د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په خوست کې د فوټبال لپاره ملي لوبغالى جوړ شو

په خوست کې د فوټبال لپاره ملي لوبغالى جوړ شو

Oct 01, 2011 - 14:18

خوست ښار (پژواک ٩ تله ٩٠): په خوست کې د فوټبال ملي لوبغالی، چې د دولت له بوديجې نه، د څه باندې يو ميليون امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوی، د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانيستل شو.

د دغه لوبغالي، چې د خوست ښار په جنوبي څنډه کې جوړ شوی، د پرانيستنې په مراسمو کې د خوست پر والي سربېره يو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو، قومي مشرانو، لوبغاړو او د سپورت مينه والو برخه اخيستې وه.

د خوست والي عبدالجبار نعيمي د دغو مراسمو ګډونوالو او خوست مېشتو ته په خپلو خبرو کې د دغه لوبغالي مبارکي وويله او د هغوى لپاره يې د سولې زېری وباله.

نعيمي وويل: ((هغه لوبغالی، چې ځوانانو يې له پخوا راهيسې انتظار درلود او هغه ځای، چې د روغتيا، سولې، امن او د لوبو د تمرين ځای دی او خلک به له نورو ځايونو څخه هم دلته د لوبو لپاره راځي، د جشن په نيولو پرانيزو.))

د خوست د المپيک امر عزيز ملنګ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پر دغه لوبغالي د افغانستان د المپيک کمېټې له لوري څه باندې يو ميليون امريکايي ډالر لګښت راغلى او د جوړېدو چارې يې د درېيو کلونو په موده کې بشپړې شوې.

د دغه لوبغالي په لوېديځ کې د مېلمنو او چارواکو د ناستې لپاره ځانګړی ځای جوړ شوی، شمال او سوېل ته يې د ګولونو دواړو خواوو ته د باسکېټ بال او واليبال ميدانونه هم جوړشوي او سربېره پر دې د لوبغالي دننه څلورو خواوو ته د منډې وهلو لپاره ځايونه او لارې هم جوړې شوې دي.

عزيز ملنګ زياته کړه، چې دغه لوبغالی پر نړيوالو معيارونو برابر جوړ شوی او په پام کې لري، چې د سټډيوم ټولې شته نېمګړتياوې هم پوره کړي.

نوموړي زياته کړه، دغه لوبغالی، چې په پنځلس جريبه ځمکه کې جوړ شوی، پر يوه وخت د اتلس زره ننداره چيانو د ځايولو ظرفيت لري.

د فوټبال يوه لوبغاړي امان الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تر دې وړاندې دوی په خړ ډاګ کې لوبې کولې، خو د دې لوبغالي په جوړېدو سره د دوی دا ستونزه هواره شوه او هيله لري، چې په ساتلو کې يې پوره پاملرنه وشي.

د يادونې ده، چې د دغه لوبغالي ترڅنګ ختيڅ لور ته د هاکي لوبې لپاره ميدان او د کرکټ اکاډمي هم له جوړېډو وروسته ګټې اخيستنې ته سپارل شوې ده.

د خوست د المپيک د امر په وينا، پر دغو دوو ميدانونو څه باندې سل زره امريکايي ډالر لګښت راغلى او د لوبغاړو لپاره يې ډېرې اسانتياوې رامنځته کړې دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan