د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کابل ښار کې د استاد رباني د وژنې د عاملينو د محکمه کېدو لپاره لاريون وشو

کابل ښار کې د استاد رباني د وژنې د عاملينو د محکمه کېدو لپاره لاريون وشو

Sep 27, 2011 - 11:35

 استاد رباني د وږي په ٢٩مه د کابل ښار په وزير اکبرخان مېنه کې په خپل کور کې د يوه ځانمرګي بريد په ترڅ کې ووژل شو او د دې شورا د دارالانشاء د رييس معصوم ستانکزي په ګډون څلور تنه ټپيان شول.

 دغه لاريون نن سهار (د تلې پنځمه) ٨:٠٠ بجې د ترافيکو په څلورلارې کې پيل او د هوايي ډګر، کلوله پشتې، بره کي او انصاري څلورلارې ته غځېدلي واټونه د ترافيکو پر مخ تړلي دي.

 د پژواک خبري اژانس خبريال له سيمې راپور ورکړ، چې په دغه لاريون کې د "مرګ پر پاکستان" "مرګ پر تروريزم او طالبانو" د جهاد او مقاومت د مشر استاد رباني د ترور قضيه بايد د ملګرو ملتونو د پلاوي له خوا و څېړل شي" شعارونه ورکول کېدل.

 يوه لاريون کوونکي قاري سميع الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دوى لاريون ولسي دى او موخه د هغو کسانو محکمې ته راوستل دي، چې د جهادي مشرانو په وژنه کې لاس لري.

هغه ادعا وکړه، چې د استاد رباني په وژنه کې د پاکستان استخباراتي سازمان (اى اېس اى) لاس لري او افغان حکومت په دې پوهېږي او په اړه يې بايد چوپ پاتې نه شي.

هغه زياته کړه: "موږ نه غواړو، چې د سولې پروسه دوام وکړي، طالبان سوله نه غواړي، هغوى د پاکستان لاسپوڅې دي او استاد رباني يې د پاکستان په امر وژلى دى."

دا په داسې حال کې ده، چې د ملي امنيت د عمومي رياست مرستيال ډاکتر ضياء الدين تېره شپه د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل، چې د استاد رباني د وژنې پلان له هېواد نه بهر طرحه شوى و او د دغه بريد د سمبالګر په نيولو سره، د دې قضيې په اړه ښه پرمختګ شوى دى.

د حکومت د رسنيو مرستيال صفت الله صحاف ساپى وايي، چې دغه طراح حميدالله نومېږي او هغه څوک دى، چې ياد ځانمرګى بريد کوونکى عصمت الله يې د کوېټې د عالي شورا د قاصد په توګه د سولې عالي شوراى ته ور پېژندلى وو.

 خو کابل ښاريان وايي، چې دغه لاريون د واټونو د بندېدو او خلکو ته د ستونزو د پيدا کېدو لامل شوى دى.

 د کابل د باغ بالا سيمې اوسېدونکى محمود، چې په خپل شخصي کرولا موټر کې له دوو نورو تنو سره په قابل باى کې خپل دفتر ته روان وو، وويل: "زه له اتو بجو او شل دقيقو تر اوسه، چې ٩ بجې دي، په فرعي سړکونو سرګردانه يم او د خلکو د ګڼه ګوڼې له امله نه شم کولاى ووځم."

 هغه زياته کړه، چې سوله ييز لاريون د هر چا حق دى، خو په واټونو کې بايد ترسره نه شي او نه خلکو ته ستونزې جوړې کړي، لاريون بايد سوله ييز او په خوندي ځاى کې وي.

 محمود زياته کړه، چې د لارې د بندېدو له امله نن نه يواځې دى، بلکې زيات شمېر نور ښاريان به هم په خپلو دفترونو کې ناسوب شي.

 که څه هم دغه لاريون يو ولسي خوځښت بلل کېږي، خو يوه بل لاريون کوونکي، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، وويل، چې دغه لاريون د ملي امنيت د پخواني رييس امرالله صالح له خوا په لاره اچول شوى دى.

 صالح نن سهار نهه نيمې بجې له لاريون کوونکو سره يوځاى شو او له هغو سره يو ځاى د ملګرو ملتونو د دفتر پر لور روان شو، څو هلته خپل پرېکړه ليک صادر او د ملګرو ملتونو سازمان ته يې وسپاري.

 خو لاريون کوونکي د تايمني په څلور لارې کې سره راټول شول او امر الله صالح ددرې ماده ييزه پرېکړه ليک په لوستلو سره د لاريون پاى په دې موخه اعلان کړ، چې سړکونه بند او خلکو ته ستونزې پيدا نه شي.

 په  پرېکړه ليک کې له وسلوالو طالبانو سره د سولې په نه کول او د استاد رباني د وژنې د عاملينو  پر محاکمه کولو ټينګار وشو.

 دغه راز په پريکړه ليک کې راغلي چې د استاد رباني د وژنې په اړه د حکومت پلټنې ځکه مشروعيت نه لري چې ګواکې د افغان حکومت په ځينو برخو کې د ښمن نفوذ لري.

 امرالله صالح تېره جمعه د وزير محمد اکبرخان په تپه کې د استاد رباني د تدفين په مراسمو کې پر حکومت نيوکه وکړه، چې نه غواړي د استاد رباني جنازه د دولتي چارواکو په حضور کې خاورو ته وسپارل شي.

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement