ژوند لومړنۍ اسانتياوې برابرې کړي؛ ځکه پاکستان نور په خپل هېواد کې افغان کډوال نه پرېږدي.
پاتې برخه

زاخېلوال په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له مسوولینو سره کتلي

Jan 11, 2018 - 16:05
کابل (پژواک، ٢١ مرغومى ٩٦): په اسلام اباد کې د افغانستان سفير د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له مسوولينو سره له پاکستانه د افغان کډوالو پر ايستلو خبرې وکړې.
پاتې برخه

"پاکستان هوکړه کړې چې د افغان کډوالو د اوسېدو موده یو کال نوره هم غځوي"

Dec 06, 2017 - 17:07
کابل (پژوک، ١٥ ليندۍ ٩٦): د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې پاکستان د يوه بل کال لپاره په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدنې مودې غځولو هوکړه کړې ده.
پاتې برخه

شمال ته د کډوالو راستنېدو په شمېر کې پنځه برابره کمښت راغلى

Nov 26, 2017 - 17:03
مزارشريف (پژواک، ۵ ليندۍ۹۶) د شمال زون د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنري وايي چې د هېواد شمال ته له پاکستان او ايران څخه د راستنېدونکو کډوالو په شمېر کې پنځه برابره کمښت راغلی دی.
پاتې برخه

مياخېل: حکومت په ژمي کې له نږدې نيم ميليون بې ځايه شوو کسانو سره مرستې کوي

Nov 22, 2017 - 12:06
کابل (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه، ٩٦) : د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې حکومت نـږدې نيم ميليونه کورنيو بې ځايه شوو کسانو سره د ژمنيو مرستو پلان جوړ کړى دى. د دغه وزارت د رسنيو سلاکار حفيظ الله مياخېل د ليندۍ په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس...
پاتې برخه

په پکتیا کې هم کډوالو مرسته وغوښته

Nov 21, 2017 - 15:45
ګردېز (پژواک، ٣٠ لړم ٩٦): د پکتيا د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست مخې ته یو شمېر کډوالو احتجاجي غونډه وکړه او وايي چې تر اوسه هېڅ ډول مرسته نه ده ورسره شوې. دوی ژمي او سړې هوا ته اندېښمن دي او وايي چې د سرپناه او نورو اړينو اسانتياوو نه لرلو له...
پاتې برخه

د UNHCR دفتر له تړل کېدو سره د راستنېدونکو کډوالو شمېر کم شوی

Nov 13, 2017 - 14:47
ګردېز (پژواک، ٢٢ لړم ٩٦): د پکتيا د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي مرستندويه موسـسې "UNHCR" دفتر له تړل کېدو سره د راستنېدونکو کډوالو په شمېر کې له نيمايي نه زيات کموالی راغلی دی.
پاتې برخه

د کډوالو له موټر ۱۲ ميله وسله ترلاسه شوه

Sep 23, 2017 - 18:57
جلال اباد (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه، ٩٦) : د ننګرهار ولايت په تورخم ښارګوټي کې د افغان کډوالو په يوې لارۍ ډوله موټر کې له دوه کسانو۱۲ميله وسلې ترلاسه شوې دي.
پاتې برخه

"د کډوالو چارو وزارت د کډوالۍ د حکومتولۍ پر وړاندې ستر خنډ دی"

May 24, 2017 - 18:30
کابل (پژواک، ٣ غبرګولى ٩٦): د افغانستان د څېړنې او ارزونې واحد وايي، د کډوالو چارو وزارت نه يوازې چې انزوا کې شوى، بلکې د کډوالو د حکومتولۍ پر وړاندې ستر خنډ دى او خپل اعتبار يې هم بايللى، خو د کډوالو وزير بيا دا خبره نه مني.
پاتې برخه

له بې اسناده راستنېدونکو کډوالو سره مرستې زياتيږي

May 21, 2017 - 17:39
کابل (پژواک، ۳۱ غويى ۹۶): د کډوالۍ نړيوال سازمان وايي، له هغو افغان کډوالو سره چې له پاکستان څخه راستنېږي او د کډوالۍ اسناد نه لري، خپلې مرستې به ډېرې کړي.
پاتې برخه

له پاکستانه د راجستر کډوالو د راتګ لړۍ پيل شوه

Apr 03, 2017 - 18:14
جلال اباد (پژواک، ۱۴ وری ٩۶): له پاکستان څخه د راجستر افغان کډوالو د راتګ لړۍ نن يو ځل بيا تر څلور مياشتني ځنډ وروسته پيل شوه.
پاتې برخه

افغانستان: پاکستان دې د کډوالو موضوع نه سياسي کوي

Feb 25, 2017 - 14:56
کابل (پژواک، ٧ کب ٩٥): د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له پاکستانه وغوښتل چې د کډوالۍ موضوع دې نه سياسي کوي. د ياد وزارت له خوا د کب په ٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پاکستان له تېرو څو لسیزو راهیسې د...
پاتې برخه

دکډوالو اور استیندوکو چارو وزارت

Feb 25, 2017 - 14:11
د کب ۷ ، 1395: د پاکستان اسلامي جمهوري دولت له تیرو څو لسیزو راهیسې د میلیونونو افغانانو کوربتوب کوي او لا هم ۱،۳ میلیونه د کډوالۍ اسناد لرونکي افغانان او ۶۰۰ زره نور د کډوالۍ له اسنادو پرته په دغه هیواد کې ژوند کوي . د بشپړ راپور لوستلو لپاره دلته...
پاتې برخه

سلګونو کډوالو کورنيو سره مرستې وشوې

Jan 30, 2017 - 16:54
جلال اباد، ترينکوټ، محمود راقي (پژواک، ١١ سلواغه ٩٥): په ننګرهار، کاپيسا او پکتيا ولايتونو کې له سلګونو راستنو شوو کډوالو او بې ځايه شوو کورنيو سره مرستې وشوې.
پاتې برخه

له خوست څخه شمالي وزيرستان ته د کډوالو د ستنېدو لړۍ پيل شوه

Jan 16, 2017 - 18:28
خوست(پژواک،٢٧مرغومى٩٥): له خوست څخه شمالي وزيرستان ته د کډوالو د ستنېدو لړۍ پيل شوه،چې هره ورځ به ۲۰۰ کورنۍ د ډيورنډ له کرښې څخه هغې غاړې ته اوړي اوبيا به په خپلو مېنو کې ځای پرځای کېږي.
پاتې برخه

د سرپناه نشتوالی د راستنېدونکو کډوالو اساسي ستونزه ده

Dec 18, 2016 - 16:15
جلال اباد (پژواک، ۲۸ ليندۍ ۹۵) : د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د سرپناه نشتوالی د بېرته راستنېدونکو کډوالو تر ټولو ستره ستونزه ده، چې دوی يې د حل لپاره هلې ځلې پيل کړې دي.
پاتې برخه

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan