د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ټانکرو د سوځېدو له امله بيا دکابل – جلال اباد لاره بنده شوه

د ټانکرو د سوځېدو له امله بيا دکابل – جلال اباد لاره بنده شوه

Sep 30, 2011 - 16:49

جلال اباد( پژواک  ٨ تله ٩٠ ) : د کابل – جلال اباد پر لويه لاره دوه ټانکر سوځول شوي او دغه لار له تېرو دوو ساعتونو راهيسې د ترافيکو پر مخ بنده ده .

 د لغمان – جلال اباد د لويې لارې د پوليسو قوماندان سمونوال شکور خان پژواک اژانس ته وويل، چې وسلوالو مخالفينو د سروبي ولسوالۍ په ورېښمين تنګي سيمه کې نن  په ١٢ بجو او ٤٠ دقيقو د ناټو ځواکونو د تېلو دوو ټانکرونو ته اور اچولى دى .

 دى وايي چې له همدې امله دغه لاره  تر اوسه (له غرمې وروسته تر نږدې درېيو بجو) بنده ده.

 د سرچينې د ملعوماتو له مخې ، دغه ټانکر د کابل خوا ته روان و، چې بريد پرې وشو او بريدکوونکي له سيمې تښتېدلي دي .

 هغه وويل چې دغه سيمه د کابل ولايت د سروبي ولسوالۍ اړوند ده او لار ځکه تر اوسه تړلې، چې سيمې ته تر اوسه د اور وژنې ډله نه ده رسېدلې او ټانکر پر سړک پراته دي .

 دى وايي چې په سيمه کې ګڼ شمېر موټر د لارې د پرانستې په تمه ولاړ دي .

 ده وويل هڅې کوي ، چې له لغمان څخه د اور وژنې ډله سيمې ته واستوي او لاره پرانيزي.

 د سروبي ولسوال حضرت محمد حقبين د ټېلېفون پر ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په ياده سيمه کې د ملابورجان قبر ته څېرمه ټانکر سوځول شوي ، خو له دې له  امله چې نوموړى دا مهال په کابل کې دى ، نور معلومات نه لري.

 د لغمان ولايت د قرغه يي ولسوالۍ اوسېدونکي زرولي ، چې له لوګر څخه لغمان ته روان و ، د لغمان د سرخکانو په سيمه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دوى موټر په سيمه کې تېرېده ، چې پر يادو ټانکرو د راکټ او پيکا بريد وشو.

 دى وايي، ده وليدل چې دغه بريد هغو درېيو وسلوالو وکړ ، چې د بريد په سيمه کې سړک ته په څېرمه غره کې د مېږو په منځ کې راپيدا شول .

 هغه وويل چې له دوو بريدکوونکيو سره پيکا او له يوه  سره ار پي جي ٧ راکټ و.

 دى وايي چې په بريد کې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري ، ځکه چې دوى په بېړه خپل موټر له سيمې څخه ووېست.

  تېره ورځ هم په همدې سيمه کې د ناټو ځواکونو ټانکر وسوځول شول ، چې له امله يې دغه لاره له غرمې مخکې له شاوخوا ١١ بجو د شپې تر لسو بجو د ترافيکو پر مخ تړلې وه .

 

چارواکيو ويل چې په دې بريد کې هم دوه ټانکر سوځول شوي و.

 

وسلوالو طالبانو د ننني ياد شوي بريد په اړه څه نه دي ويلي، خو تېره ورځ يې ويلي و ، چې  د سروبي په ورېښمني تنګى کې د بهرنيو ځواکونو  پر اکمالاتي کاروان يې  بريد کړى او د هغوى پنځه موټر يې سوځولي دي .

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan